Homeخبرونهپاکستان په نږدې یوه کال کې ۶۳۰ زره افغان کډوال شړلي

پاکستان په نږدې یوه کال کې ۶۳۰ زره افغان کډوال شړلي

تاند (سه شنبه، د سرطان ۲۶ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یوه ویاند ویلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د په زوره ایستلو بهیر له پيله تر اوسه شاوخوا ۶۳۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي.

په پاکستان کې د دغې کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي ویلي، دم‌ګړۍ په پاکستان کې شاوخوا ۳ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې، قانوني او غیر قانوني کډوال په‌کې شامل دي.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند عبدالمطلب حقاني بیا وایي، افغان کډوال باید د پاکستان په ګډون له هېوادونو په اجباري ډول ونه‌ ایستل شي.

 که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري افغان کډوالو ته د پاملرنې ادعا لري، خو کډوال نیوکه پرې کوي چې پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو اړوند دغه او نورو سازمانونو د دوی ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې.

پاکستان تورن دی، چې د افغان کډوالو له موجودیته تل پر افغانستان د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او اوس یې د دوی د په زوره شړلو له بهیر سره په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین پسې زیات کړی.

په دې برخه کې د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو د اقداماتو پر وړاندې د واکمن طالب رژیم چلند هم نیوکو سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...