جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونه۲ ط - الب چارواکي او ۴ ساتونکي يې وژل شوي او...

۲ ط – الب چارواکي او ۴ ساتونکي يې وژل شوي او ۲ ساتونکي ټپيان دي

تاند(يکشنبه، د جوزا ۲۲ مه) له کندهار او میدان وردګو ولایتونو څخه د دوو جلا پېښو په ترڅ کې د دوو ځايي طالب چارواکو د وژل کیدو او ۲ ساتونکو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

 کندهار کې خبري سرچينو ويلي، چې نن سهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند ښورواک سیمه کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله د محمد اکبر په نوم د طالبانو د البدر قول اردو د سرحدي لېوا قومندان وژل شوی او ۲ ساتونکي يې ټپيان دي.

د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

په کندهار کې د ورته ډېرو پېښو مسووليت د افغانستان د ازادۍ جبهه پر غاړه اخلي.

يادې جبهې نن د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د مرستيال ولسوال مولوي محمد عمر د وژلو خبر ورکړی.

سرچينه ادعا کوي، چې په دې کمین کې يې د دغه طالب چارواکي ۴ ساتونکي هم وژلي او وسلې يې ترې وړي دي.

طالبانو د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

نن د افغانستان په څه باندې پینځو نورو ولايتونو کې هم د چاودنو او پکې ګڼو کسانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب