Homeخبرونهپاکستان وروستۍ ۲۰ اوره سیالي وګټله خو افغانستان د لوبلړۍ ګټونکی شو

پاکستان وروستۍ ۲۰ اوره سیالي وګټله خو افغانستان د لوبلړۍ ګټونکی شو

تاند- پاکستان له افغانستان څخه وروستۍ یا درېیمه شل اوره سیالي په داسې حال کې وګټله چې افغانستان د دې لوبلړۍ ټرافي په لومړیو دوو سیالیو کې د بري په خاطر ګټلې وه.

نن (دوشنبه) پچه د لومړیو دوو سیالیو خلاف افغانستان وګټله خو کیپتان راشد خان پرېکړه وکړه چې بیا دې هم لومړی بیټنګ پاکستان وکړي. پاکستان په ۲۰ اورونو کې په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن له پاکستان څخه دوهمه شل اوره سیالي په ۷ ویکټونو وګټله او په دې توګه د درو شل اوره لوبلړۍ ګټونکی شو.

نن بیا پچه پاکستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي. دا ځل پاکستاني لوبغاړو د تیرو دوو سیالیو خلاف ښه بیټنګ وکړ. دوی په ۲۰ اورونو کې، چې ۷ لوبغاړي یې بایللي وو، ۱۸۲ منډې وکړې چې دا د افغانستان لپاره خورا لوړ هدف و.

د پاکستان لپاره تر ټولو ډیرې منډې سایم ایوب وکړې. ده په ۴۰ توپونو ۴۹ منډې وکړې. خو په باولینګ کې د پاکستان کیپتان شاداب خان نه یوازې ۳ افغان لوبغاړي وسوځول بلکې ډیرې کمې منډې ورکړې. ده په ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او له همدې کبله د نننۍ مسابقې فوره لوبغاړی وپېژندل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...