څو لسيزي وسوې چي وسله وال کسان د یوه افغان دروازې ته دريږي، له کوره یي باسي او کورنۍ یي پسې کړېږي. عجبه ده.
زموږ قاتل تغیر کوي خو د قتل طريقه يي نه بدلیږي.
زموږ د کړاو وړ نه بدلیږي.
ما په وطن کې دوې ملګري لرلې.
د ېوې پلار “کمونيستانو” شهید کړی و. د بلې پلار “مجاهدینو “ شهید کړی و. همداسي یې له کورنو ايستلي ول.
د یوه مړی هم نه و موندل سوی.
اوس چي کله ما ته څوک وايي چي پلانی خلق -دیموکراتیک یا پلانی مجاهد رهبر دی؛ زه وایم خوله دي ما ته سه! زما ملګرې یتیمانې وې. زه به پر خپلو نویو کالیو شرمیدم. ما پلار درلود خو هر وخت به د خپل پلار په ذکر زهیریدم.
زموږ کور ته چي به کله راغلې، په جلا خونه کي به کښېنستو.
ما به کوشش کول چي هغوي متوجه نسي چي زه پلار لرم او دوي یې نه لري.
په وروستیو پینځو لسیزو کې د ډېرو خلکو پلرونه ووژل سول.
دې عقدې ډېر اولادونه وهڅول چي نور پلرونه ووژني، ويی کړوي او شکنجه يي کړي.
دا د نسلونو عقده ده.
زما په زړه کې هم عقده سته.
پر ما د بې پلارۍ ډار تیر سوی دی.
خو زه خپله عقده پټوم.
زما پلار څو واره له حتمي مرګه خلاص سوی دی.
هر پلار چي ونیول سي، ما ته هغه ورځ را یاده سي چي موږ کوچ کشي درلوده، ماښام و، پلار مي هګۍ او بانجان پخول.
زما پلار به چي په کور کي و، اکثر به يي کميس نه اغوست.
اکثر به يي د کور کار کول. د پلار د لاس هګیو او بانجانو به ډير خوند راکول.
زموږ دسترخان هوار و چي ور را وټکېد، وسله وال ولاړ ول، زما پلار ته یې ویل، را ووزه!
پلار مي ورته وویل: اجازه راکړئ چي کميس واغوندم.
مور مي کميس ور کړل او پلار مي ولاړ. په هغه ماښام موږ ډودۍ ونه خوړه. مور مي ژړل.
موږ ورسره ناست و.
دشپې وږې وم، خوب نه راتلل خو ما ویل د چا پلار چي مړ سي هغه به ډوډۍ خوري که یا؟
بیا می فکر وکړ چي زما دواړه ملګري پلار نه لري، دواړه هر شی خوري نو ډوډۍ مي وخوړه او ویده سوم. زه لا هم چي پر ډودۍ کښېنم هغه صحنه را یاده سي؛ کله پر ځان خندا راسي، کله مي ځان ته زړه بد سي. د مطیع الله ویسا نیول کیدو بیا هغه ورځ را ياده کړه. بیګا مي چُرت وهل چي ډوډۍ وخورم که يا؟ فکر مي کول چي په کور کي به يي غمجنه خاموشي وی که به ټول ژاړي، لکه موږ چي ژړل؟ بیا می ځان ته وویل چي په ښه شګون ډوډۍ وخوره ځکه زما پلار بیا را خلاص سو. دی دي هم خدای را خلاص کړي.
یوه ورځ یې پر ټویټر مسیج راته را استولی و او راته لیکلي يي ول: ” اوس مي فکر سو چي تاسو مي نه یاست فالو کړې…”
ما ورته لیکلي ول چي ما ته یي کارونه تر فالو ډير مهم دي. ما ورته لیکلي ول: “خداي دي وساته!”
ډیر کلونه وسول چي خپلو عزیزانو ته دا جمله لیکم.
دوا خان مينه پال ته مي لیکلي ول.
مينه پال شهید ځواب راکړي و: “ته ولي زما مور – مور کیږي. پر ما هيڅ هم نه کیږي.”
الیاس داعي ته مي لیکلي ول.
داعي شهید راته لیکلي ول: “زموږ ژوند دغسي دی، هرحالت ته تیار یوو.” سباوون کاکړ شهید ته به مي همدا جمله لیکله. سباوون شهید به ویل: “یا دي خدای تا کابل ته راولي یا دي ما خدای دالته ته درولي. د لسو کلونو غیبت مي درته ساتلی دی. “
هر وار به يي د خپلو خبرو سره خندل.
ویسا ته چي مي لیکلي ول، زړه يي راستولی و.