تاند: (سې شنبه، د حمل ۸ ) د کندهار ښاروالۍ چارواکي وايي چې تېر کال په دغه ولايت کې يوازې دوی ۲۰ لا وارثه جسدونه خاورو ته سپارلي دي.
د دغې ادارې طالب چارواکو ویلي، چې دغه لا وارثه جسدونه، له یوه کال راهیسي کي میرویس روغتون کي پراته وو.
ويل شوي، چې ياد شوي جسدونه، د ښاروالۍ له لوري خاورو ته وسپارل شول.
طالب چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په وروستيو کې د ډېرو مخالفانو او منتقدانو په مرموزو وژنو او شکنجو یې تورنیږي.