یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeروغتیاد چاغښت او سرطان ارتباط

د چاغښت او سرطان ارتباط

تاند – د میډیکل ایکسپریس ویبپاڼې د راپور له مخې، د دې لپاره چې زیات چاغښت د یو شمیر سرطانونو خطر زیاتوي؛ نو دا احتمال شته چې هغه درمل چې د بدن وزن کموي باید د دې سرطانونو خطر کم کړي.

یو شمیر امریکایي څیړونکو غوښتل پوه شي چې ایا د وزن کمولو درمل چې د GLP-1 agonists په نوم پیژندل کیږي په چاغښت پورې د ۱۳ تړليو سرطانونو خطر کموي. د دې څیړنې پایله تازه د JAMA Network Open Medical Journal په مجله کې خپره شوې ده.

GLP-1 (glucagon-like peptide 1) یو هورمون دی چې له ډوډۍ خوړلو وروسته یې د انسان کولمې تولیدوي او اشاره کوي چې موړ شوی دی.

څېړونکو په خپله نوې څیړنه کې، له 1.6 میلیون څخه زیاتو خلکو، چې په شکر یا دیابیت ۲ اخته وو، د روغتیا ریکارډونه تحلیل کړل. دوی هغه خلک چې د GLP-1 درمل ورکړل شوي له هغو کسانو سره پرتله کړل چې انسولین ورکړل شوي وو (د 2 ډایبایټ ټایپ لپاره معیاري درملنه)

دوی وموندله هغه خلک چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۸ ترمنځ یې په هر ډول GLP-1 درملو درملنه شوې د هغو کسانو پرتله، چې انسولین یې استعمالول په چاغښت پورې له اړوندو سرطانونو لږ اخته شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب