د روژې لومړۍ جمعه وه، د جومات مخه سوالګرو نيولې وه، سړيو يوې څنډې ته او ښځو بلې څنډې ته د سوال څادرونه هوار کړي وو. لمونځغاړي تر پخوا څو چنده زيات وو، تر جومات دباندې سړک يې هم نيولى وو، خلکو لمونځ کاوه خو سوالګر د سوال په تمه داسې بېغمه ناست وو، تا به ويل بېخي لمونځ ورباندې فرض نه دى
کله چي د جومات امام سلام وګرځاوه، اوږده دوعا يې وکړه، د ناروغيو، بدمرغيو او لوږې د ختمېدو غوښتنه يې وکړه، خلک د دوبي د ګرمۍ روژې تږي کړي وو، سنت لمونځ يې کورونو او دوکانونو ته پرېښوو، ډله خلک- چي اکثرو يې چپل، څپلۍ، بوټونه په لاس کې را اخيستي وو- د جومات د لويې دروازې پر خوا را مات شول
د جومات د دروازې يوې بلې څنډې ته ناستو سوالګرو په لوړو ږغونو خپلې غوښتنې تکرارولې:
– د خداى په رضا څه راکړئ، چي روژه مات مو سي!
– خداى مو په روزي کې برکت واچوه، خالي لاس مه تېرېږئ!
– د دې مبارکې مياشتې په خاطر جېب ته لاس کړئ، بچي مي له لوږې مري
اکثره لمونځغاړي تر سوالګرو ښوى تېرېدل، په تېره بيا هغه چي نوي نوزي کالي به يې اغوستي شتمن مالومېدل او په بدن څاربه وو، په بيړه به د خپلو دوکانونو او کاروبارونو خواته روان وو، يو- نيم کس به د سوالګرو سويو ږغونو او فريادونو ورته تم کړ او پر هوار څادر به يې پينځه- لس روپۍ ور وغورځولې.
په نيم ساعت کې ټول جومات له خلکو خالي شو، سوالګرو هم له خپلو څادرونو د پيسو په را ټولولو پيل وکړ، د چا په څادر کې پينځو، د چا اويا، د کومې ښځې پر پلو باندې به کېداى شي سل يا څه باندې سل روپۍ وې، پيسې يې جېبونو ته واچولې، يو په يوه له سپېرو خاورو ولاړ شول او روژه په خوله، په مړو ګامونو په تاوده لمر د جومات له مخې روان شول، يو سوالګر چي له رنګه نشه يي مالومېده، لمرونو يې په ځوانه ځوانۍ څېره ژيړبخونه توره اړولې وه، تر ټولو شاته منډې را وهلې، د جومات ملا امام د سړک له غاړې دوکاندارانو او لارويانو ته چيغې ور وهلې:
– غل رانيسئ، غل رانيسئ، زما قيمتي کپۍ يې يووړې
د دوکاندارانو سرونه ګرمۍ ګنګس کړي وو، لارويان روژې اخيستي وو او سوالګر نوې نوزې برېښنده زرتاري کپۍ په لاس کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ورک شو.
***
١٢ جولاى ٢٠١٣م کال
کوټه
بیا چا ګیر کړ کنه؟
خیر یوسې بارکوال صاحب، په روژه کې دې د روژې کیسه راباندې ولوسته.