یوه مقوله ده: هغه څۀ چې نورو ته روا نۀ دي شاعر ته روا دي.
شعر عادي خبرې نه بلکې ناعادي هغه دي، چې همدغه ناعادي حالت په شعر کې شعریت پیدا کوي.
د مارچ ۱۵ د ارواښاد غني خان صیب د تلین ورځ ده، په دې ورځ وستایل شو، تشریح شو او نقد شو؛ په شعر او کړنو یې هر چا خپل نظرونه ورکړل.
دا ډېره مهمه ده چې د لیکوالانو او شاعرانو پر اثارو کره کتنه وکړو او هغه څۀ چې موږ ترې اخیستي له نورو سره شریک کړو.
عموماً له لویو شاعرانو هر کس بېله اخیستنه لري، نو ځکه یې شریکول مهم دي.
غواړم دې لیکنه کې په غني خان د ځینو شویو انتقادونو په اړه خپل نظر شریک کړم.
لهجه
ځینو پر غني نیوکه کوله چې لهجه یې معیاري نۀ ده، بلکې خپله هشنغرۍ لهجه یې په شعر کې کارولي.
خو لومړۍ باید د معیار مانا واضح شي، له معیار هدف دا نۀ دی چې د بېلابېلو لهجو کلمات دې نۀ کارول کیږي.
ټولې کلمې چې د هرې لهجې وي، معياري دي.
له معیار هدف لیکدود دی، چې د ژبې د ټولو ویونکو باید یو ډول وي، تر څو د لوست پر وخت ستونزه پیدا نۀ شي.
ټول کلمات نومونه، صفتونه، فعلونه او قیدونه د هرې لهجې کارولی شو، خو لیکل باید د ټولو سیمو د اوسیدونکو یو ډول وي.
مثلا: کاڼی،تیږه، کمر او ګاټی چې هر یو وکاروو، معیاري دی.
خو که څوک قاڼی ولیکي، دا معیاري نۀ دی ځکه ستونزه په لیکنه کې رامنځته شوه.
همدارنګه “ریبز، جارو” بل مثال یادولی شو چې دواړو معیاري دي او داسې نور پریمانه کلیمې.
دوهمه خبره معیار کې دا ده، چې تلفظ باید یو ډول وي، که څوک په خپله لهجه پسې ځي نو معیار ماتوي.
مثلاً: خوستوال وایي: مو کور کړلو، کندهاریان وایي: ما کار کوی، خو معیاري ” ما کار کاوه” دی.
بل مثال: خوستوال وایي: میږ بازور ته دېرڅو، خو معیاري “موږ بازار ته درځو” دی.
دا خبره د شاعرانو په حق کې د تامل وړ ده، ځکه شاعر ځینې وخت اړ وي، چې د کلیمې بڼه بدله کړي.
لکه: غني خان خان ځینې وخت د ښایست پر ځای خېشت لیکي، خو دا په شعر یو مجبوریت دی، چې د دې کلمې بڼه یې اړولي. خېشت یو سیلاب لري او ښایست دوه سیلابه دی، نو د وزن د برابرونې لپاره شاعر اړ دی چې د کلیمې بڼه څۀناڅۀ بدله کړي.
غني وایي:
دا خو ستا د خېشت قصور دی
چې زۀ غم شم بیابان شم
یا خو واک د باچا راکړه
او یا صبر د فقیر را
لومړۍ مسره کې خېشت کارول شوی دی، که چېرې ښایست وکارول شي، هغه خوند او رواني چې خېشت کې ده، دلته یې ښایست نۀ لري.
بل دا چې پورته ټول نظم تر پایه هره مسره اتۀ سیلابه لري، که ښایست راوړل شي، دا مسره نهه سیلابه کیږي چې وزن ماتیږي.
دریم دا چې کله کله شاعر د یوې کلیمې شکل قصداً بدلوي او بدل شوی حالت یې خوښېږي، د غني د خېشت کارولو یو لامل دا هم بللی شو.
کاروان صیب د چوپتیا پر ځای “چوپیا” کاروي، د دۀ په شعرونو کې دا شی لوستونکو هم خوښ کړی او ښکلا لري.
نو د غني لهجه معیاري ده او معیار ته زیان نۀ دی رسیدلی، بیا هم یادوم چې شاعر له کلماتو سره لوبې کوي، ځینې وخت د اهنګ، وزن، قافیې او ردیف د سمون لپاره شاعر ضرورت لري چې بازې ګرامري قوانین مات کړي، خو دغه بغاوت هم ډېر خوند لري.
پر غني دوهم انتقاد دا ؤ چې مرغان او حیواناتو ته یې شعرونه ویلي دي، لکه چرګ، کوترې،مېږي اوښ … ته او دا یې کار ځینو ریشخند کړی ؤ.
دلته شعر مرغۀ او حیوان ته وایي خو د دوی د نومونو راتلل سیمبولیکه بڼه لري، مخاطب مرغۀ خو پیغام انسان دی.
شاعر ته دا کار روا دی، حتی شاعر کولی شي چې غیر ژوندي موجودات مخاطب او یا وغږوي.
غیر ژوندي موجود ته د انسان ځانګړنې ورکول په شعر تشخص (پرسونیفکشن) بلل کیږي، چې د شعر خوند لا زیاتوي.
تاسې نۀ ګورئ چې کاروان صیب چنارونه او نرګس غږوي، خو پیغام انسان ته دی، په (چنار خبرې کوي) نظم کې په هنري ډول د وطن غمیزې ته اشاره ده، خو که شاعر په واضح او شعاري ډول پرته له هنریت دا خبرې وکړي، نو هغه بیا شعر نۀ شعار بلل کیږي.
په شعر کې شعریت مهم دی بعد له هغې پر پیغام بحث کیدای شي، غني چرګ ته یو نظم لیکلی، چې د هغۀ پر منفیاتو ورته غږیږي.
غني کولی شول چې د ټولنې د منفي کرکټرونو کړنې مستقیماً واضح وښیي، خو کوم خوند چې دغه غیر عادي حالت لري، عادي حالت یې نۀ لري.
هدف دا دی چې د شعر ښکلي کولو او خوند پیدا کولو لپاره غیرانساني موجوداتو ته غږیږي، چې دا یو نااشنا حالت دی، لوستونکی ترې خوند اخلي.
بل دا چې که مرغانو ،خیواناتو یا غیر ژوندیو موجوداتو ته ویل شوي شعرونه کوم خاص پیغام هم ونۀ لري، یوازې د خوند لپاره وویل شي نو په شعر کې خوند خپله ډېر د کار شی دی.
که شاعر یوازې یو تصویر جوړ کړي، ښکلا ولري او لوستونکی ترې خوند واخلي، نو دا کفایت نۀ کوي؟
د اوښ نومي نظم دوه بیته:
تۀ ټول ناکام ناکام یې نۀ رنګ وینې نۀ خمار
همت او جوش دې نۀ شته ګرځه وږی تږی خوار
په خېټه دې ځان ورکۀ ځکه ډوب،سپک او دووس شوې
میین په پېکړه شوې ځکه پاتې د جلوس شوې
د پورتنیو بیتونو مخاطب اوښ دی خو شعر انسان لولي، نو ځکه انسان ته خبرې لري، د اوښ نیمګړتیاوې په ګوته شوي او خپل قام ته غني وایي چې: لږ مستي او همت ځان کې پیدا کړئ! په خېټه دومره مه میینېږئ چې د خېټې لپاره مو د غلامۍ ځنځیرونه په لاسونو کې شرنګیږي.
که له شعر دا نااشناتوب وباسو، چې د تصویرونو، تشبیهاتو،استعارو، کنایو، سمبولونو، حس امیزي، تشخص، پاراډوکس… نه په استفادې راپیدا کیږي، نو له شعر شعریت کډه کوي، ته شې عادي خبرې پاتیږي، خوند او ښکلا به ونۀ لري.