Homeخبرونهله اماراتو وروسته څو نورو هېوادونو کې د افغان الکترونیکي تذکرو وېش...

له اماراتو وروسته څو نورو هېوادونو کې د افغان الکترونیکي تذکرو وېش هم پيلیږي

تاند (سه شنبه، د سرطان ۲۶ مه) د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وايي چې دغه اداره پلان لري، له هېواده بهر یو شمېر هېوادونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې فعالې کړي.

د یادې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع وویل چې په دغو وروستیو کې د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې یو ټیم له هېواده بهر، عربي متحدو اماراتو کې پر افغانانو د برېښنايي پېژندپاڼو بهیر پیل کړ او په پام کې ده؛ چې په ایران، پاکستان، ترکیه او د خلیج په یو شمېر هېوادونو کې هم د دې ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې پرانيستل شي.

رفیع زیاته کړه چې د احصائيې او معلوماتو ملي اداره اوسمهال د هېواد په کچه، ۷۸ فعال مرکزونه لري چې د دغو مرکزونو له لارې په ورځني ډول تر ۱۱ زره برېښنايي پېژندپاڼې پر هېوادوالو وېشل کېږي.

هغه زیاتوي چې والو د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له پیل څخه تر اوسه پورې؛ پر ۱۳.۷ میلیونه افغانانو برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې او دغه ملي بهیر په عادي ډول دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...