ژباړن: محب سپین غر
۱ـ «انسان یو پټ راز دی. هغه باید راوسپړل شي او که ټول عمر یې هم راسپړې، نو مه وایه چې وخت دې توی (عبث) تېر کړ. زه پر دغه راز بوخت یم، ځکه چې غواړم انسان و اوسم.»
(خپل ورور م. م. دستایفسکي ته د ف.م. دستایفسکي له لیک نه)
۲ـ «زه بل (لوړ) تولگي ته تېر نه شوم. دا څومره وحشت او بدمرغي ده! نور یو کال، هو، پوره یو کال باید وزگارتیا وګالم! زه به داسې له غوسې ډک نه وای ، که چېرې نه پوهېدای چې رذالت، هو، یوازې رذالت زما د راپرځولو سبب شو. ما به لاسونه نه مروړلای، که مې د خوارکي پلار اوښکو زړه نه سېځلی. زه تر اوسه نه پوهېدم چې سپکه شوې ځانمینه څه ته وایي…
زه به شرمېدلی، که چېرې دغه احساس پر ما برلاسه شوی وای.
ما تر ازموینې پورې دومره زیاتې ورځې له لاسه ورکړې او «ووژلې»، ناروغه شوم، خوار (ډنگر) شوم او ازموینې مې په پوره بریالیتوب سره ورکړې. خو بیا هم پاتې شوم…
یوه استاد، هو، د الجبر استاد چې ما ورسره د کال به اوږدو کې بد چلند کاوه، دا خبره راته په زړه کې ساتلې وه او دا دی اوس یې زما په وړاندې له رذالت او سپيتوب نه کار واخیست او په دې توگه یې راته وښوده چې زه ولې پاتې (ناکام) شوم.
وروره! بې هیلې ژوند غمجن دی….
کله چې مخ په وړاندې گورم، نو راتلونکې مې اندېښمنوي. زه په یو ډول سړې او قطبي فضا کې چې د لمر وړانگه لا نه ده وررسېدلې، شپې ورځې تېروم…
ډیر وخت کیږي چې د الهام چاودنو نه یم لړزولی… برعکس [حالت مې داسې دی]، لکه د شېلېون اسیر (*) چې د خپلو ورونو له مړینې وروسته یې په سیاه چاه (زندان) کې درلود… د شاعرۍ جنتي مرغۍ به زما په لور را وانه لوزي او سوړ شوی زړه به مې را تود نه کړي!…
ته وایې چې زه نغښتی (مرموز) یم. {خبره په دې کې ده چې} پخوانېو ارمانونو له ما کډه کړې او زما کوډګرو او عربانه (سینگار وزمه) لیکنو هم چې یو وخت به مې لیکلې، اوس یې خپل زروب (مطلا) له لاسه ورکړی دی. هغه اندونه او فکرونه هم چې پر خپلو وړانگو به یې زما روح او زړه رڼا کاوه، نور کومه تودوخه او لمبه نه لري. او یا ښایي زړه به مې وچ شوی وي… نور ویریږم چې څه ووایم. هو، [په رښتیا] ویږیرم که ووایم چې ټول تېر وخت یوازې یو زرین خوب او څڼور خیال و….»
{د ف. م. دستایفسکي له خوا م. م. دستایفسکی ته، ۱۸۳۸ کال د اکتوبر ۳۱ مه، پېترزبورگ}
________________________________________
(*) (Chillon)- شېلېون په ۱۲ ـ ۱۵ زیږدیزو پېړیو کې په سویس کې د ژنیو د جهیل پر غاړه پرته کلا وه چې په منځنیو پېړیو کې د ساوي لړۍ د واکمنو د کار او استوگنې ځای و. د هغې له ځمکلاندې (زیرزمیني) خونو نه د زندان په توگه گټه اخیستل کېده. ژباړونکی