راغونډې کړې پیسې یې له یوې لپې بلې، له بلې بلې ته واچولې. بیا یې په غبرګو لپو کې وشرنګولې. د شپو خولۍ د مینځ شکیدلی استر یې پورته ونیو، ګوتې یې د خولۍ دننه شاوخوا تیرې کړې لکه چې نورې پیسې یې پکې غوښتلې. دا پيسې له نن سهاره خلکو په همدې خولۍ کې وراچولې وې او ده ګیتار ورته ترنګولی و.
دوه ډالري پیسې یې اړخ ته کړې لس دانې وې. پر مځکه د ایښي ګیتار پر ټولو تارونو یې تړنګ تړنګ جوړه ګوتې پرله پسې تیرې کړې. ګیتار یې غاړې ته کړ، د سړک پورې غاړه یې د پيزې د دوکان په لور له خپل سپي سره منډه کړه.
ډبل پیزه یې واخیسته چې د پیزې د ډبي سر یې پرانیست، پوزه یې کش کړه، د پوزې شاوخوا او د تندي پوست یې ګونځې ګونځې شو. له پيزې یې یوه ټوټه کش کړه، که یې پل تیر بیر نه وای ایښی او لاس یې پر دیوال نه وای تیکه کړی ټوله پیزه به ترې لویدلې وه. بیله کړې ټوټه یې سپي ته ونیوله، هغه ژبه ورته راوایسته ویې څټله.
وړاندې تر ونې لاندې پر چوکۍ کښیناست. په یوه لاس یې د خپل برګ سپي څټ ګیراوه، په بل لاس یې پیزه خپلې خولې ته نیولې وه، سپي زیړې سترګې پورته ورته ونیولې، ورسره سترګې په سترګو شو، سپي ورو خپلې سترګې سره وروستې، لکه له درده چې یې پټې کړې وي یا یې له نازه سره وروستلې وي. په ډبي کې یوه ټوټه پیزه پاتې وه چې څرنګه یې خولې ته یووړه بیرته یې ایسته کړه سپي ته یې واچوله. سر یې د ونې پرډډ تکیه کړ د ونې څانګو ته یې پورته پام شو چې څرنګه یې پر پاڼو د لمر مخه تیره بیره نیولې ده. د سپي ملا یې وګیروله:
« یو ته یې چې ما پيژنې …»
« یو ته راته خوشاله یې…»
« یو ته یې چې له نورو مې ساتې….»
چې لاندې یې وکتل سپي سر پر خپلو پښو ایښی و، پیزه یې څټلې وه، نوره یې سلامته پرې ایښې وه.
ده د سپي پر څټ زور وکړ:
«ته پوهیږې چې زه کله خپه یم»
«ته پوهیږې چې زه کله خوشاله یم »
«ته پوهیږې، ته پوهیږي تنها ته پوهیږي»
غاښونه یې وچیچل:
زما د نس له حاله ته هم خبر نه یې…نه یې…نه یې… د سپي کوړنچا شوه، ده د پیزې پاتې ټوټه په لته ووهله، ګیتار یې داسې راپورته کړ لکه څوک چې د جګړې پرمهال ټوپک ته لاس کړي، برګ سپي ځوړنده لکۍ له شا پسې منډې کړې.
پای