چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد ويسا له نیولو د قاري سعید ننګه؛ حکومت مور و پلار...

د ويسا له نیولو د قاري سعید ننګه؛ حکومت مور و پلار او نیونې ېې حق دي

تاند: ( سې شنبه، د حمل ۸ ) ‏د طالبانو د رژيم يوه مقام قاري عبدالستار سعید او ګڼو تبلیغاتي مبلغينو د ښوونيزو هڅو د مخکښ رضا کار فعال مطيع الله ويسا د نیولو ننګه کړې او پر ښاغلي ويسا ېې تورونه لګولي.

د طالبانو د وزيرانو شورا د انسجام رئيس قاري عبدالستار سعید په خپله ټویټر پاڼه په دې اړه ليکلي:(( معلومه نه ده چې د مطیع الله ویسا په نوم د نجونو د تعلیم فعال چا نیولی، خو که بالفرض حکومت نیولی وي، حق یې دی. ځکه حکومت ها په عامه اصطلاح مور او پلار دی، حق لري چې له اولاد پوښتنه وکړي، چې د اروپا سفر خو په خیر و ان شاءالله؟ او دا د ښځو د مظاهرو کاغذ پیچ ویډیوګانې له کومه کوې؟))

د طالبانو ځينو منتقدانو له نوموړي پوښتلي، چې له یوه لوري د بشپړ حاکميت او امنيت ادعاوې کوئ، خو له بل لوري ناخبري ښيئ چې د کابل ښار له زړه دغه ښوونیز فعال چا نیولی.

د نوبل ګټونکې پښتنې تعليمي فعالې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي بيا مطیع الله د يوويشتمې پېړۍ باچا خان او ستر خدایي خدمتګار ګڼلی او د ژر خوشې کیدو غوښتنه ېې کړې ده.

ډېرو مشهورو څېرو او فعالانو د ښاغلي ويسا نيول غندلي او له طالبانو یې د نوموړي د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د ویسا د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی پرون د دوشنبې په ورځ کابل کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی.

ویسا د کندهار اوسیدونکی دی، چې له ډېرو کلونو راهیسې یې د قلم لار په نوم یوه ټولنه جوړه کړې او د ښوونیزو هڅو د پراختیا لپاره مبارزه کوي.

هغه د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې هم دغه هڅې ترسره کولې او زیات تمرکز یې د نا امنۍ له امله له ښوونیزو فعالیتونو پر محرومو سیمو و.

ویسا په وروستیو کې د افغانستان له ډېرو کلیوالو سیمو، چې طالبان او بهرني پلویان یې پکې د نجونو له زده کړو سره د ولسي مخالفت ادعاوې کوي، د خلکو غږ منعکسوه، چې د نجونو د تړلو ښوونځیو بیرته پرانیستل یې غوښتل.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د نوموړي نیونه او د طالبانو ورته داسې عملونه غندلي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د کابل په لویدیز کې طالبانو د نجونو د زده کړو د بیرته پيل په ننګه د ښځو د یوه ځپل شوي لاریون ۳ فعالانې هم نیولې وې او د نړیوالو فشارونو له امله یې پرون بیرته خوشې کړې.

5 COMMENTS

  1. ملا برادر چې پاکستان نيولی وو او پخپله غوجله کې يې اچولی وو، نو هغه څنګه توجيه کوي؟
    ملا ضعيف څنګه توجيه کوي؟
    مولوي سميع الحق به ويل چې طالبان زما بچيان دي، نو پاکستان بيا دا حق لرلو چې له دوی سره هر څه وکړي؟
    دوی ګرم نه دي ټوله دنيا يې په انکار وخوړله، خو دوی قانع نه شول.

  2. دويسا ساتنه دې خداى پاک وکړي ، راغلو دطالب علم دوښمنۍ ته زه هغو کسانو ته اريانه يم چې په رسنيو کې لګيادى اوليکې چې چې مطيع الله خويوازى دکتاب اوقلم لاروى و ولى بندى شو ؟ ښه نو تراوسه پورى طالب نه پيژني چې دهغه دښمنې د چيشي سره ده ؟ اوهغه اروپاميشتو طالب پلوو ته شرم دى چې اوس د علم دوښمن طالب هر جنايت توجيه کوى او دلا يل ورته تراشي ماته طالب او ټلواله په يو کتار کې قرار لرى

  3. ویسا ورور که کومه پروژه پر مخ نبیوله نو بیا د لږ صبر کړۍ واۍ.
    لږ تر لږه په افغانستان کې اوسی شرایت ورته معلوم دی. د طالبانو دریز هم ورته معلوم دۍ.
    که چیرې پروژه نوی خو د ظالم زوی خو طالبان ښه پیژنی چه له خدایا بغیر د هیڅ چا نه اوری.
    دا دومره عمر دا ویښ ځوانان چیرته وو؟؟؟

  4. یقیناً چی حاکمان یو وولس ته د مور او پلار حیثیت لری خو د هغه مور او پلار پر حیاء دی د غوا د خوشیو باران واوری کوم چی د خپل تکبر او غرور او جهالت او حماقت او ظلم او خیانت له وجی پر خپلو اولادونو ( رعیت ) هیڅ رحم نلری.
    نه سوی پوه قاری سعیده!

  5. طالبان خلک ښه پیژنی. ملت هم خاین او فرصت طلبه خلک ښه پیژنی.
    درویا کاری کار او هغه هم چی دافغانستان-دښمن دولتو د نظر جلبولو لپاره وی.
    دوطن او طالبانو دښمنان اوس دانسانیت او اخلاقو په خبرو خلک نسی خطا کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب