جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکابل کې د ولسي جرګې يوه غړې وژل شوې او ورور ېې...

کابل کې د ولسي جرګې يوه غړې وژل شوې او ورور ېې ټپي دی

تاند:( یکشنبه، د جدي ۲۵)‏ ‏د افغانستان د پروزل شوي جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده د کابل په ۱۲ مه ناحیه کې تېره شپه پر کور ېې د بريد پر مهال وژل شوې او ورور ېې ټپي دی.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ دغه پېښه تایید کړې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

مرسل نبي زاده د جمهوري نظام له سقوط وروسته هم په کابل کې پاتې وه.

د طالبانو ځينو منتقدانو د بشپړ امنيت د تامينولو په اړه د دوی ادعاوې ننګولي او د خلکو او پخوانيو سياستوالو په امنيت ساتلو کې ېې پاتې ګڼلي دي.

مرسل نبي زاده د ولسي جرګې په وروستيو ټاکنو کې له کابل ولايت څخه دغې جرګې ته بريالۍ شوې وه.

3 COMMENTS

  1. نالت پر دې وحشیانو دوی ولې ښځې وژني ، عاملین یې باید کلکه جزا وویني خو که احمق غلام طالب یې قا طل وي بیا به څه کوو!

  2. تالبان په داډول مرموزو او پټو وژنو د خپلو اصلی څیرو نه پرده پورته کوی چی دوۍ نه د اسلام مقدس دین او نه د افغان ننګ او پښتونولۍ ته ژمن دی بلکه د خپلی زورواکۍ د مسلط کولو او په افغانانو د وحشت خورولو لپاره هرډول شرمونکو کړنو ته لاس اچوی. انشاء الله هغه وخت راتلونکی دی چی ددادول ظلمونو محاسبه به ورسره وشی. الله تعالی هر ظالم پدی دنیا رانسکور کړی او ذلیله کړی دی او ددې وحشی ځناورو انجام به هم بل څه نه وی.

  3. AL LAH DEE JANATOONAH NASIB KEE.
    FAMIL AW KORANI TAH DEE AL LAH SABER WAR KEEY.
    AL LAH DEE RAKHEM WOOKEY PA DA MAZLOOM FAMILE.

    DAA DE ENSAANIAT. NAH DEER LEEREE KAAR DAY.
    THIA IS NOT MANNER TO KILL A WOMAN.
    SHAME FOR WHO DO THAT.
    THANK YOU
    RAZMOHAMMED. KAMAWAL FROM NEWYORK

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب