پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهپاکستان داعش ته د ځينو ط-انو د اوښتو خبرداری ورکړی

پاکستان داعش ته د ځينو ط-انو د اوښتو خبرداری ورکړی

تاند:( یکشنبه، د جدي ۲۵)‏ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم نيوزويک مجلې ته ويلي، چې که افغانستان کې اقتصاد ښه نه شي نو شونې ده چې د طالبانو غړي داعش ته واوړي.

 د ده په وینا داعش د طالبانو پرتله لا توندلارې او تاوتریخجنه ډله ده.

  اکرم ويلي د پاکستان حکومت سیمه کې د اورپکو د بریدونو د کچې ډېرېدا له امله اندېښمن دی.

ښاغلي اکرم په ځانګړې توګه د پاکستان د طالبانو د غورځنګ او د بلوځ بېلتونپالو له لوري رادبره شوي ګواښ ته اشاره کړې او همداراز یې ویلي چې د داعش خراسان څانګې هم خطر پېښ کړی او دده په وینا دغه ډلې کله سره په ګډه کار کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې داعش ډلې په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت مخې ته د يوه ډېر خونړي برید مسوولیت ومانه، چې لسګونه افغان ديپلوماتانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د امنیتي چارو يو شمېر کارپوهان باور لري، چې په داسې حساسو بریدونو کې د طالبانو ځینې کسان داعش سره همکاري کوي، کنه يادې ډلې ته به داسې بریدونه سر ته رسول ممکن نه وي.

طالبانو بيا داعش سره د کلکې مبارزې خبر ورکړی او وخت په وخت يې د پټنځايونو او وسله والو د ختمولو اعلان کړی دی.

3 COMMENTS

  1. دا دې انګلیس بچی پاکستان دا ټول پلانونه جوړوی کله دې تور نوم او کله دې سپین نوم پری کښیژدی او خلک دې پیسو په مقابل کښې وځنې تر سو چی پاکستان یو کلک کوزار ونه خورې دا درامه به دوام لرې ځکه پاکستان په نوم مسلمان ملک ده ولی حکومت ټول دې کفارو ده دا دې کفر ملک دې پیسو په مقابل کښې نه اسلام پیژنی نه ناموس او نه انسانیت

  2. داعش یعنې د عراق او شام اسلامي دولت .
    شام اوسنۍ سوریه ، اردن ، فلسطین او لبنان ته وایی .
    هغوی د یو داسې اسلامي دولت خوبونه ویني چې ټول اسلامي هېوادونه یې تر سلطې لاندې وي . دا تر ټولو ناقصه ، ظالمه او له وحشته ډکه قومي ډله ده چې د هغو سیمو بېسواده او بېرته پاته خلک پکې راټولوي او استعمالوي یې . تر ډېره د عراق او سوريې حاکمې شیعه ډلې د داسې یو حس د راپیدا کولو عاملین دي . دوی پر سني مذهبه عربانو باندې ظلم کوي او هغوي په مقابل کې شدید انتقام اخلي .
    په افغانستان کې داعش په نوم دا د پنجاب له خوا روزل شوې او هغوی د منافعو د ساتلو لپاره یوه تروریستي ډله ده چې دوی غواړي هغه پخوانۍ کیسه د مجاهد ، ټالب او داعش تر عنوان لاندې پرمخ بوځي . که دا ټول ورک شول سبا به د چړیانو په نوم یوه ډله جوړوي ترڅو په افغانستان کې وحشت ته دوام ورکړي . په رښتیا هم ټالب او داعش دلته د یوې سکې دوه مخونه دي چې کله په یوه نوم جنایت کوي او کله په بل نوم .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب