Home+د رڼا سندره | محب څرګند 

د رڼا سندره | محب څرګند 

که څه هم شرایطو مې د ژوند بېړۍ له حرکته غورځولې او د ژوند لوری مو مالوم منزل ته مزل نه کوي.
وخت ناوخته ټولنیزو رسنیو ته سر ورښکاره کوم، د وخت ګردابونو د وخت سندرې غرغره کړې او پاتې یوه نیمه سندره د سړي زړه تخنوي.
کله، کله له همدې ټولو ناهیلیو سره، سره پر فیسبوک د ګوتو په شمېر خلک څارم، د ناهیلیو په خزان وهلي فصل مې د هیلو اوبه وربرابرې شي، د روڼ سباوون څرکونه وینم، ځینو سندرو او موسیقۍ سره د سړي زړه او ذهن تړلی وي، ډېری وخت موسیقي د ذهني سکون په موخه اورم.
خو فیسبوک کې لومړی ځل پر سندرې وربرابر شوم، ومې څارله، خدایزده د خپل محرومیت او په ټوله کې د افغاني ټولنې د ناخوالو په رنګ رنګ شوي تصویرونه مې ولیدل.
سندرې د خپل تفکر په هینداره کې د ډیکلومې په مټ د خلکو ذهنونه پاللي دي، خو تر ډېره یې د هنریت په ګېڼه خپل شعرونه رنګین کړي دي، محدثه سندره د خدای لورېینه ده، چې لا هم زموږ په ټولنه کې خزان وهلیو غوټیو ته د هیلو پسرلی ورستنوي او د ټولنیزونو محدودیتو کړۍ یې ماتې کړې دي، هغه وخت چې له عامر لالا سره یې د راډیویي مجلې لپاره مرکه کړې وه، تر ډېره روان ناورین ځورولې، ځپلې او پرځولې ده، خو لا هم د رڼاګانو منزل ته په مزل ده او خپلې همزولې د روان جبر په وړاندې مقابلې ته رابولي، سندره د همت پر مټ د تیارو له استازو سره په مبارزه بوخته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...