تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۰ مه) د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند د هوايي پېژندنې د ادارې او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې خبرداری ورکړی چې نن او سبا د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلونو احتمال شته.
د دې ادارو په وینا، د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست او نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو له مخې، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، پکتیا، خوست، لوګر، سمنګان، بغلان، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان د سختو بارانونو او احتمالي سېلونو له خطر سره مخ دي.
وړمه ورځ د ناروې د کډوالو شورا اعلان وکړ چې په کونړ کې د تېر کال زلزله خپلي لا هم په موقتي سرپناوو کې اوسي او دا په داسي حال کې ده چې یو وار بیا هوا په سړېدو ده او د هغوی کړاوونه په ډېرېدو دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د زیانګالو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره سیندونو، د اوبو لارو او سېل ځپونکو سیمو ته له ژدې کېدو ډډه وکړي او د اړوندو ادارو سپارښتنې په جدي ډول په پام کې ونیسي.