شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهپروني ځانمرګي ته غبرګون؛ مولوي کبیر: داعش عناصر مو ختم کړي

پروني ځانمرګي ته غبرګون؛ مولوي کبیر: داعش عناصر مو ختم کړي

تاند:( سې شنبه، د حمل ۸ ) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل پروني ځانمرګي برید ته په غبرګون کې ادعا کړې، چې طالبانو داعش ځواکونه ختم کړي.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د اسلام دمبارک دین او انساني اصولو خلاف عمل دی چې په هېڅ وجه نشي توجیه کېدلای.

مولوي کبیر د طالب چارواکو هغې ادعا ته په اشارې چې وایي د بهرنیو چارو وزارت سړک ته ننوتونکی ځانمرګی بریدګر یې د ځواکونو له لوري په نښه شوی او وژل شوی، د طالب ځواکونو دغه کار ستایلی.

هغه دا ادعا هم کړې، چې د دوی د ځواکونو د اقداماتو په پایله کې داعش وسله وال ختم شوي او په وینا یې، اوس دوی له عامو خلکو غچ اخلي.

د طالبانو منتقدینو بیا ویلي، چې بریدګر خپله د طالب چارواکو په قول د بهرنیو چارو وزارت سړک ته ننوتونکی و، چې په نښه شوی.

د طالبانو منتقدانو دوی ته په خطاب کې ویلي، چې ورته بریدونه مخکې هم د اسلام خلاف وو، خو دوی ترسره کول او اوسني بریدګر په عین شکل د طالبانو پلونه تعقیبوي.

د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې( ملي مقاومت جبهې) بیا تور پورې کړی، چې داسې بریدونه د طالب مشرانو د خپلمنځي اختلافاتو له امله د یو د نښه کولو لپاره ترسره کیږي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاسي څېرو یاد شوی برید غندلی.

په ځینو راپورونو کې د دغه برید تلفات ۶ ملکیان او د طالبانو په ګډون ګڼ ټپيان ښودل شوي، خو ځينې سرچینې د طالبانو مرګ ژوبله هم زیاته بولي.

1 COMMENT

  1. تاند:( سې شنبه، د حمل ۸ ) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل پروني ځانمرګي برید ته په غبرګون کې ادعا کړې، چې طالبانو داعش ځواکونه ختم کړي.

    نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د اسلام دمبارک دین او انساني اصولو خلاف عمل دی چې په هېڅ وجه نشي توجیه کېدلای.
    که د ها بلې ورځي د تنظمونو ماین چاودنو، پلونو ړنګولو،ښوونځیو سوځولو، سړکونو ورانولو، کلینکونو الوزولو او خپل منځي جګړو او عامه شتمنۍ کباړولو او … ته او بیا هم دطالبانو ورته بریدونو، پلونو ړنګولو، ښوونځیو سوځولو، سړکونو ورانولو، کلینکونو الوزولو او خپل منځي جګړو، لکه له محمدرسول اخندزاده ملا منان نیازي، مهدي او سره جګړو ته توجیه نه وای موندل شوي نو اوس به دې بریدونو ته هم توجیه نه وای او مردود به وو. خو افسوس چې پورته ټولې ناخوالې په خوار ولس د جهاد په نوم توجیه کیدې په حقیقت کې جګړه د قدرت او امریکا له خوا رهبرې کیده. نن هم طالب د دایش په مرګ خوشحاله کیږي هم امریکا – نو خلک تر دې لویه توجیه نه غواړي. چې طالب او امریکا سره یو دي. وګورۍ د خلیلزاد ټویټ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب