Homeخبرونهسعودي ته د افغان حج کوونکو د لېږد پيل، سږني حج کوونکي...

سعودي ته د افغان حج کوونکو د لېږد پيل، سږني حج کوونکي سختو نيوکو سره مخامخ دي

تاند(يکشنبه، د جوزا ۲۲ مه) له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د افغان حج کوونکو د لېږد چارې نن په داسې حال کې پيل شوې، چې په افغانستان کې د فقر د شدت له کبله سږني حج کوونکي او طالب چارواکي سختو نيوکو سره مخامخ دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت چارواکو ويلي، چې د حج په سږنيو مراسمو کې ديارلس نيم زره افغان حج کوونکو ته د ګډون فرصت ورکړل شوی.

د دغو حج کوونکو د لېږد د پيل په مناسبت طالبانو نن يو لړ مراسم بللي وو، چې د رييس الوزرا اداري او سياسي مرستيالانو پکې ګډون کړی و.

طالبانو سعودي عربستان ته د افغان حج کوونکو د لومړنيو کسانو د ورتلو ويډيو هم خپره کړې، چې د دوی بيرغ يې په لاس کې دی.

په ټولنيزو رسنيو کې یو شمېر کسانو پر طالب چارواکو او تازه حج کوونکو دواړو نيوکې کړي او ويلي، په داسې حال کې چې ميليونونه افغانان له لوږې مري، پر حج کولو دومره لګښتونه مناسب کار نه دی.

منتقدینو غوښتنه کړې، چې په داسې لګښتونو بايد د فقر د کمولو لپاره هڅې او اقدامات وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...