جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبادغيس کې سړې هوا ۵ تنه مړه کړي

بادغيس کې سړې هوا ۵ تنه مړه کړي

تاند:( یکشنبه، د جدي ۲۵)‏ په ‎بادغیس کې د طالبانو سيمه ييزو چارواکو تاييد کړه ، چې ۵ تنه د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

د بادغیس لپاره د طالبانو د والي ویاند احمد حنظله وايي، چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې په تېرو څو ورځو کې د سړې هوا له امله یو شپونکی او ۴ ماشومان مړه شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستيو کې د افغانستان بېلابېل ولايتونه د بیسارې سړې هوا شاهدان دي.

د‌ سختې يخنۍ له امله په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د خلکو د مړينې او سختو ناروغيو خبرونه ورکړل شوي.

له دې سره، د طالبانو چارواکو په یو شمېر لویو لارو کې د لسګونو په واورو کې ايسارو کسانو د ژغورلو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...