پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+خلک څنګه طالبان سول؟

خلک څنګه طالبان سول؟

اعتراف کوم; زه په کور کي اکثر له میلمنو پټېدم.

خو مور به په زور میلمنو ته راوستم چي خبري او جانداري (جهانداري) وکړم.

 
 یو وار زما د مور ماما راغلی و.
هغه محترم درې اساسي مشکلات لرل: بې حده زیاتې خبري یې کولې، ډېر زیات چاي یې څښل او حتمي به یې ډوډۍ خوړه.
دې مسلو زه پازابولم.
یوه ورځ چې راغی، د کالیو په المارۍ کې پټه سوې وم.
مور مي راساً د آلمارۍ دروازې ته راوست او زه يي رسوا کړم.
په ازادي راډیو کې زموږ ریس، مرحوم اکبر ایازي هم لکه زما مور داسي په ما پسي ذره بین ګرځول. کله چي به خاص میلمانه راغلل، زه به يي حتمي ور غوښتم چي میلمانه وګورم، خبري او جانداري وکړم. ایازي صاحب بې حده مډرن فکر خو په عين وخت کي بي حده وطني عادتونه لرل او زه ورباندي ګرانه وم. وطني عادت يي دا و چي څوک به ورباندي ګران ول، مخامخ به يي پټکې ورباندي کولې خو په مهمو بحثونو کي به يي را مخکې کول او فخر به يي کول چي مثلاً، وگورۍ زه داسي خلک لرم. خو د ميلمنو سره مي نه لګېده او دا ما ته د ایازي صاحب خبره وه: “نجلی بیا په کم غار کي پټه نه سې. دا بیخي درانه خلک دي، حتمي به راځې او ښې ښې خبري به کوې.”  هغه وخت به مي سخت قهر ورته راتلل.
خو اوس پوهیږم چي ایازي صاحب پر ما فخر کول. یوه ورځ مرحوم تاريخپوه ، ډاکتر حسن کاکړ زموږ دفتر ته راغلی و. د کاکړ صاحب سوال مي هېر دی خو زما په یاد دي چي ما وويل: زه افغانه یم. زما تر څنګ یوه ډیره پخه او زړه زورنالیسته (نوم يي نه اخلم) ولاړه وه . ما ته يې مخ را واړول، او ويي ویل: افغان هستی یا اوغان!؟ ما ځواب نه لرل. ایازي صاحب مي وليد چي عصاب يي خراب سول او رنګ يې بدل سو خو څه يي ونه ویل.
 ایازي صاحب د ملي وحدت سخت پابند انسان و.
ایازي صاحب پر داسي مواردو چي قومي بحثونه یې پیدا کول سخت حساس و. خو د ایازي صاحب هغې خاموشۍ او بې رنګي سخته متاثره کړم. موږ په کور کي ځان ته افغانان ویل او شاؤخوا خلک هم، زموږ له نظره افغانان ول.
 په مکتب کي بې واسطې، پښتنه ، عمومي اولنمره وم.
اوس چي ورته ګورم، نادره خبره وه او لا هم ده.
 معلمانی مي تر تاثیر لاندي وې.
مثلاً، کله چي به معلمې پر تخته سوالونه حل کول، ما ته به يي کتل چي غلطي پکښې را پیدا نکړم.
ماته یې څه نه ویل. شاؤخوا ته نجونو به چا په ازموینو کې د مرستي لپاره او چا د اولنمره ګۍ تر تاثیر لاندي چاپلوسي راته کوله. داسي ګستاخي مي نه وه ليدلې. البته ، دا هم ده چي زموږ ولسي او عادي خلک که د هر قوم دي، تر دا نیمچه باسوادانو چي زیات کار يې(گفت و گو ) دی زیات حلیم او مؤدب دي. هغه د اوغان خبره مي هیڅ کله له ذهنه ونه وتله او تر ٢٠٢١ زیږدیز کاله پکښې نښتې وم.
اوس ايله د سوال مرحلې ته رسېدلې یم. اوس فکر کوم چي موږ ولي د خپل هویت په اړه بې ځوابه یوو؟ که دا وطن احمد شاه ابدالي جوړ کړي، موږ ولي پوروړي یوو؟ تر کومه وخته به شَف – شَف لرو ؟ موږ ولي په زاریو او عجز ژوند کوو؟ ایا وطن په زاریو وطن کیږی؟
که په عجز او زاریو وطن جوړېدلائ خو اشرف غني به جوړ کړی وائ.
اشرف غني ۸ کاله زارۍ وکړې، نتيجه يې څه سوه؟
یو کرام الدین کرام يي له پنجشیره په يو نيم لک اردو نه سوائ را ایستلائ.
علیپور د ملي اردو عسکر وژلي و او سرې سترګي ولاړ و او چا ږغ نه سول ورته کولائ.
ولي؟
 په دې چې ولسمشر پښتون و؟
نو څه چي پښتون و؟
له سلو تاجکانو او هزاره ګانو يي ګټلې وه.
هیڅ څوک یې له کاندیدۍ نه ول منع کړي.
رایې غلا کړې وې؟
د بل هيڅ چا د غلا لاره هم نه وه تړلې.
اشرف غني د پښتونولۍ پر اساس ځان نه و کاندید کړی.
اشرف غني د پښتونولۍ په خاطر نه وه ګټلې.
نو بیا يي ولي خولې او لاس ته د پښتو بند لویدلی و؟
ایا موږ د حقیقت له ویلو شرمېږو؟
ایا موږ د ځان له تعریفه ویره لرو؟ ایا موږ ډارېږو چي زموږ حقیقت به نور خوابدی کړي؟
دا ویل چي زه افغانه/افغان یم، په دې وطن کي حق لرم او دلته بر باد سوی یم د هیڅ چا پر حق تیری ندی.
زموږ کلي بمبارد سول.
زموږ پر کورونو چاپې ولوېدې.
زموږ ټول نسل بی سواده سو.
خو موږ لا پوروړي یوو؟
د چا؟؟؟
موږ ولي پر خپل لوی غم له ژړلو عار کوو؟
په وروستیو ٢٠ کلونو کي داسي ډېر راپورونه هم خپاره سول چي ځینی ترجمانانو به عمدا ً بهرنیانو ته غلطه ترجمه کوله چي د پښتنو پر سيمو بمبارد وکړي، پښتانه د تروریست په نوم ونیسی او زنداني کړي.
اشرف غني وویل چې د بګرام او پلچرخي زندانونه له پښتنو ډک دي.
ایا هغه ټول تروریستان ول؟
زما په یاد دي، کله چې به داسي راپورونه خپاره سول، ایازي صاحب به ویل: یا، یا موږ باید ملي فکر وکړو، لوی فکر وکړو، داسي مسایل په وطن کي بې اتفاقي راولي، دا مه خپروئ.
خو اوس وفات سوی دی او نسته چي ورته ووایم چي د “پلالي اور درمنده ته ورسېد.”
اوس د ملي وحدت پر درمنده اور بل دی. اوس ډیر کسان دومره ګستاخ سوي چي مخامخ راته وايي: افغانستانه قبول ندارم.
خو اوس زه له ځانه وېره لرم.
وېره لرم چې زه هم لکه اکبر ایازي، د ملي وحدت تبي نیولي یم او اکثر چا ته حقه خبره نسم کولائ.
وېره لرم چې خوا به يي بده سي.
یا به د حسینه ګل تنها خبره سمه وي چې لیکلي یې دي:
موږ ته د خپل هنر اظهار جانانه کله راځي
مونږه د وخت او زمانې سیالي کولائ نه شوو
 
مونږه د خپل قسمت په هره فیصله کي نه یوو
مونږه د خپل الفت په ښکلي زمانه کې نه یوو
 
دا خبره یې منم چې لیکلي یې دي:
 
مونږه د خپلي میني سر ته مدام اوښکي څڅوو
مونږه د خپل اواز په هره زوروره مرۍ
د خاموشۍ چړه را کښلې ده څه ویلائ نه شوو
 
مونږه په خپل قلم د خپلې ځوانۍ مرثیې تل لیکلي
مونږه د خپل وجود همه پسرلي
لوخړه کړي دي ایره ایره یوو
 
 
حسینه ګل پر ځاي پوښتنه کړې چې:
 
اخر تر څو به داسي؟
مونږ د حالاتو مخکې سر ټيټوو؟
 
حسینه ګل دا هم لیکلي:
 
راځئ چې خپلې جذبې وپېژنو
راځئ چې مړې حوصلې بیا ژوندۍ کړو
چېرته خو یوه فیصله خپله وکړو
 
راځئ چې خپلې اوښکې وچې کړو مرۍ تازه کړو
یوځل چي بیا ملاله وکړي ټپه
راځئ چې بیا سندري ووایو ، د ژوند سندرې
هغه زما ورکه سندره ، هغه ستا سندره
 
راځي چې خپلې معنې وپېژنو
ځان پرې پوي کړو ، بل پرې پوه کړو
نوی تازه فکر پیدا کړو
انقلاب راولوو
 
نوي اسمان ته چې د نوي ژوندون لمر وبښو
نوي ژوندون ته چي د نوې ادا چل وښیوو
 
خو زما سوال دا دی چې: څرنګه ؟
 
حسینه ګل تنها نه دي لیکلي چې موږ څرنګه په داسي تاریکي او خاموشي کي خپلې ورکې سندرې بیا پیدا کوو؟
نوټ : ما د حسینه ګل تنها صاحبې د دې ښکلي شعر ځیني برخې راخیستي دي نو معذرت ځیني غواړم .
 
تاسو یې پوره شعر، دهغې په خپل ږغ کې دلته اورېدلائ سئ:

2 COMMENTS

  1. آغلی خور فرشته جلالزۍ مننه کله کله نابلدی او خوندوری لیکنی کوی.

    زه به ستاسی دغه عنوان خپل ځانته په سوال بدل کړم:
    جلالزۍ : خلک څنګه طالبان سول؟
    وطندار : خلک ځکه طالیبان سول چه کله به ګلمرجانخیلو او پنچرمیانخیلو غټی چوکۍ او ډالری بیالودي. نو بیا به یی زمونږ مشران لکه کرزی بابا او غنی بابا د طالیبانو په نوم یادول. نو ښکاره خبره ده چه مونږ خلک ځکه طالیبان سولو.

    : کله چه د فرانسی د ایفل برج لاندی د احمد مقصود او نورو پنچرمینانو په حظور کی د احمد ضیآ مقصود زوی وای، چه مونږ داعیش یاستو، ځکه داعیش، خراسان، غواړی، افغان ضد دی، د پښتنو ضد دی او نور او نور….
    اغلی جلالزۍ نو بیا د داعیش څخه خو طالب ښه دی، نو مونږ خلک ځکه طالیبان سولو.

    : کله چه د غنی بابا لمړی معاون استرالیا ته د کرکټ د بندیدو وای ولی؟ په خپله پوهیږی پ…ن
    د غنی بابا دوهم معاون بی دانشه په نیوزیلاند کی د افغانستان د تجزیی خبری کوی، ولی؟ ځګه بابا ورته ورور ویلی وه.
    او د ډاکتر نجیب الله د مرکزی کمیټی معاون (فرید مزدک) په روسیه کی په یوه ویدو کی وای چه نجیب الله نشنلیست وه، او پښتانه داس او داسی دی.
    بیا عطاګی، دوستم، محقیق، پدرام او ځینی نور ورته زورواکان زما افغانیت نه منی، نو مونږ خلک ځکه طالیبان سولو.
    او داسی نوری خبری………….
    خدای دي وکړی چه ستا دلیکنی څخه بهر شوی نه یم او هم می سوال ته صفر اعشاریه صفر صفر یو ځواب ورکړی وی.
    مننه

  2. سلام
    کوم خلک؟
    فرشته جانې خورې :
    ستا سوال/ بوښتنه پېچلې ده
    که زه ځواب در کړم په زغرده
    ندیم ته معما ء او ناچله ده
    خلک ځانګړی تعریف لری ، پوهه او تحریک لری کم وایی ډیر سوچ او تحلیل لری . بوجي بوجی خبرې څه په کار، په هرچینل کې دا ګفتار څه په کار،زور ازمایی ښکر په ښکر جنګیدل څه په کار، داصنعی پخوانی اوسنی القاب څه په کار ، نیمچه،بشپړ، کتلیست ، اپورتونیست ، ټيبر باسواد څه په کار.سواد یوازې لیکل او لوستل نه دی بلکې بشپړ افهام لری.
    علم وژونکی یو نسل له منخه وړونکی څه په کا ر. محافظه کاره صم بکم عمی ولس څه به کار ، ستاخبره سمه ده شف شف شفتالو رغنده ده، هو!
    خلک ځانګړی تعریف لری
    حالت ګوداګی شوی قدرت یوم البدتر شوی واجب القتل هم اعلان شوی . سرتمبګی دشپانه ده داخوسکی کله باسواد شوی ، په نزاکت د موضوع یې کله سرخلاص شوی علم خو بشپړه مانا لری اهمیت د«اچ تو او» ثابته فارمو لا لری نو خکه ایها الناس ته ګټه یکسان لری
    پکه دادې لا بله سپکه چې موږ لا شک لرو په ځمکه چې داکار عار لری. بګو مګو په توله نړۍ کې هر ډګر او ډېران لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب