سپینه خولۍ یې پر سر وه، په ټنډه کې یې تور خاپ له ورایه معلومیده او پر سپین ساک داره کاليو یې تور واسکټ اغوستی و.
هغه مسواک له خولې لرې کړ، په مخامخ جیب کې یې د شنې کوچنۍ ږمنځې خواته کیښود او بیا یې نکل شروع کړ. دغه تبلیغي د جلال اباد ښار د چکنوریو په سیمه کې د تبلیغیانو مرکز کې، د تازه قتل په اړه د سترګو لیدلی حالات بیانوه.
هغه ویل: کلنۍ لویه اجتماع وه، د افغانستان له ګوټ ګوټ نه خلک راغلي وو. خلک په اجتماع کې په ډلو ډلو ویشل کیږي. یوه ډله کسان خپلو کې راټول وو. انګور یې وینځل. دوه کسان همدې ډلې ته راغلل او د یوه په سر یې تومانچه کیښوده. داسې ښکاریده چې سړی یې بدي دار و. د تومانچې ډز یې وکړ. تودې مرمۍ د هغه د غاړې پوټکی وسوزوه خو نور بچ شو.
بل ډز یې وکړ، په دې وخت کې یو بل تبلیغي وسلوال ته لاس کړ خو هغه پرې د تمانچې شپیلۍ راټیټه کړه او ځای پر ځای یې کړ. په مرکز کې یو شور ماشور جوړ شو، ټول خلک را وکټیدل.
قاتلانو هوايي ډزې پیل کړې، غوښتل یې خلک تیت په ترک کړي او ځانونو ته د تیښتې لاره برابر ه کړي. خو ماشاء الله تبلیغیان ونه ویریدل، پرې راټول شول او تر هغه وخته یې په لرګیو او ډبرو وویشتل چې نور د پیژندلو نه وو.
دې تبلیغي خپلو نورو ملګرو ته کیسه کوله خو ما ورته پوره غوږ نیولی و. زړه مې و مداخله وکړم او ترې وپوښتم چې ولې یې قاتلان ژوندي نه نیول؟ ولې یې حکومت ته نه حواله کول؟ خو زړه او نا زړه وم، زه د مجلس غړی نه وم، ما ویل زما پوښتنې پرې بدې ونه لګیږي، خو ښه شوه زما پوښتنې د مجلس یوه ګډونوال را پورته کړې.
تبلیغي په ږیره لاس را تیر کړ او بیا یې ځواب ته ستونی صاف کړ: که قاتلان مو حکومت ته حواله کړي وای، نو پرته له دې چې قاضیانو او څارنوالانو یا پولیسو ترې پیسې اخیستې وای نور هیڅ نه کیدل. هغه د بیلګې په توګه وویل چې پخوا هم دغه شان یوه پیښه شوې وه، تبلیغیانو قاتل ونیوه، پولیسو ته یې حواله کړ، خو داسې اوازې دي چې په څو لکه کلدارو خوشې شو. د تبلیغي دې خبرو د خوشحالۍ او غم دواړو حالتونو سره مخ کړم.
الف- د خوشحالۍ حالت: په دې وروستیو کې د خدای ج کورونه (جوماتونه) هم خوندي نه دي، د دغو مبارکو مکانونو تقدس هم نه ساتل کیږي، بمونه پکې الوځي، خلک په کې ویشتل کیږي او وینې پکې بهیږي. که چیرې دغه شان څو پیښې (قاتلانو وژل) نورو ځایونو کې هم وشي، لږ تر لږه په وژونکيو کې به ویره خوره کړي او له خپلې ویرې به دغه مقدس ځایونه، د عبادت کوونکیو په وینو نه لمبیږي. دا کار به له یوې خوا د جوماتونو سپیڅلتیا وساتي او له بلې خوا به قاتلانو ته ښکاره پیغام وه رسوي چې د انسانانو وژنه لږ تر لږه په جوماتونو کې دغه شان عواقب لري. په دې کار به لمونځ کوونکي ډاډه شي او قلبي حضور به ،چې د عبادت اصلي روح دی، په لمانځه کې وساتي. خو د دې خوشحالۍ حالت سره، د قاتلانو دغه شان خپل سرې وژنې اندیښنې هم زیږوي او هغه دادي:
که هر څوک قاتل په خپلو لاسونو ووژني، نو کیدای شي عدالت تر پښو لاندې شي، خلک به احساساتي شي او د دغو احساساتو په نتیجه کې د دې ویره شته چې ځینې بې ګناه کسان هم د قاتلانو په تول کې لاړ شي. دا کار به محاکم چې اوس هم ورته څه ناڅه د عدالت د تامین د مرجع په سترګه کتل کیږي، د خلکو په وړاندې بې اعتباره کړي. هر څوک به خپله قضاوت، فیصلې او د خپلو فیصلو او حکمونو د تعمیل لپاره لاس په کار شي. دا کار به یوه اله ګوله او ګډوډي رامنځ ته کړي. زورور به د کسات د جذبو د سړولو لپاره، د یوه قتل په سر څو کسان او حتی د قاتلانو ټولې کورنۍ تباه کړي. حکومت ته پیغام: تبلیغیان نسبتاْ نرم او حوصلې والا کسان دي. دوی اکثره وخت د نورو ترخې خبرې په موسکا ځوابوي او خلکو ته د هدایت دعاوې کوي. خو کله چې دغه شان کسان په قتل لاس پورې کوي، نو دا په امنیتي او عدلي ارګانونو د خلکو د بې باورۍ اوج ښیي.
اوس خلکو ته دا ذهنیت پیدا شوی چې حکومت د عدالت په تامین کې پاتې راغلی. عدالت یوازې پر بیوزلو، بې پیسو او بې واسطو خلکو پلی کیږي. اوس چې کله خلک خپلو کې دعوې لري، نو منځګړي ورته د توصیې په توګه وايي: خپلو کې جوړ شئ که خبره حکومت ته ورسیده دواړه غاړې به پیسې ورکوئ، خو بیا به مو هم کار نه کیږي او سرګردانه به یئ. حکومت، په تیره بیا عدلي ارګانونه باید له لاسه ورکړي اعتماد، د بیرته تر لاسه کولو په موخه یو څه وکړي، داسې څه چې د دوی باور خوندي کړي، خلک ترې له یوې مخې مخ ونه ګرځوي، خو که همداسې د عدالت په ځای د خپلو ګټو په فکر کې وه اوسي، دا به داسې ناورینونه رامنځ ته کړي چې بیا به یې جبران ناشونی وي
محمد نعمان دوست، جلال اباد (ګرداب ورځپاڼه) د تلې اتمه، ۲۱۳۹
قضایی اورګانونو دا ظرفیت له لاسه ورکړی چی خلک پری له سره باوری شی
دلته زه غواړم چی یوبل ټکی ته اشاره وه کم هغه داچی افغانان په هرنامه وه زوریدسوک دکفرپه نامه سوک داسلام خواوس افغانانوته داسی بدی بلامخه کړی ده چی تردواړوبده ده چی (سلفیت)ته دعوت دی اودادعوت هم دغه تبلغیان کوی چی نن جواب په مسکاراکوی سبابی په مشرک اوبل نامه راکوی اوهم داسی وسوه بایدټول افغانان ویش وسی پوټول افغانستان کی داسی مسجدنسته چی امام وه نه لری هرسوک دی دخپل امام سه ده دین پشتنه کوی تسی ګوری په هرزی کی دی فضایل بیانه وی احکام ده دی خپله ندی زده ….
محترمو ورونو سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترمو ستاسی دخبرو دتاید
زه دخپل دعمر یوه فیصه درته کوم یو وخت می دیو جهادی قومندان سره موتر وان وم مو تر می ورسره چلوی نو دوی ته په افغانستان کی یوه قیصه دخپلو مجاهیدینو په مابین پیشه شووه قیصه دیره وزده ده خبره پاکستان ته ددولت لاسته ورسیدل نو په دی مابین کی زموز دطرفه 5نفره بندیان شو زه ورسنی نفر وم چی بندی شوم نو کله چی زه په تهانه کی وم نو ماته به پولیس راغله او راته ویل به یی چه تاته ملاقاتیان رازی ته به ورته وایی چی زموز سره داسی ظلم کیزی ستا په یو خبر او دمقبل طرف په خبریدو موزته دیری پیسی لاسته رازی مواز وتاسی شه خبر یو ددی سه می مطلب دادی چه یو دخپل بل ورور سره په دعوه وی خپل په مابین کی دی سره جور شی د دولت دخوا دواره تاوانیان کیززی تاوان دی خپلو زانو ته نه رسیوی حکومت چی زنی اخلی خپل
په مابین کی دی تقسیم کری دیره به شه وی