شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان پوهنتون له تړل کیدو وروسته خپل کتابتون لیلام کړ

افغانستان پوهنتون له تړل کیدو وروسته خپل کتابتون لیلام کړ

تاند:( سې شنبه، د حمل ۸ )  په کابل کې د افغانستان په نوم یوه مشهور خصوصي پوهنتون له تړل کیدو وروسته د خپل کتابتون د لیلامولو اعلان کړی.

د دغه پوهنتون په فیسبوک پاڼه کې لیکل شوي، چې په بېلابېلو ۳ زرو کتابونو مجهز کتابتون له ټولو تخنیکي وسایلو او ډیټابیس سره په ارزانه بیه لیلاموي.

د یاد شوي پوهنتون د کتابتون لیلامیدو په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ غبرګونونه لرل.

افغان شنونکي او د طالبانو منتقد نجیب ننګیال لیکلي: کله چې جهالت حاکم شي، پوهنتونونه او ښوونځي وتړل شي، کتابتونونه نېلام ته وړاندې کېږي. افغانستان د بدترينې تاريکۍ او وحشت شاهد دی. خدای دې ژر دا ورځې تېرې کړي.

یو شمېر نورو افغانانو هم په دې اړه خواشیني ښودلې او ویلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره پوهه، ښوونځی او نور متمدن ارزښتونه بې ارزښته شوي او څنډې ته شوي دي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان لسګونه خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او نور تعلیمی مرکزونه د اقتصادي سقوط او ستونزو له امله تړل شوي.

7 COMMENTS

  1. دا خو د ګران هېواد د اوسني او راتلونکي نسلونو لپاره يوه ستره بريا، هيله او زېرمه ده.
    څښتن تعالی دې زموږ پر حال ورحميږي او په دې کار سره موږ نسلونه – نسلونه شاته پاته کيږو.
    د اوسنيو واکمنانو رسميت پېژندنه عادي خبره ده. که څوک يې په رسميت پېژني يا نه، خو پوهه او د پوهې اړوند وسايل اخېستل زموږ نسل وژنه ده بله څه نه دي او دا کار زموږ ځينې مغرض ګاونډي هېوادونه د خپلو شومو موخو لپاره تر سره کوي.

  2. الله پاک دې ژر تر ژره دا ورځې تیرې کړي، او الله پاک دې بیا دې هیواد ته آزادي، خپلواکي او مشروع نظام راولي. د ظلم او جهالت د تورتمې شپې د تیرېدو په تمه او د روڼ سهار د راتلو او روښانه لمر د راختو په هیله !

  3. تر څو چې دالله په رسۍ تړلی یې ، نه به انسانیت وي او نه عدالت ! او که چیرې دالله نوم له میدانه لري شه بیا به انساني ژوند راځي د الله او محمد مذدوران خپل تجارت کوي ، رنګ دې ورک شي لوی اپت دي !

  4. تاند والا دا څه مو روان کړی دی؟؟؟
    قصداً خو به د مرتدانو ژرنده نګرزوۍ؟؟؟
    نو بیا ولې د هر مرتد منافق لوپر زهرجنو کفری خبرو ته دلته ځاې ورکوۍ؟؟؟؟
    طالبان مکتب څنګه پریږدی چه پورته شان خره ځناور او خنځیران روځی.

  5. لوفره : کله چه څوک د الله ج او محمد ص څخه انکار وکړی هغه یا مطلق لیونی وی او یا مطلق کافر او دهری وی. کیدایشی ته به هم په دغی دواړو کی یو یی.
    د تاند اداری ته: تاندوالو که دغه پورته تبصره چه لوفر پکی د الله ج څخه انکار کړی، د خپلی دغی صفحی څخه لري نکړی، زه وطندار به د تاند صفحه ونه ګورم.
    تاند پوه شه او لوفر

  6. په علمی او منطقی فضاء کی د مذهب او دین او نورو فکری مسلکونو تر منځ بحثونه او متقابل نقدونه د نفی او غندنی وړ نه دی خو دا به ډیره احمقانه کړنه وی چی مثلاً:
    یو مسلمان د مړی غوا لکی پلاس کی نیولی او د هندواڼو په معبد ور ننوځی او د هندواڼو مذهبی احساسات را وپاروی
    یا
    یو هندو کس پخپل مذهبی لباس کی یو مسجد ته ور ننوځی او د مسلمانانو عقائدو ته سپکاوی وکړی.
    بناً
    هر څوګ اختیار لری چی ځان ته د الحاد او بی دینی لیاره غوره کړی خو دا حق نلری چی په عام محضر کی هغه څه تر ګوتو او قلم او ژبی را وباسی کوم چی ددی محضر د اکثریت وګړو د عقائدو پر ضد وی.
    د وطندار جان ورور او طالب جان ورور خښم او اعتراض بالکل پر ځای دی.

  7. کله چه به ما په تاند کی د پښتنو تبصری لیدلی او لوستلی نو ماته تاند د پښتنو میلمستون، حجره او دیره ښکاریده.

    لوفر ته ما مخکی په تبصره کی لیکلی وه، چه په نړی کی ۲ میلیارده مسلمانان مه خفه کوه. مګر هغه بیا خپله وعده ماته کړه.

    ماته به هم ډیره سخته وی چه د خپل رب او ذات په هکله دغه ډول تبصری وګورم.
    ورونو دخدای په امان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب