جمعه, اپریل 26, 2024
Home+څنګه یوازیتوب ته د لېوالتیا مخه ونیسو؟

څنګه یوازیتوب ته د لېوالتیا مخه ونیسو؟

(يوازيتوب هغه حالت دی چې په ترڅ کې يې شخص احساس کوي چې هېڅ ملګری يا ملاتړی نه لري)

يوازيتوب يانې د ټولنې څخه واټن اخېستل، د څو لسيزو په ترڅ کې د ترسره شويو څېړنو په پايله کې دا جوته شوه چې يوازيتوب مغز په يو حفاظتي حالت کې راولي.

هغه کسان چې يوازيتوب خوښوي. د مغز د ليد برخه يې لږ فعاليت لري او په هغوی کې د تفکر وړتيا کمېږي. دا مسئله د دې لامل ګرځي چې د وخت په تېرېدو سره د تفکر او استدلال قوه له لاسه ورکړي.

مونږ د يو اجتماعي موجود په توګه د اجتماعي ټولنو په پايله کې او يو او بل ته په مرسته کولو په دې توانېدلي يوو چې ژوند وکړو. انسانان په يوازيتوب کې ژوند نشي کولی. د اوسني عصر انسانان د پخوانيو په څېر که د ډلې څخه بېل کړی شي، نو په ډېر احتمال سره به له منځه ولاړ شي. يوازيتوب د ولږې او د فزيکي درد په څېر دی، په دې حالت کې ستاسو بدن، مغز ته پيغامونه لېږدوي؛ ترڅو رامنځ ته شوې ستونزې ته ستاسو پام راواړوي. دا وضيعت د دې سبب ګرځي چې شخص په ستړيا او افسرده ګۍ ککړ شي او د دې علاقه يې راکمه شي چې دی دې په ټولنيزو ډلو کې ګډون وکړي.

که فکر کوئ چې يوازې خپله مېرمن لرئ او خدای مه کړه د هغې په مرګ سره به تاسو هم له منځه لاړ شئ يا هم که فکر کوئ چې ستاسو دنده يوازينی څيز دی چې ستاسو د رضايت او خوښۍ لامل ګرځي او د هغې په نشتون سره ستاسو خوښي له منځه ځي او خپله روحيه بايلئ؛ نو پام مو وي، اجازه مه ورکوئ چې دا يېښه رامنځ ته شي. پوښتنه به کوئ چې ولې مو بايد پام وي؟ آيا يوازيتوب مو خوښېږي؟ په دې ليکنه کې تاسو کولی شئ چې د يوازيتوب د تاوان او پايلو سره بلد شئ.

تشويش يا يوازيتوب؟

دا دواړه يو بل سره نېغه اړيکه لري، خو يو ډول نه دي. د وخت په تېرېدو سره يوازيتوب ښايي د تشويش لامل شي. يوازيتوب هغه حالت دی چې په ترڅ کې يې شخص احساس کوي چې هېڅ ملګری يا ملاتړی نه لري.

مطالعو ښودلې ده چې يوازيتوب يو ټولنيز درد دی چې د ژورې اجتماعي اړيکې د نه لرلو په پايله کې په شخص کې منځ ته راځي. دا امر په اشخاصو کې د خوراک، څښاک او خوب د اندازې د لوړېدو يا کمېدو سبب ګرځي. همدارنګه له ټولنې څخه لرې والی د مغز يو برخه چې د جسمي درد سره اړيکه لري، تحريکوي.

که شخص احساس وکړي چې څوک د هغه سره اړيکه نه لري، نو په طبيعي ډول به د يوازيتوب احساس وکړي. له بل اړخه تشويش د غم، ناهيلۍ يا هم نه منلو د احساس له امله منځ ته راځي او په برعکس ډول يوازيتوب، تشويش د ټولنيزو اړيکو په نه لرلو او د انتظاراتو د نه پوره کېدو له امله منځ ته نه راځي. د بېلګې په ډول، کله چې يو شخص په يوازې توګه مسافر کېږي، ښايي د کور څخه د لرې والي له امله د يوازيتوب احساس وکړي، خو تشويش به نه لري يا ځپلی به نه وي. په همدې حال کې يو کس کېدای شي ځپلی يا ستړی وي خو د ټولنې سره د اړيکو ټينګولو لپاره به علاقه نه لري.

انسانان نور د پخوا پشان د يو بل په څنګ کې ژوند نه کوي، د يوه نسل کسان په يوه کلي کې د يو او بل ترڅنګ نه دي، همدا مسئله د دې لامل ګرځېدلې چې قومي اړيکې دې راکمي شي. د تېرو ۱۵ کلونو په اوږدو کې ټولنيزو رسنيو د مخامخ يا نېغ په نېغه اړيکو مخ ډب کړې ده. سربېره پر دې، که د ټولنيزو رسنيو څخه د مخامخ اړيکو د ټینګولو د وسيلې په توګه کار واخېستل شي، کولی شي چې د افرادو د يوازيتوب احساس په راکمولو کې ګټورې وي؛ خو که دا شبکې د نېغ په نېغه اړيکو پر ځای وکارول شي، نو ډېر به د يوازيتوب احساس وکړئ.

څېړنې ښيي چې د امريکا يو څلورمه برخه خلک څوک نه لري چې د ده سره دې ژوند وکړي. يوه بله څېړنه چې په ۲۰۱۴ کال کې په امريکا کې ترسره شوه، نږدې ٪۵۰ لوړ عمر لرونکو ويلي: يوازې هغه څوک چې دوی يې خپل څنګ کې لري، مېرمنې يې دي. په همدې ترتيب که د شخص مېرمن ومري، نو هغه به په بشپړ ډول يوازې شي. انسانان له يوازيتوبه نه مري، خو معمولا د زړه، سرطان، ځان وژنې او يا هم ديابت له امله به مړه شي.

د هر شخص د ژنتيکي او چاپېريالي شرايطو په اساس، يوازيتوب کولی شي هغه لاملونه چې د مرګ سبب ګرځي چټک کړي. د شيکاګو او کاليفورنيا پوهنتونونو پوهانو په مشترک ډول د خلکو پر ژنونو د يوازيتوب اغېز تر څېړنې لاندې ونيوه. د ښځو او نارينه و پر سر د ۵۰ کلونو څېړنو دا وښوده چې د بدن د ایمني دستګاه اړوند ژنونه، په هغه صورت کې چې فرد د يوازيتوب احساس وکړي؛ فعالېږي. دغه فعالېدل د ايمني دستګاه د خنډ لامل ګرځي چې په پايله کې د اشخاصو په بدن کې د ډول ډول ناروغيو د رامنځ ته کېدو وېره ډېروي.

ټولنيز مهارت يا رواني ستونزه؟

ډېری انسانان د ځوانۍ او لويۍ مرحولو ته په رسېدو سره لازم ټولنيز مهارتونه زده کوي. څېړنو دا ثابته کړې چې د دغو مهارتونو زده کول، د يوازيتوب د احساس په راکمولو کې رغنده اغېز نشي راوستی. د يو لړ څېړنو په ترڅ کې چې په پنسلوانيا پوهنتون کې ترسره شوي، څېړونکي دې پايلې ته رسېدلي چې؛ يوازې يا تنها کسان د ټولنيزو مهارتونو څخه بې برخې نه دي او کولی شي چې د غير تنها کسانو په څېر د نورو سره اړيکې ټينګې کړي، خو ستونزه دا ده چې دغه ډله خلک په ټولنيزو چاپېريالونو کې د عصبي فشار او اسټرس لاندې راځي.

د حل لاره څه ده؟

د دې لپاره چې په يوازيتوب برلاسي واوسو، بايد مخکې له مخکې شکرګزار او د مثبت ليد لرونکي واوسو. که څه هم د يوازيتوب احساس به په ډېرې اسانۍ سره له منځه لاړ شي. په همدې خاطر بايد په ځينو مواردو کې د لنډمهال لپاره د درملو څخه ګټه پورته کړو، په ځانګړي ډول د هغه درملو څخه چې د سروتونينو لرونکي وي او د جسماني فعاليتونو ، اشتيا، خوب، حافظې او د ټولنيزو فعاليتونو د ډېرېدو لپاره ګټور وي. له بل اړخ نه يوازې، خلک کولی شي چې د خپلو وړتياوو او ښېګڼو څخه په خپل ژوندانه کې د يو مثبت او متفاوت حس د رامنځ ته کېدو لپاره ګټه پورته کړي. يو شمېر نور فعاليتونه لکه، د هنري فعاليتونو ترسره کول، ورزش، مطالعه او ليکوالي هم کولی شي چې د يوازيتوب حس په راکمولو کې ګټور وي.

تاسو يوازې نه ياست؟

ترټولو مهم ټکی چې تاسو بايد په خپل متوسط عمر کې پرې پوه شئ، دا دی چې تاسو په دې برخه کې يوازې نه ياست. زمونږ ډېری برخه کسانو د خپل کورنۍ غړي يا ملګري له لاسه ورکړي يا هم له کورنۍ څخه لرې شوي يوو. زمونږ ډېری برخه له دې وېره لرو چې په بوډ‌اتوب کې يوازې پاتې نه شو؛ که څه هم چې ډېر داسې کسان به لرو چې له مونږ سره مينه لري. بوډاتوب به په يو ډول ټولو ته خطرناک ښکاري، خو بايد ځان ته دا اجازه ورنکړو چې دا وېره زمونږ اوسنی ژوند ګډوډ کړي. د اولادنو لرل تاسو ته دا ضمانت نه درکوي چې تاسو دې په متوسط عمر کې يوازې پاتې نه شئ. ښايي داسې اولادونه ولرئ چې اړيکې به يې تاسو سره ډېرې پيکه وي او لږې خبرې به درسره کوي، ښايي وروسته له يو څه مودې له هغه ښار يا سيمې څخه کډه وکړي چې تاسو پکې ژوند کوئ. په همدې اساس د اولادنو لرل ستاسو ستاسو د نه يوازيتوب ضمانت نه کوي.

له خپلې کورنۍ او خپلوانو څخه دا هيله مه لرئ چې ستاسو د يوازيتوب مخه دې ونيسي، ځکه هغوی به هم خپلې ستونزې او بوختياوې لري.

په هر صورت، لومړی خو هڅه وکړئ چې هېڅکله د يوازيتوب احساس پر تاسو برلاسی نشي او بل تر ټولو خوښ او آرامه ژوند هغه دی چې د خپلې کورنۍ او ملګرو ترڅنګ يې تېر کړو. ځان دومره مه تريخوئ چې ټول درنه وتښتي او هڅه وکړئ چې د يوازيتوب پر وړاندې د مبارزې سره، له پورته لارښوونو څخه په پوره مانا ګټه پورته کړئ.

ژباړه: پردېس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب