یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+ځان پېښې | رحمت الله ساپی

ځان پېښې | رحمت الله ساپی

لنډیز

ځان پېښې یو ادبي ژانر دی، چې موضوع یې پر حقیقت ولاړه وي، خو ژبه یې ادبي وي. دغه ژانر د عادي ورځنیو یادښتونو سره توپیر لري؛ په دې ژانر کې په ادبي ژبه هغه پېښې وړاندې کېږي چې ټولنیز او سیاسي ارزښت لري. ځان پېښې د یو شخص هغه پېښې دي، چې د ژوند په اوږدو کې نوموړی ورسره مخامخ شوی او په دې پېښو کې یې نقش لوبولی وي. دغه ژانر له نورو ژانرونو؛ لکه: سفرنامه… سره ګډې پولې لري، خو که سم وکتل شي، نو دغه ژانر جوتې پولې لري.

په دې ژانر کې بېلابېل موضوعات راتلی شي، یعنې دا د لیکوال ذوق او مسلک پورې اړه لري. ځان پېښې د ټولنې هنداره ده او په هغې کې موږ ته د ټولنې یو تصویر پروت دی. ځان پېښې په نثر او نظم دواړو کې وړاندې کېدای شي. په نړیوال ادب کې د ځان پېښو لیکلو بهیر د میلاد څخه څلور پېړۍ وړاندې ته رسېږي. په پښتو ادب کې د خوشحال بیاض د ځان پېښې یو څرک دی، خو په منظمه او سیتماتیکه بڼه دغه لړې په معاصر ادب کې د عبدالخالق خلیق له اثر څخه شروع کېږي، چې دغه اثر د نظم په بڼه دی او بیا د نورو لیکوالانو له خوا پالل کېږي.

کلیدي وییونه: ادبیات، ژانرونه، ځان پېښې او پښتو ادب.

سریزه

ځان پېښې یو نوی ژانر دی، نو په اړوند یې څېړنې هم نوې او کمې دي. یو بشپړ اثر چې په دې برخه کې ماته معلوم دی، هغه د بریالي باجوړي(په پښتو ادب کې ځان پېښې) دی. سید محی الدین هاشمي هم په(نثري ادب ډولونه) نومې کتاب کې پرې بحث کړی دی او همدارنګه ځینې نورو لیکنو کې هم پرې څنګزن بحث شوی دی.
اوس چې د لوستونکو وخت کم دی، نو ښایي چې یوه لویه موضوع هم په واړه کالب کې وړاندې شي؛ تر څو هر لوستونکی په نوموړې موضوع پوه شي او هم پکې خپل قلم وچلوي. ځان پېښې خاص ارزښت لري، چې دلته کوښښ شوی د نورو موضوعاتو تر څنګ دغه موضوع هم ښه وڅېړل شي. په نور اړوندو لیکنو کې دغې اړخ ته یا توجه نه ده شوې که شوې هم ده، خاصه توجه ورته شوې نه ده.

ځان پېښې کوم ډول ژانر دی؟ د نورو ژانرونو سره یې توپیر په څه کې ده؟ څه خاص ارزښت لري؟ ایا په پښتو ادب کې موږ په تول تللې ځان پېښې لرو، که لرو یې نو کوم دي؟ په دې لیکنه کې کوښښ شوی دغه او دې ته ورته پوښتنو ته ځوابونه وموندل شي. د څېړنې ډول کتابتوني دی او د میتود په اړخ کې له تشریحي او تاریخي میتود څخه کار اخستل شوی دی.

ژانرونه:

ژانر فرانسوي کلمه ده، چې د ډول او نوعې مانا لري. زموږ زیاتره څېړنو کې ادبیات د بڼې له مخې په دوو ډولونو وېشلې دي: نظم او نثر. ژانرونه د محتوا له مخې هم وېشل شوي؛ لکه: حماسي،غنایي(عشقي) او نور. دغه ژانرونه یوې لیکنې ته لوری او چوکاټ ورکوي. ځان پېښې منظوم او منثور فورم دی، یعنې ثابت فورم نه لري، خو زیاتره وخت په نثر کې په کیسه یې ژبه وړاندې کېږي. جالبه خبره بیا دا ده چې په پښتو ادب کې لومړنۍ په تول تللې لاسته راغلې ځان پېښه په نظم ده.

ځان پېښې:

ځان پېښې چې فارسي کې ورته خاطره هم وایي، خاطره په اصل کې عربي کلمه ده، چې مانا یې په عمید فرهنګ کې: ضمیر، فکر، خیال، یاد او هغه څه چې د انسان په ژوند کې تېر شوې وي او اغیز یې د انسان په ذهن کې پاتې وي، اخستې ده. ځان پېښې چې فارسي کې ورته خاطره او اردو کې ورته حسب الحال وایي د انسان د ژوند هغه پېښې دي چې په انسان تېرې شوې وي، په هغو کې یې نقش لرلی وي او د هغو لیدونکی او شاهد وي.

ځان پېښې د انسان د ماضي هغه ایینه ده، چې د عشق، کمال، جمال، درد، ویر، شخړو او… تصویرونه پکې اوړي را اوړي. یا هغه ورځنۍ پېښې چې موږ د ژوند په تېرو پړاونو کې ورسره مخامخ شوې یو، تجربه کړې مو وي، تصویرونه یې په ذهن کې لرو او بیا د قلم په مرسته یې نورو ته رسوو.

د نثري ادب ډولونه نومې لیکوال د محمد طفیل له قوله وایي چې: ((ځان پېښې یا خاطرې د یو انسان د ژوند د تجربو، مشاهداتو، محسوساتو، نظریاتو او عقیدو یو کوټلی داستان وي، چې هغه خپل هر څه بې څه رعایته نیغ په نیغه د لیک لاندې راولي، چې لوستونکې ته د هغه د ژوند نشیب و فراز معلوم شي. د هغه د پټو رازونو څخه پردې پورته شي او موږ د هغه د خارجي ژوند نه سیوا د هغه داخلي کیفیاتو په کوټنۍ کې سر ور دننه کړو او وګورو.)) (هاشمي، ۱۳۹۲: ۴۴۲، ۴۴۳)

ځان پېښې چې پورته هم وپېژندل شوې د ژوند پېښې دي، چې دغو پېښو کې لیکوال هم نقش لرلی او پر هغې یې اغېز کړی وي. دغه پېښې باید ټولنیز، سیاسي او نورې خواوې هم ولري، که داسې نه وي نو لوستونکو ته به یې لوستنه اغېزمنه واقع نه شي. د پښتو ادب په ځان پېښو کې معمولا لیکوال اول خپل ځان معرفي کړی وي: څوک دی، د چا زوی، په کوم ځای کې زېږېدلی دی اوهغه چاپېریال یې هم را اخستی دی، چې نوموړی پکې لوی شوی دی. ددې نه وروسته یې هغه پېښې راخستې دي، چې ارزښت لري. دا ډېره ښه خبره ده، چې لیکوال اول خپله ځان را وپېژنې او وروسته پېښو ته راشي. ددغو پېښو له امله د لیکوال پېژندنه مهمه ده، لوستونکی باید د لیکوال له موقف څخه خبر شي او بیا پېښو ته ننوځي. ځان پېښې د ژوند لیک لپاره خام مواد هم برابروي.

ځان پېښې دوه غرضه لري. یو دا چې لیکوال غواړې ځینې نا ویلې خبرې وکړي او دویم دا چې د خلکو د پند لپاره هم هغه پېښې ولیکي؛ چې لوستونکو ته هم پکې څه د زده کولو لپاره وي. دغه هدفونو ته رسېدل ادبیات او یا هم ادبي ژبه لیکوال سره د یوې وسیلې په توګه مرسته کوي. که لیکوال عاطفه، خیال، ادبي ژبه او سیمبولونه سره یو ځای کړي؛ نو ډېر په راحتۍ سره خپل هدف ته رسېدلی شي.

ځان پېښې معمولا د ژوند په وروستیو وختونو کې لیکل کېږي. دغه وخت لیکوال د ښه پوهې او پختګۍ خاوند وي، نو هغه پېښې را اخلي چې پوهېږي ارزښت لري. ستونزه دلته ده چې د ځینو لیکولانو ژوند او ذهن بیا یاري نه کوي.
ځان پېښې ځینې ځانګړنې لري چې دلته یې راوړو:

۱. ژبه یې عاطفي انځوریزه او له محسوسو کلمو ډکه وي.
۲. د لوستونکې حواس داسې راپاروي چې نوموړی په پېښه کې ځان شریک ګڼي.
۳. دا هغه پېښې دي چې په حافظه کې شته او د وخت په تېرېدو سره یو یو تازه او ژوندۍ کېږي.
۴. حال او راتلونکې ته د تېر ژوند تجربې په کیسه یې ډول داسې پرېږدي، چې د هغې نه د هماغه دور د خلکو ژوند، ذوق او فکري کچه معلومېدی شي.
۵. د ځان پېښو پېښې رښتونې وي، یواځې ژبه یې ادبي رنګ لري.
۶. ځان پېښې چې په تول تللې وي او د ژمنو اشخاصو له خوا لیکل شوې وي د تاریخ لیکلو لپاره خام مواد جوړوي.
۷. ځان پېښې د لیکوال ټولنیز شخصیت، په ټولنه او ټولنیزو پېښو کې د هغې رول څرګندوي.(ازمون، ۱۳۹۸: ۳۵۰،۳۵۱)

ځان پېښې د موضوع له پلوه ډېر ډولونه لري؛ لکه: ادبي، سیاسي، ټولنیز….

د ځان پېښو ارزښت:

د ځان پېښو یو خاص ارزښت د حقایقو سپړل دي. ما مخکې وویل چې زیاتره لیکوالان ځان پېښې د ژوند په وروستیو وختو کې لیکي، په دغه وخت کې لیکوال باندې فشار نه وي او کولی شي هغه حقایق ولیکي، چې مخکې تر دې یې د لیکلو جرعت نه درلود. په دې لړ کې ډېر حقایق راڅرګندېږي او د لیکوال د وخت په اړه ښه کره معلومات پاتې کېږي؛ خو ځیني لیکوالان بیا دا چاره برعکس کوي او پېښو کې خپل ځانګړی لید لوری ځای پر ځای کوي.

ځان پېښې د لوستونکو لپاره ډېر څه لري. دلته پېښې واقعي دي چې په ادبي ژبه وړاندې کېږي. لوستونکې له ځان سره په ادبي ژبه بیایي او هغه ټولنیز او نورې مهمې پېښې ورباندې ویني، چې لیکوال پکې ګډون درلود د حقایقو نه پرده لرې کوي او اوس راتلونکې سره پیوندوي.

په دې لیکنو کې د لیکوال شخصیت، عقیده، لید لوری او دروني اړخ معلومېږي. ځان پېښو ته که په ژوره توګه وکتل شي، نو د لیکوال رواني او دروني اړخ راته معلوموي. څنګه چې لیکوال په ټولنه کې ژوند کوي، نو د لیکوال رواني اړخ موږ ته د ټولنې حاکم حالات برسېره کوي. که موږ د پاچا خان(زما ژوند او جد وجهد) وګورو نو دا به راته څرګنده شي چې هغه وخت د پښتني ټولنې حاکم حالات څه و او دغه حالاتو په پاچا خان څه اغیز کړی و او بلاخره څه کارو ته یې و هڅوه.

ځان پېښې پند هم لري خوند هم. لیکوال د خپل ژوند تجربې، لوړې ژورې، خوالې ناخوالې، برداشتونه، احساسات او عواطف په ډېره ښکلې او هنري ژبه بیانوي. انسان دومره زیات عمر نه لري، چې د ژوند ټول اړخونه عملا تجربه کړي او په اینده کې هماغه چارې نه بریالی ووځي؛ نو د نورو خلکو تجربې انسان سره مرسته کوي تر څو ژوند و پېژني، ژوند کول زده کړي او په ژوند کې بریالی اووسي. که دغه تجربې په هنري ژبه بیان شوې وي، نو په انسان ډېر زر اغېز کوي.

تاریخي پېښې لکه څنګه چې وي زیاتره وخت هغسې نه وړاندې کېږي. ځان پېښې یو خو د تاریخ لیکنې لپاره خام مواد جوړوي د بل خوا نورو تاریخي لیکنو لپاره د تلې هیڅیت هم لري. که موږ د پښتونخوا د خدایي خدمتګار د تحریک ډلې لیکوالانو ځان پېښې وګورو، نو موږ ته ډېر څه د تاریخ په توګه راکوي او همدارنګه کولی شو د هماغې وخت د تاریخي لیکونو لپاره ورنه د تلې په توګه هم استفاده وکړو او تاریخي کتابونه ورباندې کره کړو.

ځان پېښو کې د مختلفو سیمو راوجونه، دودونه، فرهنګ او په ټوله کې فولکلور منعکس کېږي. د فولکلور د بډاینې لپاره یوه ښه لار ځان پېښو ته رجوع کول دي.

کله چې یو لیکوال د خپل ژوند پېښې لیکي، نو اول ځان معرفي کوي او بیا هغه جغرافیه چې نوموړی پکې زېږېدلی او لوی شوی وي. د پښتو ادب په ځان پېښو کې دغه برخه ډېره غني ده، چې موږ ته د مختلفو جغرافیو په اړه معلومات په لاس راکوي.

دغه ځان پېښې د مختلفو لهجو لرونکو لیکوالانو له خوا لیکل کېږي، نو د لهجو څېړلو په برخه کې ډېر کره معلومات موږ ته وړاندې کوي. که موږ د طاهر بینا ځان پېښې وګورو، نو د ننګرهار د لهجې نماینده ګي کوي.

د دومره ارزښت سره سره ځان پېښې په ډېره پیمانه نه دي لیکل شوې. څو دلیله لري: یو خو دا چې د ځینو لیکوالانو د ژوند پېښې په دې نه ارزي چې ولیکل شي، یعنې ټولنیز او سیاسي ارزښت نه لري. د ځان پېښو لیکل جرعت غواړي. د ټولنې، قوم بندیزونه او هممدارنګه د حکمتونه له خوا سیاسي فشار هم د لیکوال په خوله لاس ږدي؛ ځکه چې په ځان پېښو کې حقایق بیانېږي. ځان پېښې معمولا د ژوند په وروستیو وختونو کې لیکل کېږي، نو په دې وخت کې کله نا کله د لیکوال عمر او حافظه یاري نه کوي.

نورو ژانرونو سره د ځان پېښو توپیر:

خاطره د لیکنې د فورم له مخې له ځینو ژانرونو؛ لکه: ژوند لیک، سفرنامې، راپورتاژ، کیسه یا داستان، یادښت لیکنې، سرګذشت لیکنې او اعترافاتو سره نږدې پولې لري، خو خاطره یو ځانګړی ژانر دی او د بېلتون کرښې یې جوتې دي.
له ژوند لیک سره یې توپیر په دې کې دی چې په ژوند لیک کې د لیکوال معرفي او کارونه د زمان او مکان په ترتیب سره اوډل کېږي او د ژوند یو لړ مهمې پېښې پکې راځي؛ خو په ځان پېښو کې دغه چاره ژوره ده، لیکوال ټول هغه پېښې چې ارزښت ولري په ځان پېښو کې راوړي. په ځان پېښو کې د لیکوال په وده تاکید نه کېږي، بلکې تکیه یې زیاتره د هغو پېښو په بهیر ده چې لیکوال پکې نقش لوبولی وي.

ګزارش یا راپور تاژ لیکنه د ځان پېښو په پرتله ډېره عمومي وي، یعنې د خاطراتو سربېره نور معلومات هم لري او په یو ځانګړې وخت کې پر ځانګړې ماحول راڅرخي. په ځان پېښو کې د تخییل اندازه نسبت ادبي راپورتاژ ته کمه وي.
سفرنامه ممکن د خاطراتو په یوه برخه کې راشي، یعنې سفر نامه د زمان او مکان له مخې محدوده ده، خو ډېره دقیقه ده. ورځنۍ پېښې ځان پېښو لپاره خام مواد جوړوي، په هغې کې هر ټول لیکنې: شخصي لیکنې، ساده موضوعات او… راځي، خو ځان پېښې بیا مهمې پېښې دي، چې ټولنیز ارزښت لري. ورځنۍ پېښې زیاتره د لیکوال مشاهدې پورې اړه لري، خو ځان پېښې عملي بڼه لري. هغه ځان پېښې چې ټولنیز ارزښت و نه لري په ساده خاطراتو کې راځي.

اعترافات هم ډېر عمومي بحث دی. په عادي پېښو کې هم پېښې پرلپسې روایت کېږي، خو خاطره لیکنه کې پېښې تر هغه وخته پورې روایت کېږي، چې تاریخي سندیت او ټولنیز ارزښت ولري، تر څو تاریخ لیکنو لپاره په کار راشي.
ځان پېښې د کیسې سره توپیر لري. ځان پېښې هم د یو ژوند کیسه ده، خو په دې ژوند کې واقعې، کرکټرونه او مکالمې زیاتې وي. کیسه په خیال ولاړه وي او کیسه لیکوال کوښښ کوي چې په کیسه کې لفاظي وکړي، خو ځان پېښو کې بیا دا چاره نه شته. د کیسې پېښې د دروغ او رښتیا په تله نه تلل کېږي، خو د ځان پېښو واقعې د تاریخ په تله کې اچول کېږي.

د ځان پېښو لیکنۍ لار او چوکاټ:

لیکنۍ لار او روش یې دا دی چې، ځیني لیکوالان د ژوند په اوږدو کې خپل ورځني یادښتونه لیکي؛ بیا د ژوند په یو پړاو معمولا د( ژوند په وروستیو کې) دغه یادښتونه اخلي مهمه او با ارزښته پېښې ورنه غورچاڼ کوي او بیا یې د زماني ترتیب له مخې د بېلابېلو سرلیکونو لاندې راوړي.

د ځان پېښو ژبه باید ډېره ساده وي، تر څو ټول لوستونکې پرې پوه شي. لیکوال باید د خیال نه ډېر حقیقت ته ژمن وي، تنها ژبه باید خیالي او ادبي وي، موضوع او پېښې باید حقیقي وي.

د ځان پېښو موضوع تنوع لري، یعنې دا د لیکوال په ذوق او مسلک پورې اړه لري. د یوه سیاسي شخص ځان پېښې به سیاسي موضوع لري او د یو ادیب به بیا ادبي موضوع لري. ځان پېښې یو ټاکلې چوکاټ پورې نه شي محدودېدلی؛ دا د لیکنې موضوع او د پېښو ډېرښت او ارزښت پورې اړه لري؛ ممکن یوه مقاله کې وړاندې شي او یا هم څو ټوکه کتابونه وغواړي. هره بڼه یې د څومره والې او څرنګوالې له مخې ځانګړې اغېز، ارزښت او اهمیت لري.

د ځان پېښو لیکولو بهیر:

ځان پېښې په نړیواله کچه یو منل شوی منظوم او منثور فورم دی، چې د قلم خاوندانو په بېلابېلو دورو کې ترېنه کټه اخستې ده او تېر یادونه یې تر موږ را رسولې دي. دغه فورم په دوو برخو کې مطالعه کېدای شي.

په نړیوال ادب کې:

د ځان پېښو لیکل په نړیوال ادب کې ډېر پخوانی پس منظر لري، چې په دې لړ کې د ځان پېښو لرغونتیا د میلاد څخه څلور پېړۍ وړاندې ته رسېږي. د خاطراتو لومړنۍ لرغونې بېلګه د تاریخ لیکونکې ګزنوفون ده، چې د خپل استاد سقراط په اړه یې لیکلې ده. په ډبر لیکونو کې هم ډېر لرغونې بیلګې شته، چې د وخت واکمنانو له خوا لیکل شوې دي.

سکندر مقدونې په خپل لښکر کښیو کې اشخاص ګومارلی و، چې د دې ځان پېښې او د فاتحو سیمو په اړه معلومات ولیکې، چې وروسته یې د هماغو سیمو په اړه د تاریخ لیکونکو لپاره ښه مواد برابر کړل؛ همدارنګه بابر، تیمور او جهانګیر هم خپل ځان پېښې لیکلې دي، چې د توزک بابري، توزک تیموري او توزک جهانګیري په نامه چاپ شوې دي.

په شپاړسمه او اولسمه پېړۍ کې د بنونو تو چیلیني، سمیول پیپس او سیمیویل سیوال ځان پېښې د یادونې وړ دي. په اتلسمه پېړۍ کې د بنجامین فرانکلین او ژان ژاک روسو ځان پېښې د منښت وړ دي. په نولسمه پېړۍ کې بیا د تولستو، دین هاولز او ماکسیم ګورکی ځان پېښې د یادولو وړ دي.

په نړیوال معاصر ادب کې د فرانسوي لیکوال دسیمون دویووار، د شیلیایي شاعر پابلو نرودا ځان پېښې ( اعتراف کوم چې ژوند مې کړی) په نامه ، د لویس نفس هایم ځان پېښې ( په وروستیو سلګیو کې) په نامه او همدارنګه د چرچیل ځان پېښې چې د دویمې نړیوالې جګړې په اړه یې لیکلې دي، د زیات منښت وړ دي.

د پورتنيو ځان پېښو موضوعات زیاتره سیاسي دي، خو ژبه یې ادبي ده.

په پښتو ادب کې:

د ځان پېښو لیکل په پښتو ادب کې د شلمې پېړۍ محصول دي، خو په منځنۍ پېړۍ کې هم د ځان پېښو څرک لېدل کېږي، چې دا د خوشحال خان له قلمه د بیاض په نوم کتاب دی او افضل خان بیا تاریخ مرصع کې را اخستې دي. په دې اثر کې لیکوال د خپل ځان او کورنۍ په اړه معلومات وړاندې کړې دي. دغه دود په منځنۍ پېړۍ کې نور نه دی پالل شوی.

په معاصر ادب کې د ځان پېښو لومړنۍ بېلګه د عبدالخالق خلیق ده، چې ( زه او زما زمانه) په نامه ده. په دغه ځان بېلګه کې لیکوال په نظم د خپل ژوند حالات د سیاسي او ټولنیزو حالاتو سره په ارتباط کې را اخستې دي.

له دې وروسته د خان عبدالغفار خان نوم راځي چې (زما ژوند او جد و جهد) تر سرلیک لاندې یې د خپل ژوند خاطرات لیکلې دي. بیا د عبدالصمد خان الکوزي اثر (زما ژوند او ژوندون) چې په درې ټوکو کې بشپړ شوی دی. (قصه زما د ادبي ژوند) چې د اجمل خټک اثر دی. بیا د سعدالدین شپون اثر (و نه و یو شپون و)؛ د محمد هاشم زماني (زنداني خاطرات)؛ د عبدالغفار فراهي (زما ژوند او خاطرې)؛ د جهانزیب نیاز (زما د ژوند قصه) او د محمد طاهر بینا (زه او زما ژوند) د یادولو او منلو وړ دي.

د عبدالغفار خان او عبدالصمد خان نه وروسته په دې برخه کې ډېره توجه شوې ده او ډېر مغتنم اثار پنځول شوې دي. د ځان پېښو ځانګړتیاوو ته په کتو د خلیق اثر نه نیولې بیا د طاهر بینا اثره پورې دغه کتابونه په تول تللې او بشپړ د ځان پېښو اثار دي، چې موضوعات یې ټولنیز او سیاسي دي. پورته یاد شوې ځینې اثار د (خدایي خدمتګار) د غورځنګ له نوم سره تړلې دي، د دې اثارو ځینې موضوعات تکراري دي، ځکه ټول د یوه غورځنګ د غړو له خوا پنځول شوې دي؛ خو بیا هم ډېر په زړه پورې معلومات لري.

په پښتو ادب کې ځان پېښو ته ورته ځینې نور اثار هم شته، چې بشپړې ځان پېښې نه دي، خو ځان پېښو ته ورته یا هم ځینې برخې یې ځان پېښې دي؛ لکه: د محمد نواز طایر (ادب تراش)، د یار محمد یزال (د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ) او نور….

پایله

ځان پېښې د یو لیکوال د ژوند او کارونو نچوړ دی. ځان پېښې په نظم او نثر دواړو کې وړاندې کېدای شي. په پښتو ادب کې ځان پېښې تر ډېره په نثر لیکل شوې دي، خو لومړنی په تول تللې د ځان پېښو اثر په نظم لاسته راغلی دی. هغه ځان پېښې چې ټولنیز او سیاسي ارزښت نه لري او تنها د لیکوال د ژوند بیان وي؛ په ځان پېښو کې نه راځي. ځان پېښې هم خوند لري هم پند؛ همدارنګه اوس زمانه راتلونکې سره وصلوي او د تاریخ لیکلو لپاره اوم مواد برابروي.

د ځان پېښو موضوعات مختلف وي، یعنې هره موضوع چې اهمیت ولري او لیکوال پکې نقش لوبولی وي، کولی شي په ځان پېښو کې یې راوړي؛ خو ژبه یې باید ادبي وي. ځان پېښې د ټولنې یو تصویر زموږ مخې ته ږدي. په ځان پېښو کې داسې موارد راځي، چې حقیقت نه پرده پورته کوي او هغه سه بیانوي چې تر اوسه بیان شوې نه وي.

په نړیوال ادب کې د ځان پېښو لیکلو تاریخ د میلاد نه څلور پېړۍ وړاندې ته رسېږي. په پښتو ادب کې دغه ژانر نوی دی. په منځنۍ پېړۍ کې یې څرک شته، خو په منظمه توګه په معاصر ادب کې دغه ژانر ته توجه کېږي، چې موږ اوس په دې برخه کې د بشپړو او منظمو اثارو شاهدان یو.

وړاندیزونه:

۱. د ادبپوهنې بنسټونو په تدریسي کتابونو کې د ځان پېښو په اړوند معلومات نشته. دغه یو ژانر دی، نو باید د ادبپوهنې محصل ورباندې پوه وي. دې اړخ ته توجه پکار ده، تر څو محصلین ځان پېښې وپېژني، په ارزښت یې پوه شي او په دې برخه کې خپل قلم وچلوي.

۲. هغه لیکوالان چې ادبي ژبه لري او همدارنګه د ژوند پېښې یې ارزښت لري، باید د ژوند په اوږدو کې د خپل ژوند پېښې ولیکي؛ تر څو دغه شتمنۍ له منځه لاړه نه شي، ځکه د ژوند په وروستیو کې عمر او حافظه یاري نه کوي.
۳. د ادبپوهنې او ژانر پوهنې متخصصین که د دې ژانر د پولو معلومولو په برخه کې هڅه وکړي، نو دا ژانر په لا جوت او بډایه شي.

۴. په پښتو ژبه کې د ځان پېښو په اړه معلومات کم دي. په دې برخه کې نورو لیکنو ته اړتیا ده. که په دې برخه کې د نورو ژبو اثارو څخه کټه پورته شوي، نو د دې موضوع په اړوند به په پښتو ژبه کې معلومات لا غني شي.

ماخذونه:

۱. ازمون، لعل پاچا. (۱۳۹۸). ادب تیوري. جلال آباد: ختیځ خپرندویه ټولنه.
۲. باجوړی، بریالی.(۱۳۹۴). په پښتو ادب کې ځان پېښې. جلال آباد: ختیځ خپرندویه ټولنه.
۳. هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۹۲). د نثري ادب ډولونه. دویم چاپ. وحدت خپرندویه ټولنه.
۴. صالح، عصمت الله. (۲۰۱۷). خاطرې یا ځان پېښې څنګه ولیکو.Anikassradio.com

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب