دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د باد او توپان مرګ ژوبله ۳۵ مړو او ۳...

ننګرهار کې د باد او توپان مرګ ژوبله ۳۵ مړو او ۳ سوو ټپیانو ته رسېدلې

تاند (سه شنبه، د سرطان ۲۶ مه) د ځایي طالب چارواکو په خبره، د دوشنبې ورځې سختو اورښتونو چې تیزباد او ږلۍ ورسره وه د ننګرهار په مرکز جلال اباد، سرخ رود ، بټي کوټ او بهسودو ولسوالیو کې د کورونو نړیدو له امله ۳۵ تنه شهیدان او درې سوو په شاوخوا کې ټپیان شوي.

د طالبانو د ولایتي ادارې په اعلامیه کې راغلي، ټول ټپیان در ملنې په موخه ننګرهار حوزوي روغتون او فاطمة الزهزرا ولایتي روغتون ته راوړل شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د ځاني تلفاتو ترڅنګ یادو اورښتونو په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب کړې ، او تر اوسه یې ۴۰۰ استوګنې کورونه نړولي ، همداراز یې د مخابراتي شبکو او برېښنا پایې له منځه وړي چې په ډیرو سیمو کې خلک بریښنا ته لاس رسی نلري.

ددې تر څنګ په یادو ولسوالیو کې په سلګونه جریبه ځمکه ولاړ فصلونه هم له منځه تللي.

 طالب چارواکو زیانمنو ته د پاملرنې خبر ورکړی، خو خلکو شکایت کړی چې له ولسي خلکو پرته چې په روغتونونو کې یې د ټپیانو لپاره د وینې ورکولو لپاره ځانونه رسولي، نوره پاملرنه او لاسنیوی یې نه دی شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب