شنبه, جولای 27, 2024
Homeادبپه پردو پسې پردې/ ساده حيدرخېل‎

په پردو پسې پردې/ ساده حيدرخېل‎

حمزه په هرديدن مې د يار، تنده شي سېوا

الفت کې په پردو پسې پردې دي چې راځي.

 په کتابونو کې مې لوستلي چې الله تعالی د نُور د اويا زره پردو تر شا دی. د حمزه بابا په پورتني بيت کې همدا موضوع نغښتې. د سلوک په سلسله کې په داخلېدو سره وار په وار د سالک اووه لطايف ( زړه، سېر، روح …) چې وړاندې له سلوکه خاموش وي د الله تعالی ذکر پيل کوي. په تصوف کې له دغو مرحلو له طی کولو وروسته بيا اووه نورې مرحلې راځي چې د مراقبو په نوم يادېږي.کله چې سالک دغه او دې ته ورته نورې مرحلې تېرې کړي نو په هرې لطيفې او مراقبې سره ده ته د الله تعالی د نُور  زر  پردې پورته کېږي او په دې ډول سالک د الله تعالی دوصال په کيف سره داسې مشرف کېږي چې بيان يې نشونی دی.

د دغې وصال څرنګوالی او کيفيت يواځې هغه چا ته مالومېږي چا ته  چې دغه  کيف حاصل شوی وي. لکه پيغمبران (ع). يا لکه دالله تعالی دوستان چې الله تعالی يې په خوب کې لېدلی او يا يې په يو نه يو ډول دغه کيفيت محسوس کړی وي.

د دغو مرحلو د طی کولو په سلسله کې يو عجيبه نه بيانېدونکی کيفيت او خوند موجود وي چې ډېر ځله يې سالک په بار بار ترلاسه کولو لېونی (مجذوب) شي او هر ځل چې د نُور له اويا زره  پردو څخه د کومې پردې له ذرې څخه  کمه برخه هم پورته کېږي د سالک په زړه کې د يار د ديدن تنده دريابونه دريابونه اوړي.  نو ځکه  حمزه بابا وايي:

حمزه په هرديدن مې د يار، تنده شي سېوا

الفت کې په پردو پسې پردې دي چې راځي.

د مجازي او حقيقي مينې له توپيرونو څخه يو همدغه دی چې مجازي مينه بالاخره هم سړېږي ولې حقيقي لکه سکروټه چې په نري شمال ګرمېږي او ځلېږي بالاخره په يو نه مړه کېدونکي اور  بدلېږي. په داسې اور چې لايتناهي وي.

په دې برخه کې دا خبره پر خپل ځای سمه ده چې مجازي مينه د حقيقي لپاره پُل دی. دا ځکه چې هر کار يو ډول اصول، قواعد او قوانين لري  چې د کار د ترسره کولو لپاره يې زده کړه اړينه وي  نو ايا دا امکان لري چې د دومره لوی کار يعنې د حقيقي مينې لپاره دې اصول او قوانين نه وي موجود؟ حتمي موجود دي! چې د دغو قوانينو او اصولو  ټولګه سلوک او مجاز  يې هم يوه برخه  ده!

د دغو اصولو او قوانينو د تمرين لپاره تر ټولو اسانه او طبعي لاره مجازي مينه ده. مثلاً: بې له مينې انسان د وصال په قدر نه پوهېږي او په هجران کې د صبر کولو په چل هم نه پوهېږي. بس کله چې انسان د مجازي مينې تمرينات  په برياليتوب سره ترسره کړي نو حقيقي مينې ته لار ومومي نو ځکه وايي چې مجازي مينه د حقيقي  لپاره پُل دی.

د تصوف په لړ کې د وحدت الوجود د نظريې د عملي ثبوتونو د وړاندې کولو په موخه په نړيوالو ادبياتوکې ډېر کار شوی. مثلاً: په عربي ادبياتو کې د (ليلا او مجنون) ناول  چې مجنون په پای کې په خپله په ليلا بدلېږي. يعنې د ډېرو مرحلو له طی کولو وروسته داسې يوه مرحله راځي  چې د مجنون وجود د ليلا په وجود

 اوړي. د مجنون لاسونه، پښې او ټول وجود ليلا کېږي. او په دې وخت کې چې مجنون ځان ته پام وکړي نو چيغه کړي: اناالليلا؛ زه ليلايم.

همدغه موضوع  چې په حقيقي مينه کې تر منصور بن حلاج پورې راورسېده نو ويې ويل: اناالحق. د دې وجه دا وه چې د ده او د ده د محبوب  تر منځ  ټولې پردې لرې شوې وې يعنې د څراغ رڼا د لمر له رڼا سره يو ځای

شوې وه او دغه د چراغ رڼا چې اوس د لمر له رڼا سره يو وجود شوې وه ځان ورته  د لمر رڼا ښکارېدو او ويې ويل چې زه لمر يم.

حمزه بابا دغې مقام ته د رسېدو په مزل کې په زرګونو پردې يادوي. د دغو پردو د پورته کېدو تر منځ د ديدن تنده لاپسې زياتېږي زياتېږي!  يعنې يوه پرده د  تندې په ورکولو سره د بلې پردې د لرې کېدو سبب ګرځي نو په دې ډول په پردو پسې پردې وي چې راځي او بالاخره سالک خپلې موخې ته رسېږي.

حمزه په هرديدن مې د يار، تنده شي سېوا

الفت کې په پردو پسې پردې دي چې راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب