جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد جابر مخلص څو غزلونه

د جابر مخلص څو غزلونه

غزل

هسې خو څاڅي ترې مستي او دی خندان تصویر

زما د ژوند کیسه د درد او د خپګان تصویر

دې اېینې زما له سترګو انعکاس کړی دی

یو په کې زه ښکارم او بل مې د جانان تصویر

چې رانه تت نه شي ملګرو بې اودسه نه شي

په پښتنو اوبو وینځمه د وجدان تصویر

مینه کې (خو) نه وي ګلابه مینه مینه وي بس

د زړه نه لرې کړه د شک او د ګومان تصویر

په کې د کومې ملالۍ د اننګو سورخي ده

خړو اوبو کې روڼ ځلیږي دا روان تصویر

تر دغه ځایه پورې راغلم د لمبو مینځ کې

خو ټولیدو ته مې ور نه کړ د ارمان تصویر

د بیلتانه ترخې شیبې او تړمې تړمې اوښکې

په زړه مې جوړ دی د بريښنا او د باران تصویر

مخلصه مینه مې مذهب دی او د ژوند ذریعه

خدای خو دې جوړ نه کړي زما د ژوندون وران تصویر

…………………..

غزل

د هیلو بژا څادر مې خور کړلو په ځان ویده شوم

نه راتلو خوب خو ستومانۍ کړمه ناتوان ویده شوم

د فراق تور غره کې په وچو کاڼو خوب نه راتلو

ستا د نظر د پستې غیږې په ارمان ویده شوم

د    لیونۍ   مینې  یادونو   خوب ته نه پرېښودم

تر ډېره ویښ وم خو بیا پوی نه شوم، قربان! ویده شوم

راشه په زړه مې ګوتې کیږده چې درزیږي که نه

ګوره ښه  نه  یمه  بیګا  په  لار  روان  ویده شوم

سترګې مې پټې کړې ادکې مورې ته مې لیدې

زر زر ماشوم شوم او په غېږ کې دې یو شان ویده شوم

ما لا تر اوسه خپل جانان ته بې وعدې ونه وې

نن مې هم وکړلو د اوښکو څراغان ویده شوم

مخلصه ما لټول دښت کې ستا د پښو خاپونه

چې په ځان پوی شوم،رانه تللی ؤ کاروان ویده شوم

……………………..

د دې خورو زلفو ترشا بلا کیسې پرتې دې

په دغو اوښکو کې د هیلو جنازې پرتې دي

کاږه کاته دې اشنا اوس هم زړه کې لارې کوي

لا په کې هغه تیرې تُورې او نیزې پرتې دي

بیا د لیسې په زده کوونکو ماین وچاودیدو

په وینو سرې بستې او څيرې کتابچې پرتې دي

دا په سېل نه بلکه په ویر او په ماتم راغلي

ددې کوترو څو همزولې باغ کې مړې پرتې دي

دا چې د هر ځل په لیدو ورته په چیغو ژاړم

دې تصویرونو کې مې تیرې زمانې پرتې دي

په کومو سترګو ویاړ کوم چې د بابا لمسی یم

لارو کوڅو کې د ملالو لوپټې پرتې دي

……………………

غزل

بې له ژړا نه څه وي او بې له خندا نه ژوندون

داسې تیریږي لکه روغ تن،بې له ساه نه، ژوندون

مه کړه تپوس اوس به په چغو درته وژاړمه

څه درته ووایم چې څنګ و بې له تانه ژوندون

وریت یه قربان،د رباب ترنګ،د بنګړو شرنګ،دغسې

څو عناصر دي چې پرې ډک وي د ښکلا نه ژوندون

سړي ته ځان سم بې خالقه بې رازقه ښکاري

خدایه د چا په برخه مه کړې بې جانانه ژوندون

ماته يې څه له تعریفونه په ګل پاڼو لیکې

ما سُور په وینو دی راوړی کربلا نه ژوندون

بیا دې حساب راسره وکړي چې هرڅه ترې جوړ شول

زه تیرول غواړم بې اجر،بې ګناه نه ژوندونه

مخلصه خدای مه کړه،یوې شیبې د ژوند لره چې

یوې شیبې له پاره هم واخلم د چانه ژوندون

1 COMMENT

  1. بدن می سوپه څانګو چی ویل می داشعار
    * والله ډیرخوندئ راکی چی کتل می داشعار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب