جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد قطر د شاهي کورنۍ یوه غړي د هلمند بهرامچه کې ۳...

د قطر د شاهي کورنۍ یوه غړي د هلمند بهرامچه کې ۳ پروژې پيل کړې

تاند:( دوشبنه، د حمل ۷ ) د هلمند په جنوبي ولسوالۍ بهرامچې کې، چې د افغانستان په کچه د نیشه یي توکیو د قاچاق مهمه ترانزیتي لاره ګڼل کیږي، د قطر د شاهي کورنۍ یوه غړي د یوې مدرسې، یوه ښوونځي او یوه روغتیایي مرکز د جوړیدو چارې پيل کړې.

د هلمند طالب چارواکو ویلي، چې دا پروژې د قطر د شاهي کورنۍ د غړي حمد بن عبدالله بن محمد الثاني په مالي لګښت عملي کیږي.

طالبانو د یادو پروژو مالي لګښت او نور جزیات نه دي روښانه کړي، خو ویلي چې دا له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې په بهرامچې کې لومړنۍ رغنیزې پروژې دي.

له دې سره، یو شمېر څارونکي د افغانستان د لویدیز او سویل په سرحدي سیمو کې د عربي هېوادونو د ورته پروژو تمرکز ته د شک په سترګه ګوري او وایي، چې په دې اړه باید د هر رژیم حاکمان محتاط او دقیق واوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب