جمعه, اپریل 19, 2024
Home+کله باید هوږه ونه خورو؟

کله باید هوږه ونه خورو؟

ډاکتر رحیم

هوږه پر دې سربېره چې ډېرې ګټې لري، د ځينو کسانو لپاره، چې خاص شرايط لري، ښه نه ده او باید ویې نه خوري.

هوږه د دودیز طب يو له اساسي درملو څخه شمېرل کېږي او د روغتیا لپاره خورا ډېرې ګټې لري، خو د ځينو خلکو لپاره، چې په خاصو حالتونو کې قرار لري، په هېڅ صورت د هوږې د خوړلو سپارښتنه نه کېږي.

شپږ ډله کسان چې د هوږې خوړل ورته تاوان لري او د تنفسي ستونزو د رامنځته کېدو سبب کېږي.

هغه وختونه، چې بايد هوږه ونه خوړل شي يا بهتره ده، چې ووايو د دغو شرايطو لرونکي کسان دې د هوږې د خوړلو څخه په کلکه ډډه وکړي.

د مطلب په دوام کې درسره د هوږې د نه استعمال او خطراتو معلومات شریکوو.

هغه کسان، چې د وينې د غوټه کېدو ضد درمل کاروي

هوږه د وينې د جریان طبیعي ضد درمل دي، په همدې دليل سپارښتنه کېږي، چې د هوږې له خوړلو ډډه وکړئ، ځکه د وينې د شديد جريان د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

د زړه ټکان

که چېرې د هوږې له خوړلو وروسته د زړه ضربان احساس کړي، نو بهتره ده، چې ونه خوړل شي.

اومېندواره مېرمنې

د اومېندوارۍ په دوران کې بايد له هوږې ګټه وانخيستل شي او که وي هم، بايد د ډاکټر له مشورې سره استعمال شي.

د وينې ټيټ فشار

که چېرې د وينې ټيټ فشار ولرئ، نو سپارښتنه کوو، چې د هوږې له خوړلو ډډه وکړئ، ځکه د هوږې خوړل د فشار د را ښکته کېدو لامل ګرځي.

د ځيګر ناروغان

د هوږې خوړل د درملو اثرات په بدن کې راکموي، ډېرى درمل په ځانګړي توګه د ځيګر ناروغۍ او د حمل اخيستو درمل بايد له هوږې سره هممهاله ونه خوړل شي، ځکه کېداى شي، بر عکس پايلې ولري.

او په پاى کې هم، دا چې د هضمي سيسټم ستونزې

هوږه د هضمي سيسټم لپاره صقيله ده، نو که ستاسو د هاضمې سيسټم حساس وي، نو د هوږې له خوړلو پرهېز وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب