پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ښوونیزو هڅو مخکښ فعال مطیع الله ویسا نیولی

طالبانو د ښوونیزو هڅو مخکښ فعال مطیع الله ویسا نیولی

تاند:( سې شنبه، د حمل ۸ )  راپورونه وایي، چې د طالبانو د رژیم ځواکونو د افغانستان د تعلیمي هڅو یو مخکښ فعال مطیع الله ویسا نیولی.

د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې، ښاغلی ویسا د دوشنبې په ورځ کابل کې نیول شوی.

ویسا د کندهار اوسیدونکی دی، چې له ډېرو کلونو راهیسې یې د قلم لار په نوم یوه ټولنه جوړه کړې او د ښوونیزو هڅو د پراختیا لپاره مبارزه کوي.

هغه د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې هم دغه هڅې ترسره کولې او زیات تمرکز یې د نا امنۍ له امله له ښوونیزو فعالیتونو پر محرومو سیمو و.

ویسا په وروستیو کې د افغانستان له ډېرو کلیوالو سیمو، چې طالبان او بهرني پلویان یې پکې د نجونو له زده کړو سره د ولسي مخالفت ادعاوې کوي، د خلکو غږ منعکسوه، چې د نجونو د تړلو ښوونځیو بیرته پرانیستل یې غوښتل.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د نوموړي نیونه او د طالبانو ورته داسې عملونه غندلي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د کابل په لویدیز کې طالبانو د نجونو د زده کړو د بیرته پيل په ننګه د ښځو د یوه ځپل شوي لاریون ۳ فعالانې هم نیولې وې او د نړیوالو فشارونو له امله یې پرون بیرته خوشې کړې.

2 COMMENTS

  1. ښاغلو طالیبانو چه ښاغلی ویسا مو نیولی دی. پدی خاطر چې د انجونو د تړلو ښوونځیو بیرته پرانیستل یې غوښتل.
    نو بیا خو ښاغلی یعقوب مجاهد، سراج الدین حقانی، عباس ستانکزی او دغو ته ورته طالیبان هم ونیسی. ځکه د ښاغللی ویسا او دغو نورو ښاغلو غوښتنی یو شی دی.
    اسلام وای څه چه ځانته غواړی هغه نورو ورونو ته هم وغواړه.

  2. دا هر څوک نیول ،ډبول او شکنجې د اجرتی قاتلانو ، ملت دښمنه عناصر او د بدوی جاهلو خونخورو روش دی ، په تاریخ انسان او بیا اسلام کی کوم دروند او د عزت ځای نلری ؛ او د بلې خوا دا رویه د سالم انسان نده ، په نورو حملی ، د مومن مجاهد سپکول ، غیر اخلاقی لاس او خوله کارول ، د صلاحیت او اعتبار نه غلطه استفاده دا ټول بهیمی او د داړونکو خصوصیات دی له ایمان او اسلام سره هیڅ تړاو نلری دا نوی جاهلی بدعت دی چي انسان او مسلمان شرموی او ښکرور حکام یی د قدرت نمایی لپاره په یوویشتمه پیړۍ کی تجربه کوی ،که مقصد اصلاحات او خدمت وی په خوږه
    ژبه، حکمت ، موعظه حسنه ،عدالت او محمدی روش او قانون سره په لږ وخت کی ډیر کار هغه هم
    په مینه ـ عبادت ګونه په حیرانوونکی انداز کی کیدای شی ، خو په جبر و اکراه او یا بهیمی درندګۍ سره الا تنفر او کرکه نور څه قطعاََ نلری ، د انسانیت او اسلام تاریخ پری شاهد دی ۰
    خلاصه دا چي د تعلیم او مومن ملت سره بهیمی چلند د ایمان او اسلام سره هیڅ تړاو نلری ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب