جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف :د پور په بدل کې د نجونو تبادله کوونکي محاکمه...

امر بالمعروف :د پور په بدل کې د نجونو تبادله کوونکي محاکمه کوو

تاند:( یکشنبه، د جدي ۲۵)‏ د طالبانو د حاکمې ادارې د امر بالمعروف وزارت خبرداری ورکړی، چې که پور لرونکي نور د پيسو په بدل کې د نجونو پېر و پلور وکړي، محاکمه به کړل شي.

ياد شوي وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:« د ننګرهار د اچین ولسوالۍ کې کومه ماشومه چې د قرض په بدل کې پلورل کیدله، پلار یې ماشوم او د چا چې پرې قرض و کابل ته راوغوښتل شول او د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست وزیر له لوري یې قرض ورکول شو.»

سرچینه زیاتوي، که دا ډول پیښه راتلونکي کې ترسره کیږي دواړه لوري به محکمه کیږي.

د طالبانو له واکمنيدو سره د افغانستان له مختلفو سيمو د پور لرونکو لخوا د پور په بدل کې ېې د پوروړو د لوڼو د وړلو راپورونه ورکړل شوي.

د طالبانو ياد شوی اعلان يو شمېر خلکو ستایلی، خو ويلي چې طالب چارواکي که ځان د ملت پر وړاندې مسوول ګڼي، په اساسي ډول يې له فقر او نورو ناورينونو د خلاصون لپاره بايد لاس په کار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب