جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی

عباس ستانکزی متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی

تاند:( سې شنبه، د حمل ۸ )  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی په یوه سفر متحده عربي اماراتو ته تللی.

نوموړي په دوبۍ کې طالبانو ته د افغانستان د تازه سپارل شوې کونسلګرۍ له مسوولینو سره لیدلي، خو د سفر نور جزیات یې نه دي روښانه شوي.

ستانکزی د طالبانو د قطر سیاسي دفتر له مهمو غړو ګڼل کیږي، چې د دوی له بیا واکمنیدو سره منزوي شوی او د اصلاح غوښتنې لپاره یې پورته شوی غږ بیرته غلی شوی.

هغه څو ځله په کنایوي ډول د طالبانو د نالیدل شوي مشر ملا هبت الله او افراطي پریکړو په اړه یې  نیوکې کړې وې، خو وروسته ویل کیږي چې کندهار ته احضار او له فشار لاندې راتلو وروسته له خپلو نیوکو په شا کیدو ته مجبوره شو.

د ستانکزي دا سفر په داسې حال کې دی، چې د طالبانو او نړیوالو ترمنځ د تعامل هڅې لا هم دوام لري او طالب مشران ډېر ځله د دغو هڅو پر وخت د قطر دفتر غړي بهرنیو دیپلوماتانو سره خبرو ته وړاندې کوي.

1 COMMENT

  1. ستانکزی دکلونوراهیسې په اماراتو کې اوسیږې اولادونه یې دلته په تعلیم بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب