Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمیدان وردګ پوهنتون کې د ۱۹ میلیونه افغانیو پروژې بشپړې شوې

میدان وردګ پوهنتون کې د ۱۹ میلیونه افغانیو پروژې بشپړې شوې

تاند:( سې شنبه، د حمل ۸ )  د میدان وردګ ولایت په پوهنتون کې د ۱۹.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستلو ته وسپارل شوې.

د دغه ولایت چارواکو ویلي، چې  د ۴.۵ میلیونه افغانیو ترمیماتي ، د ۵ میلیونه افغانیو د سولري بریښنا ، د ۷ میلیونه افغانیو د کمپیوترلب او سولري بریښنا، د ۲ میلیونه افغانیو د کتابتون لپاره د پارټیشننو ، د ۴.۲ میلیونه افغانیو د پوهنتون د زرغونتیا لپاره د سولري بریښنا او د اوبو رسولو ، د ۸ لکه افغانیو د انترنېټ او د ۷ لکه افغانیو په ارزښت د تجهزاتو پروژه چې ټولټال پینځه پروژې کیږي، بشپړې شوي.

چارواکو د دغو پروژو د تمویل او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

میدان وردګ د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د طالبانو د شل کلنې جګړې له امله پکې د بیارغونې پروژې ډېرې کمې عملي شوي او خلک یې له ډېرو ستونزو شکایت لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...