شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+ځوانیمرګ لیکوال ته | زین العاب الدین عاطف

ځوانیمرګ لیکوال ته | زین العاب الدین عاطف

ای لیکواله!

– ستا د ساه په الوت سره یوازې د پښتو ادب شنې پاڼې ونه رژېدې، بلکې د هرې پېغلې د خیالاتو او احساساتو د اظهار غوره ژبه ګونګه شوه.

تا چې د هغوی د حق لپاره کومه مبارزه روانه کړې وه، له هاغسې مبارزې آن دوی هم عاجزې دي.

ای لیکواله! یوه خبره درته وکم؟

 ته زما لپاره ډېر بخیل یې!

ستا په ګوتو کې د قلم تېرې څوکې زما د دماغو په هر رګ کې خپل رنګ پرېښود، دا رنګونه راته دومره ګران شول، چې اوس مې د مغزو کور د نورو رنګونو لپاره ځای نلري.

ته هغه بخیل لیکوال یې چې له ما دې د نورو ناولونو د لوستلو خوند واخیسته.

ای په رب قسم ستا له ړنګېدو وروسته مې د ناولونو د مطالعې حوصله وبایلله.

زما د سترګو اوښکې لکه ستا د ناولونو وفادرې پېغلې، ستا له کرښو پرته نور د هیچا له لیکنو سره نه تویږي.

ای ته مې دې سترګو ته وګوره ها!؟ اوس هم لمدې دي، ستا له یادولو سره مې اوس هم په ذهن کې د ملک په لاس د تورې شوې رڼا په خوله کې سپینه ګولۍ او په بې واکه لاسو کې د جمال وړوکی انځور سترګو ته نیغ ولاړ ده.

اوس هم د نورستان په ځنګل کې په خپل ټکري را زوړنده زندۍ شوې زرو وینم.

اوس مې هم د خونکار وحشي څهره او په وینو لړلی تبر سترګو ته پړک وهي.

ای لیکواله! دا دی بیا دې څومره  وژړولم!

– ای دا زه چاته لګیا یم؟ ولې دې ځان کوڼ اچولی؟

-:…!

یوه دوه خو ویلی شې کنه؟

-:…!

– اووو ښه ته خو په دې دنیا له انسانه مرور وې نو اوس به خود راسره نه غږېږې، خو باور وکړه زه د هغو په څېر نه یم.

ښه ځه خیر هیڅ مه وایه! همدا چې  زما خبرو ته غوږ یې هم بس ده.

– او ای! ته پوهېږې؟ ستا سایه او اروا راته د یو چا په وجود کې کله کله اشارې کوي

هغه نوی نوی راټوکېدلی

د هغه قلم او ګوتې تا را یادوي!

د هغه د کیسو له پای ته رسولو سره مې په زړه کې یو بل نصیر ژوندی شي. هغه بلکل تاتا ورته ده، خو ته پوهېږې چې علت یې څه دی؟ نه

زه یې درته وایم!

ځکه چې هغه هم ستا په څېر د دې ټولنې د مظلوم قشر په غم کې ورک ده.

د هغه د خیال په ټولو خاښونو بې ازاره او شوخکې مرغۍ ناستې دي.

هغه ستا په څېر له دې ټولنې د فرنده ګانو او نورو بې زبانه موجوداتو حقوق هم غواړي.

ته اندېښنه مه کوه!

ماته ښکاري چې یو بل نصیر راتلونکی ده، خو ته به څنګه باور وکړې!؟ درته دروغجن نه شم.

وۍ ریښتیا یوه بله خبر، اوس مې یاد شو، هغه چې تېر کال کومه جایزه ګټلې ته پوهېږې دلیل یې څه و؟ همدا چې د بې ازاره مخلوق په ژوند یې لیکل کړي و او دومره ښه یې کړي و، چې آن د لومړي مقام ګټونکی شو.

خو زه پوهېږم ستا به اروا  هم د افغان مېرمنو په حالت کړیږي.

ای ریښتیا ستا اروا لیکل کولی شي امم، که قلم او ورقې غواړې زه ښې ډېرې ور کوم بس لیکل دې راته وکړي.

روح دې ښاد شه په ګور دې تل رڼا اوسه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب