شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeادبلنډه کیسهبایسکل / اجمل پسرلی

بایسکل / اجمل پسرلی

په موټر کې وم. (هرومیرڅي) ته نژدې لاره بنده وه. د شنبې په ورځ د پراګ ښار په دې لرې پرتې سیمې کې بیروبار نه وي، خو نن داسې نه و، ځکه چې لاره د بایسکلونو ځغاستې بنده کړې وه.

یو ځل به یوه ډله تیره شوه، بیا به د بلې ډلې نوبت شو. د ځینو لوبغاړو ږیرې سپینې وې، خو بایسکل یې په تراټ ځغلاوه.

هغه کسانو چې لاره بنده کړې وه هغوی شب بینه تیز زرغونه واسکټونه اغوستي و. له دغې ډلې یوه ښځه زما لور ته راغله، د ګاونډي میرمن وه. پوښتنه مې ترې وکړه چې کله به لاره پرانیستل کیږي، دې مخابره خولې ته ونیوله بیا یې راته وویل، چې لږ تر لږه شل دقیقې به لا لاره بنده وي.

ورته ومې ویل:

– تاسو څرنګه په دې لوبه کې مرسته کوئ؟

– دا زما د خپلې خوښې کار دی، مادي امتیاز نه راکوي

ما سر ورته وخوځاوه او دې په لاس کې د ترافیکو نیولې ډنډه د موټرانو مخې ته لوړه کړه. د بایسکلانو یوه جوپه راماته شوه او بیا یو یو بایسکل ښکاریده چې تیریږي.

د ګاونډي ښځه بیا موټر ته رانژدې شوه. ما ښیښه ښکته کړه، دې پر تندي لاس کیښود:

– ستړې شوم، سهار وخته پاڅیدلې وم او دا دی یولس بجې دي لا ولاړه یم

– خو بس یې کړه

– که اوس د کار په منځ کې ولاړه شم بیا په اکتوبر کې ماته چانس نه راکوي چې د بایسکلونو په دغه ډول ډله ییزې منډې کې زه هم بایسکل وځغلوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب