Homeخبرونهنورستان ته نیږدې سل زره ټوکه کتابونه واستول شول

نورستان ته نیږدې سل زره ټوکه کتابونه واستول شول

تاند:( یکشنبه، د جدي ۲۵)‏ د نورستان د پوهنې ریاست طالب چارواکي وايي، چې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو په برخه کې ۹۷ زره ټوکه تدریسي کتابونه ور استولي دي.

د دې ولایت د پوهنې طالب رئیس مولوي تاج محمد مطمین وايي، یاد کتابونه به د نورستان ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته د زده کوونکو د وېشلو لپاره ولېږدول شي.

نوموړي زياته کړه: پوهنې وزارت دغه رياست ته ٢٥٠ زره ټوکه درسي کتابونه تخصيص کړي دي او که دغه شمېره راولیږي، نو د درسي کتابونو د کمښت له امله د زده کوونکو د زده کړې ستونزې به هوارې شي.

نورستان له ډېرو محرومو افغان ولایتونو څخه دی، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره ورته د زياتې شوې پاملرنې خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...