Home+مایکروسافټ د وینډوز ۷ ملاتړ پای ته ورساوه

مایکروسافټ د وینډوز ۷ ملاتړ پای ته ورساوه

تاند- مایکروسافټ اعلان وکړ چې نور به نه وینډوز ۷ اپ ډېټ کوي او نه به یې امنیتي یا سیکوریټي ملاتړ کوي.

د مایکروسافټ کمپنۍ افتا یا د ستراتیژۍ د لارښوونې مرکز ویلي چې د پنجشنبې له ورځې چې د جنورۍ له دوولسمې سره برابریږي، د وینډوز ۷ اپ ډیټ او امنیتي ملاتړ په بشپړ ډول درول شوی دی.

مایکروسافټ د ۲۰۰۹ د اکتوبر په ۲۲ مه د وینډوز ۷ د راایستلو په مهال ژمنه کړې وه چې تر لسو کلونو پورې به د دې سیستم ملاتړ ته دوام ورکړي.

حاضردمه په نړۍ کې د ټولو وینډوزونو د کاروونکو په منځ کې ۱۱ سلنه له وینډوز ۷ څخه کار اخلي.

مایکروسافټ وايي، که څوک اوس هم وینډوز ۷ لري، وینډوز ۱۱ ته اپ ګرېډ کېدای نه شي خو لا هم وینډوز لس ته اړول کېدای شي.

ټاکل شوې ده چې مایکروسافټ د وینډوز ۱۰ ملاتړ د ۲۰۲۵ د اکتوبر په ۱۴ مه پای ته ورسوي. له همدې کبله مایکروسافټ خپلو مشتریانو ته سپارښتنه کوي چې خپل وینډوز ۱۰ پر وینډوز ۱۱ واړوي.

مایکروسافټ د وینډوز ۸ اعشاریه ۱ ملاتړ هم درولی دی.

په نړۍ کې یوازې ۲ اعشاریه ۵۹ مشتریان د مایکروسافټ له ۸ اعشاریه ۱ وینډوز څخه کار اخلي.

مایکروسافټ به راتلونکې اوونۍ د (Microsoft Edge 109) ورژن راوباسي.

د مایکروسافټ په شان ګوګل هم ویلي چې د فبرورۍ له میاشتې څخه ښايي په ګوګل کروم کې د وینډوز ۷ او وینډوز ۸ اعشاریه ۱ ملاتړ بس کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...