مدعا مثل یو ادبي صنعت دی چې د هندي سبک د شاعري تر ټولو لویه ځانګړنه یې بللای شو.
د مدعامثل بنیاد په تشبیه ولاړ دی. په هغه بیت کې چې مدعا مثل وي، معمولا په یوه مصرعه کې شاعر یوه ادعا وکړي او په بله مصرعه کې د ادعا د ثابتولو لپاره مثال راوړي. د نولسمې پیړۍ شاعر میرزا حنان بارکزی وایي:
په کثرت د اسباب نه شي مطلبونه
په دوو ژبو دوې خبرې نه کړي مار
شاعر په لومړۍ مصرعه کې ادعا کړې ده چې هدف ته رسېدل خامخا په دې پورې غوټه نه دي چې کافي وسایل او امکانات دې ولرو. دی په دویمه مصرعه کې همدا خبره د یوه مثال په ذریعه زموږ سترګو ته دروي او وایي چې مار که څه هم د یوې په ځای دوې ژبې لري خو خبرې نه شي کولای. په دې بیت کې تشبیهي رابطې وینو: د لومړۍ مصرعې ( مطلبونه) د دویمې مصرعې له ( دوو خبرو ) سره او د لومړۍ مصرعې د ( اسبابو کثرت) د دویمې هغې له ( دوو ژبو ) سره تشبیه شوې دي. مدعا مثل د تشبیه د کورنۍ یو صنعت دی خو له عادي تشبیه یې توپیر په دې کې دی چې:
(۱)په مدعا مثل کې د مثال راوړلو له لارې د یوې ادعا د ثابتولو هڅه روانه وي مګر په عادي تشبیه کې ممکن دغسې هڅه نه وي.
(۲) په مدعا مثل کې معمولا مشبه او مشبه به تر یوه زیات وي.
(۳) په مدعا مثل کې د تشبیه توري ( لکه، هسې ، په شان…) نه وي.
(۴) په مدعا مثل کې دا امکان زیات دی چې د تشبیه وجه بیان نه شي.
د میرزا حنان بارکزي په دېوان کې د حمید مومند د دېوان په څېر مدعا مثلونه یو څه ډېر دي. حمید او حنان ته چې د هندي سبک شاعران ویل شوي دي یوه لویه وجه یې مدعا مثلونو ته د دوی توجه ده.
پخوانو ادبپوهانو په سلګونو بدیعي صنعتونه معرفي کړي دي چې ځینې یې هنري ارزښت نه لري او د ځینو هنري ارزښت یې زیات نه دی. مدعا مثل په هغو لږ شمېر بدیعي صنعتونو کې شامل دی چې خورا لوړ ادبي ارزښت لري. د میرزا حنان د شاعري ښکلا تر ډېره حده د مدعا مثلونو زېږنده ده.
دی وایي:
تمه مه کړه د بوسې له ساده رویو
نه دي څښلي چا شربت د آیینې
ساده روی په پخواني ادب کې هغه چا ته وایي چې په مخ باندې یې ویښته نه وي. دلته ساده رویان د مخ د صافوالي په وجه له آیینې سره ورته بلل شوي دي، بوسه د شربتو معادل ده او لکه څنګه چې چا د آیینې شربت نه دي څښلي نو له ساده رویو هم د بوسې تمه بې ځایه ده. په مدعا مثل کې استدلال وي خو شاعرانه استدلال، چې د منطق په زور نه بلکې د خپلې ښکلا په زور په لوستونکي باندې اثر پرېباسي. د تشبیهي استدلال له لارې ممکن متضادو نتیجو ته ورسېږو. د پاسني بیت ساده روی چې له آیینې سره تشبیه شوی دی د وصال خنډ دی خو د میرزا حنان په دا بل بیت کې د تشبیهي استدلال په اساس ویل کېږي چې د بوسې غوښته خو پکار ده له ساده رویو:
د بوسې خواستونه کړه له ساده رویو
د دعا قبلېده کېږي په سحر کې
د میرزا حنان په دیوان کې یو بل ځای لولو:
چې یې خط لا پر مخ نه وي بوسه غواړه
د دعا د قبلېدو وي د سهار وخت
حنان د حمید مومند پیرو بلل شوی دی. د دې پیروي یو اړخ دا دی چې حنان د حمید غوندې د هلکانو او زلمکو د حسن ستایلو ته ډېر پام کړی دی.
کاظم خان شیدا چې د هندي سبک بشپړ استازی یې بللای شو، له مدعا مثله د اخلاقي پیغامونو او د ژوند د تجربو د بیان لپاره هم زیاته استفاده کړې ده خو حنان د حمید غوندې مدعا مثل تر ډېره حده د مجازي حسن د انځورونې لپاره کاروي. میرزا حنان وایي:
څه ګیله کړې د سپین مخو له شوخیه
ارام نه دی چا لیدلی په سیماب کې
سیماب چې د سپین مخو غوندې سپین او د اوبو غوندې ناکرار دی، د حنان د خوښې مشبه به دی.
یو بل ځای ( چې د مدعا مثل بیت نه دی) وایي:
د سپین مخو دلبرانو په ارزو کې
همېشه په اضطراب لکه سیماب یم
البته، حنان بارکزي په ځینو بیتونو کې له مدعا مثل څخه د ژوند د نورو تجربو د بیان لپاره هم کامیابه استفاده کړې ده. دی وایي:
دا سوړ زړه به له سینې د باندې باسم
ساته نشي که هر څو عزیز وي مړی
زړه بې عشقه پکار کله دی ناصحه
ضرر رسي له همجنسه په دا عصر
ښیښه ګوره چې له سنګه ډېر پرهېز کا
بې صاحبه سرای اخر شي خراب ورو ورو
د حلیم سړي له قهره ایمن مه شه
ودانۍ کړي رېز مرېز چې مځکه ښوري
خو له داسې بیتونو سره سره اکثره وخت له ګلرخو سره بوخت وي او :
له ګلرخو مې زړه نه ځي په اسانه
سپېلني ژاړي چې لرې ځي له اوره
ځینو کسانو مینه درې ډوله بللې ده: نفساني، مجازي، حقیقي. دوی ویلي دي چې حقیقي مینه له خدای سره وي، مجازي مینه هم په اخر کې حقیقت ته رسېږي او د خوشحال په قول:
د كښليو د جمال په ننداره كې ما خداى بياموند
لږ نه دي له مجازه حقيقت ته رسېدلي
خو نفساني مینه حقیقت ته نه رسېږي. د حمید او حنان مدعا مثالونه معمولا د حقیقي مینې له بیان سره سروکار نه لري. روښاني شاعرانو خپله شاعري حقیقي مینې ته بېله کړې وه مګر عیب یې دا و چې د مرګ تصور ورباندې دومره غالب شو چې د ژوند ښکلاوې یې له پامه ولوېدلې. حنان بارکزی د ژوند خدمتګار دی. دی مو نه وېروي. ده ویلي دي:
چې کښېنې ورسره شرحه د دوزخ کا
هر مجلس تر مرګ بدتر د زاهدانو