تاند:( يکشنبه، د جدي ۲۵) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزير مایک پمپیو هغو تورونو ته غبرګون وښود، چې ولسمشر غني ېې د سولې مخالف ګڼلی.
صالح په یو لړ ټویټونو کې لیکلي:«ولسمشر غني واقعي سوله غوښته، خو امريکا د پردې تر شا راولپنډۍ ته د افغانستان د سپارلو پرېکړه کړې وه، څو خپله د اوکراین جګړې ته تياری ونيسي.»
امرالله صالح پر امريکا تور پورې کړی، چې ګواکې د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره يې انسانيت تر پښو لاندې کړی او اوس ېې د بهرنيو چارو د هغه وخت وزیر په بې بنسټه کيسو او تورونو ځان خلاصوي.
د افغانستان د عامې روغتيا پخواني وزير ډاکټر وحيد مجروح او یو شمېر نورو پخوانيو چارواکو هم په دې اړه امریکايي سیاستوال ته توند غبرګونونه ښودلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزير ولسمشر غني په ۲۰۱۹ کې ډاکټر عبدالله ته د ټاکنو بايلونکی او د ټاکنو د پايلو غلا کوونکی هم بللی، چې د ښاغلي غني پلویانو ېې تورونه رد کړي دي.
C.I.A او د وخت څلور سیاسي لوبغاړي
(ملا عمراخون، کرزی، خلیزاد او مشرف)
استادشهسوار سنګروال
یو شمېر کسانو د C.I.A په پیسو ځانونه شتمن کړل، لکه قسیم فهیم، انجینر عارف، اسدالله خالد، امرالله صالح، شیرزی، عبدالله عبدالله او په لسګونو نور د ساري په توګه یادولی شو.
یادو کسانو او له دې سربېره د سي آی اې ملاتړ یو شمېر هغه سیمې ولکه کړې، چې عاید یې درلود… چې ګمرکونه اوبندرونه یې یوه ښه بیلګه وه .
د شیرخان او حیرتان بندرونه او ګمرکونه د اسلامي جمعیت او د رشید دوستم د وسله والو ترمنځ ووېشل شو، د سپین بولدک ګمرک د شیرزي ترولکې لاندې راغی او تورخم د حاجي ظاهر قدیر او یو شمېر نورو ولکه کړ.
یو شمېر نورو بیا د تریاکو قاچاق له لارې ډېرې وسلې او پیسې ترلاسه کړې چې موږ د C.I.A پخواني ایجنټ حاجي نورزی یادولی شو، چې په ۲۰۰۲ ز کال یې له شیرزي سره یوځای خپلې هڅې چټکې کړې.
درېیمه موضوع چې ډېره مهمه وه، هغه د سټینګر توغندیو ټولول وه چې د شوروي پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو یو شمېر مجاهدینو ته ورکړي ول.
سي آی اې یو شمېر کسان وګمارل، چې د ۸۰ زره ډالرو په مقابل کې دا راټول کړي.
له بدخشانه نه تر پنجشیر او له کندهار نه تر زابل پورې قومندانانو ګڼشمېر سټینګر راټول کړل او د ۸۰ زره نه تر ۵۰ زره ډالرو وپلورل او ان تر دې چې د نورزي او شیرزي ترمنځ اختلاف رامنځته شول چې د شیرزي کسانو د نورزي له وسله والو سټینګر چور کړل.
همداراز د C.I.A پرمټ ، افغان قراردادیان هم یو د بل په مرسته ډېر شتمن شول.
د ملاعمر لیک،
د امریکا د دفاع وزیر “رامزفیلډ” له اعلان وروسته د طالبانو یو شمېر مشران له حامد کرزي سره په اړیکه کې، چې په دې لړ کې د ملاعمر سیاسي سلاکار طیب آغا او پوځي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بېلګې په توګه یادولی شو.
طیب آغا د ملاعمر لیک له امریکایانو سره شریک کړ، چې په دغه لیک کې راغلي ول، د بن کنفرانس ترسره شو… موږ غواړو د افغانستان د راتلونکې برخه شو. زه به له خپلې شورا سره هم په دې اړه مشوره وکړم، چې څنګه دا کار ترسره کړو؟
ولې له بده مرغه د بوش ادارې و نه غوښتل او کرزي هم ورته جدي پاملرنه ونکړه.
دا کار ونشو، ولې بشیرنورزي وکیل احمد متوکل له کویټه راوغوښتل او د کندهار هوايي ډګر کې امریکایانو بندي کړ.
نه یوازې C.I.A مامورینو، قرادادیانو او جاسوسانو امریکایي چارواکو ته د ملاعمر د لیک سم پخلی ونه کړ، بلکې د سټیوکول په اند ژباړونکو، چې لویه برخه یې تاجکان او هزاره ګان ول، له پښتو سره یې د ستونزو له امله ناسم رپوټونه ورکول (وګورئ سټیوکول اس ریاست ۱۶۳ مخ) او د پښتو سیمې به یې د ملاعمر، اسامه بن لادن او الظواهري د شتون له کبله بمبارولې.
C.I.A خپلو جاسوسانو ته ۵۰۰ ډالره میاشتنی معاش ټاکلی وه او هم يې ورته د NFN کود په ګوته کړی وه.
ددغو جاسوسانو د رپوټونو له مخې امریکایانو به چې کوم مشکوک کسان ونیول د مرګ تر بریده یې هغوئ ډبول، چې دا د خلکو لپاره یوه ستره غمیزه وه.
خلیلزاد، د وایسرای په توګه!؟
خلیلزاد د امریکا د سفارت په یوې اوسپنیزې ودانۍ کې، چې له درې ټیلر ډوله اوسپنې جوړه وه اوسېده.
دی د کرزي یو پخوانی دوست وه او پخپلو کې به په پښتو، پارسي او انګلیسې ژبو غږېدل. ده به په ورځ کې دوه یا درې وارې کرزي سره لیدل.
د خلیلزاد “د دفتر مشر مک ګاون” به ویل موږ نپوهېوږ چې دوی پخپل منځ کې څه وايي؟
خلیلزاد به تل د کابینې په غونډو کې ګډون درلود او داسې فکر کېده لکه دی چې د همدې کابینې غړی وي.
تل به ده د C.I.A استخباراتي چینلونو یا دهغه جاسوسانو د کابینې پایلې او پریکړې لوستلې.
یوازې خلیلزاد هم نه وه، چې په دولت کې د ځواک او واک څښتن وه، بلکې C.I.A او د دوئ جاسوسان هم د واک څښتن ول.
د مثال په ډول، انجینر عارف او یو شمېر پنجشیریان دومره ځواکمن ول، چې د C.I.A له سلا پرته چا یې د بدلولو صلاحیت نه درلود.
عارف او یو شمېر قراردادیانو له امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، استرالیا او نورو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړې وې. C.I.A په ۲۰۰۲ -۲۰۰۳ کالو په موده کې دغو جاسوسانو ته ۶،۵ میلونه ډالره حق الزحمه ورکړې وه.
کله به چې کرزي وغوښتل چې عارف له دندې ګوښه کړي نو بیا به C.I.A مخالفت وکړ او ددې لامل دا هم وه، چې پنجشیري وسله والو په آریانا هوټل کې د C.I.A ساتنه کوله.
د عارف سیال امرالله صالح و، کرزي دا غوره وګڼله چې د پنجشیري پرځای پنجشیری وټاکي دا ځکه هغه هم له سي آی اې سره ښې اړیکې درلودې، هماغه وه، چې د انجینر عارف پرځای صالح وټاکل شو.
کرزي له عارف نه پرته یوه بله ستره ستونزه یې له فهیم، دوستم او اسماعیل خان سره درلودله.
خلیلزاد له کرزي نه په دې اړه وپوښتل څه غواړې چې دې ستونزوته دپاې ټکې کېږدو؟
کرزي وویل، هغوئ زما خبره نه مني. خلیلزاد، دستم ته ګواښ وکړ، که چېرې د کرزي سپارښتنې و نه مني، مانا دا چې د امریکا سره جګړه کوی.
اسماعیل خان چې د C.I.A په مرسته واک ته ترلاسه کړی وه، نو خلیلزاد په ۲۰۰۴ کال ورته وویل، وخت رارسیدلی، چې هرات پریږدې او هغه ورته وویل، باید د کورنیو چارو وزیر شم.
مارشال فهیم د کرزي له ټولو لوی سیال وه، خلیلزاد کرزي ته وویل، چې لرې که څه نشي کولی.
نوموړی ددې خطر منلو ته چمتو شو، خو بیا هم فهیم د کودتا ګواښ وکړ، ولې د امریکا دوه ټانکونو پرځای غلی کینوه.
مشرف ته د خلیلزاد ډالۍ،
ولسمشر بوش خلیلزاد ته وویل، هغه څه چې ته یې وايي، هغه ټول مشرف نه مني او ردوي… خلیلزاد په ځواب کې وویل، هغوئ دا هم ویلې اونه ردوله چې ایا اټومې پروګرام لري؟
خلیلزاد اسلام اباد ته سفر وکړ او د کندهار انار یې کریټ کې هغه ته ډالۍ کړل. مشرف مننه وکړه، خو وې ویل، انار یې ډېر بد اېسي اونه یې خوښیږي، ځکه ډېرې دانې لري.
د مشرف شکایتونه شروع شول، چې د افغانستان مهم مقامونه د پنجشیرانو په ولکه کې دي او دوئ کې ډېر کسان شته چې هند ته جاسوسي کوي.
مشرف په ډېرې سپین سترګۍ دا خبره هم وکړه چې په پاکستان کې طالبان نشته… بوش له مشرف سره ژمنه وکړه چې په وزیرستان به بریدونه کوي اوپه ګډه به یې ځپي .
د کیاني او صالح ناندرۍ،
اشفاق کیاني په ناڅاپي توګه دبګرام هوايي ډګر ته ورسېد… نوموړي دغه مهال د I.S.I ترمنځ د همکارۍ هڅې کولې.
“ریچ بیلي” یو له دغو کسانو څخه وه، چې د افغان ملي امنیت ریاست (NDS)، چې مشري یې د امرالله صالح له خوا کېده او د I.S.I ریاست سره چې په استازیتوب یې کیاني بګرام ته راغلی و، ترمنځ سیاسي باور رامنځته کړي.
د بګرام په کنفرانس کې صالح او کیاني ته ویل شوي وو چې د القاعدې او طالبانو په تړاو معلومات وړاندې کړي.
صالح د یو شمېر لاسوندونو له مخې وویل، چې دالقاعدې مشر په “مانسره” کې پټ دی، خو د پاکستان د استخباراتو مشر کیاني وویل، کوم کور کې؟
صالح وویل، ته باید کار له ځان څخه سل متره وړاندې تمام کړې.
کیاني وویل، د تاسو اطلاعات موثق او مستند نه دي.
صالح وویل، که کیاني له C.I.A سره کار کولو ته حاضر وي، زه سرچینی ورته ښېیم.
کیاني په غوسه شو او وې وېل، زه اړتیا نه لرم له هغه چا نه چې د زوی به عمر مې دی جاسوسي زده کړم .
کیاني د سګرت څکوولو لپاره بهر ووت، د یو ساعت په شاوخوا کې بېرته راننووت، هغه توهین امیزه خبره چې ده وکړه، وویل، له صالح نه مې غوښتنه داده چې په پنجشیر کې مې کور ته دعوت کړي.
جنرال مشرف، چې د کیاني او امرالله صالح ترمنځ له ناندرېیو خبر شو، نو C.I.A سره په سلا د امریکا استخباراتو په صالح فشار راووړ، چې خپلې لاسته راوړنې I.S.I ته ورکړي.
د صالح او کیاني ناندرۍ تر دې ورسېدې چې د کرزي او مشرف ناندرېیو ته یې لاره اواره کړه او بوش دواړو ته هرکلی ووایه او مشرف د شمالي وزیرستان د سولې معامله په بوش وپلورله.
کرزی د مشرف د خبرو په پای کې د مشرف خبرو کې ور وغورځېد او وې وېل، مشرف دا معامله له مشرانو سره نه ده کړې، بلکې د وزیرستان له ترهګرو سره کړیده…
مشرف کرزي ته وویل ووایه د طالبانو مشران چېرته دي؟ که خبر وی نیولي به مې وه… اوکه ته خبریې ځه وې نیسه!!