پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهیونیسف: ناچاودو بمونو تېره اونۍ ۸ اوسپنه ټولونکي افغان ماشومان وژلي

یونیسف: ناچاودو بمونو تېره اونۍ ۸ اوسپنه ټولونکي افغان ماشومان وژلي

تاند:( دوشبنه، د حمل ۷ ) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې دفتر (یونیسف) اعلان کړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۸ افغان ماشومان د ناچاودو بمونو د چاودنې له امله وژل شوی دی.

یونیسف پر دې پېښو د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل، چې دا چاودنې د ماشومانو د لوبو پر مهال نه دي شوې، بلکې له بېوزلۍ د دوی د کبار ټولولو پر مهال وژل شوي دي.

یادې ادارې د دغو ماشومانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې زیاته کړه: په ۲۰۲۲ (۱۴۰۰) کال کې به له ۷۰۰ څخه زیات ماشومان د ناچاوده ماینونو او د جګړې د پاتې شونو له امله وژل شوي یا معیوب شوي وي.

د ماشومانو د ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر دا هم ویلي چې هڅه کوي چې ماشومان او کورنۍ په افغانستان کې د کیڼ لاسو ماینونو، ناچاودو بمونو او د ناچاودو توکو له امله د رامنځته شوي زیانونو په اړه پوهاوی ورکړي.

 د خپرو شویو شمېرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره مربع ماینونه شته چې پاکولو ته اړتیا لري.

ویل کیږي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو او افغانستان سره د نړیوال تعامل د ډېر کمښت له امله د ماین پاکۍ موسسو فعالیتونه هم کمرنګه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب