جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهامريکا: هیڅ هېواد د طالبانو د رسميت پېژندلو پلان نه لري

امريکا: هیڅ هېواد د طالبانو د رسميت پېژندلو پلان نه لري

تاند: (سې شنبه، د حمل ۸ ) ‏د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره “کرن ډیکر” وايي، سره له دې چې یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازي په خپلو سفارتونو کې ځای پر ځای کړي، خو هېڅ هېواد د هغوی د په رسميت پېژندلو پلان نه لري.

مېرمن ډیکر چې پرون یې په یوه انلاین غونډه کې له یو شمېر افغان ښځینه خبریالانو سره خبرې کولې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به هم د ځینو نورو هېوادونو په څېر چې په افغانستان کې یې ډیپلوماټیک ماموریتونه د طالبانو حکومت ته سپارلي، ورته لاره تعقیب کړي؟ وويل امريکا داسې کوم پلان نه لري.

هغې دغه راز وويل : “موږ له دغو ټولو هېوادونو اورېدلي چې د افغانستان د مشروع حکومت په توګه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. زما درک دا دی چې زما د هیواد په ګډون هیڅ داسې هیواد نشته چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني. نو که طالبان د نړۍ له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، باید د خپل هېواد له ښځو او نارینه وو سره ښې اړیکې ولري.»

روانه اونۍ د طالبانو رژيم وویل، چې د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوى يې د تاجیکستان خروغ کې د افغانستان کونسلګرۍ ته ورغلى و.

په تاجيکستان کې د پرزول شوي جمهوري نظام پاتې شوي سفير بيا د طالبانو دغه ادعا رد او وويل، چې کونسلګري او سفارت طالبانو سره کوم تړاو نه لري.

تاجيکستان د افغانستان یوازینی ګاونډ هېواد دی چې تر اوسه پکې د طالبانو استازي نه دي ځای پر ځای شوي.

دغه هېواد ظاهرا د کابل د واکمن رژيم د مخالفو غورځنګونو ملاتړ او کوربه توب کوي.

دغه هېواد په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د رژيم ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې تر اوسه ۱۴ افغان سفارتونو ته طالب دیپلوماتان استول شوي او دوی د نورو سفارتونو د کنټرولولو په هڅه کې دي.

3 COMMENTS

  1. ډیر پست هیواد ده تیره ورځ مې په افغانستان انترنشنل کې واوریدل چې یاد هیواد د جبهې مقاومت سیاسی کسانو سره اړیکه ټینګه کړی چې کوښښ هغه سیمی چې د دوی له هیواد سره نږدی دی تر خپل واکمنې لاندی راولی، کچیری داسی نه کوی نو تاسی له تاجکستان څخه ووځي چې بیا هغه حالت کې تاجکستان له افغانستان اوسنی نظام سره نیکې اړیکی نیسی.

    دا چې دا خبره څومره حقیقت لری یا پروپاګند ده بیا دا یو الله تعالی ته معلومه ده

  2. رښتیا یو هواد نده اماده ځکه انترنشنال فرعون یی بیا خرابوی.
    طالبان دی دنوی بین المللی نظام ډیره کیږدی چی نور امریکا پکی اهمیت ونلری. افغانستان دوسوه کاله په خپل ځان متکی وو، اوس دی هم همهغه پالیسی ترسره کړی.
    دنه پیژندنی ګټه داده چی په ډاګه مالومه وی دوست څوک دی او دښمن څوک دی. له دښمن سره ددښمن رویه وسی او له دوست سره ددوستی. څلورس دولته اوس سته همدا دی خوشاله وساتل سی او دنورو دی په همدی شکل کوشش وسی چی خپل ځانونه دافغانستان دوستان وپیژنی.
    ستانکزی دی نور دافغانستان عزت نه خرابوی چی امریکایانو ته زاری کوی.

  3. ثابت صاحب،
    یا ډیر ساده یی یا دې ځان په غولډینګۍ اچولی دی. ګه ټوله دنیا له امریکا ویریده د اوکراین جګړه به نه وه، په زرهاوو نورو مسالو بانتدي به اختلاف نه و. طالب بیچاره د ملا عمر خبره خپله پښه په پایڅه کې بنده ده. هغه به څه وي چې د نوي بین المللی نظام ډبره کیږدي. چین او روس یې نه شي ایښودلی طالب به یې کیږدي؟؟؟؟؟ هههه
    که د طالب دوست یی ښه مشورې ورکړه. په باټو یي مه راوله. ورته ووایه چې اشتباهات دې اصلاح کړه. نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړه، له خلکو سره ښه برخورد کوه، له تکبر او لويي نه لاس واخله. فکر مه کوه چې تر ابده به ستا حکومت وي، د خلکو درناوی وکړه؟. په اوسنۍ نړۍ کې څوک په جزیره کې ژوند نه شي کولی. باید له دنیاوالو سره تعامل وکړې. اړیکې وپاله، حکومتداری د کچلاغ ملایی نه ده. فهم او درایت غواړي که په خپله دې سر په نه خلاصیږي له نورو مشوره وغواړه. د طالبانو په منځ کې هم تکړه خلک شته هغوی ته مراجعه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب