جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسوداګرۍ وزارت:۱۵ مياشتو کې ۱۵۰ بهرنيانو د پانګونې جوازونه اخيستي

سوداګرۍ وزارت:۱۵ مياشتو کې ۱۵۰ بهرنيانو د پانګونې جوازونه اخيستي

تاند:( یکشنبه، د جدي ۲۵)‏ د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي وايي، چې په تېرو ۱۵ مياشتو کې ۱۵۰ بهرنيانو په افغانستان کې د پانګونې جوازونه اخيستي دي.

 د دغه وزارت ویاند عبدالسلام آخندازده ويلي، چې ياد شوي پانګوال د امریکا، چین، بریتانیا ، کاناډا، پولنډ، هالنډ، پاکستان، ایران، تاجیکستان، ازبکستان او ځينو خليجي هېوادونو اړوند دي.

د اخند زاده په وينا، يو شمېر دغو پانګوالو خپل عملي فعاليتونه پيل کړي هم دي.

د طالبانو له واکمنيدو سره د دوی چارواکو بيا – بيا مختلفو هېوادونو ته د سفرونو او پانګوالو سره د نورو اړيکو له لارې دوی په افغانستان کې د امنيت راتلو له ژمنې سره پانګونې ته وهڅول.

 شنونکي باور لري، چې طالبانو د خپلو افراطي کړنو له امله نه يوازې، چې په افغانستان کې بهرنۍ پانګونې چندان جذب نه کړای شوې؛ بلکې له افغانستان څخه د پراخو پانګونو د ويستو سبب هم وګرځيدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب