پنجشنبه, اکتوبر 5, 2023
Home+د پروین ملال څو شعرونه

د پروین ملال څو شعرونه

څرګندونه:

څو لسیزې شاته په کندهار کې د برات شپه یا پنځلسی په ځانګړو دودیزو مراسمو نمانځل کیده د بیلګې په ډول مېرمنو به په دغه شپه حلوا اونور ډول، ډول خواړه پخول سپین سرو ښځو به نفلونه او تلاوت کاوه، کوچنیانو او ځوانکیو هلکانو به اورلوبې کولې، ځوانو نجونو او پیغلو به د منګي فال اچاوه هغه دا ډول: یوه اته کلنه یا لس کلنه نجلۍ به یې د ناوی په ډول سینګارکړه او یو منګی به یې چې په ډول، ډول رنګونو به یې ښایسته کړی و د هغې مخ ته کښیښوی، فال کتونکو پیغلو او میرمنو به د خپلو ګیڼو څخه یو یو توکی لکه ګوتمۍ، غاړګۍ، وښی او داسي نور د فال د پاره غوره کړه اومنګي ته به یې ورواچول په دغه وخت کي به یې فال ته منسوبي لنډۍ او مسرۍ ویلي او ناوي کړه شوی نجلۍ به د منګي څخه یوه، یوه ګیڼه را ایستله. یوه ورځ مې په خبرو کي د ډاکتر درمل سره د کندهار د دغه فرهنګي دود یادونه وکړه او هغه هیله راڅخه وکړه چې زه شعر باندې ولیکم. دا لاندې شعر همدغه دود یو انځور زموږ ذهن ته رالیږي چې ما د ډاکتر درمل په هڅونه لیکلې .

اهدا، ډاکتر احسان درمل ته:

د منګي فال

سپوږمۍ پوره شوه تر هلال ووته

د میاشتو، میاشتو بیا تر کال ووته

اسمان یې ښکل کړ بیا چینې، چینې شوه

هره چینه کې یې د نور رېښو لاسونه وکړه

ټوله لاسونه یې تر اسمان راتاو کړل

د اسمان غیږکې یې مهین، مهین مزلونه

وکړه

رود او ساحل به شپه، سپوږمۍ ښکلوي

سپوږمۍ به لولي د څپو پاڼو کې

د یوه کال مزلونه

په مزلونوکې رنګین خوبونه

د شعراو سازه څخه جوړ شورونه

اوبه د کاڼو په ټټر باندې لاسونه وهي

کاڼي یې غیږکې اخلي

بیا یې مزل، مزل پر مزلونو سپارې

وږمې نګهت د سارا

پر سیند اوغرونو سپارې

سپوږمۍ پوره شوه تر هلال ووته

میینه پیغله ترکمال ووته

د برات شپه ده ترجمال ووته

د رڼا، رنګ  سره تر فال ووته

د برات شپه ده، (پنځلسی) دی نجلۍ

منګي سینګار وکړ زلمی دی نجلۍ

د دالان مینځ کې لکه شپول د سپوږمۍ

نجونې راټولي شوی چي فال وګوري

ګېڼو کې رنګ، د بوډۍ ټال وګورې

انګړ کې تاو را تاو سندرې ناڅي

څه د خوښۍ څه د دردونو ناڅي

په رڼاګانو کې رانغښي لوګي

لکه د ړنګو بنګو نجونو،

سپین لاسونه ناڅي

خو زموږ ستوري د اسمان سیند ته لویدلې

نجلۍ

د اسمان سیند کې مو تیارې بهیږي

د منګې فال وباسه

داسي یو فال چې موږ ازاد کړي، د تیارو د ځنځیر

زموږ تڼاکو او زخمونوته ملهم، ملهم

پڼې راوړي

را شه په شین پلو کي

زموږ بڼوڼو ته انګور، راوړه،

انار راوړه،

و، شنډو مځکوته غنم، غنم زامن  ورکړه

تنکي نهالګیو ته ښایسته ترمڼو لوڼې ورکړه

لاس کې د ټولو ځلېدونکې یوکتاب،

لکه زهره لکه پروین ورکړه

او یو قلم د وږم جوړ زرین، زرین ورکړه

د برات شپه ده پنځلسی دی نجلۍ

راشه یو فال وباسه

زموږ د کلې ټول زلمي دی په سفر وتلي

د ژوند ښارونو ته به ورسیږي ؟

موږ ته به سا ه راوړي، خندا به راوړي؟

لارې خونکارې، جفاکارې دی

په هرقدم کې د لرغونو افسانو او د نکلونو،

د دیبانو په څیر،

 وینې ځبېښونکي تږي، تږي ولاړ

هغه چې پاڼې، پاڼې توی شوه

او ریښې یې اغزو وخوړلي

هغه به بیرته شنه شي؟

هغه به بیرته بیا میین شي کنه؟

هغه به ساه سره پخلا شي بیرته؟

د قدمونو به یې هغه وتلي اروا راشي بیرته؟

د براته شپه ده پنځلسی دی نجلۍ

راشه یو فال وباسه

موږ به د خيال و ټاپوګانوته،

هلته چې جوړ دی د بوډۍ د ټال،

د وزرونو څخه جوړ کورونه

هلته اوسیږې د دنیا او مافیها خوښۍ

د هریو کور پربام رازیږې

د رڼا اوباران، د وصلتونو څخه،

شنه، زرغونه، بنفشیې، ژړ

نارنجې ټالونه

 وایه! چې موږ به د رنګونو اونګهت،

 د اوبو، سیند ته کله ورسیږو؟

هلته ډکیږې د ژوندون له اوبو کتار، کتار کټوري

هلته تشیږې د شربت او پېو سپین او رنګین،

خمونه

هلته تشېږې په شیبه، شیبه کې

دشاتو ډک جامونه

زموږ ابۍ ناجوړه

په ټوله کورکې کې مو د تورې تبې،

د بلا ګانو توره ساه نڅیږې

موږ یو بندیان

موږ وږې، تږې او، وچموري ماشومان

زموږ ابۍ ناجوړه،

تش په زګیرویو باندې نه مړیږو

تش په زګیرویو باندې نه مړیږو

د برات شپه ده پنځلسی دی نجلۍ

راشه یو فال وباسه

۲۰۲۲ / ۱۱ / ۳۰

بدرنګه

 کاشکی یو څوک راشې

زما پرشونډو ناست، څو توري واخلې

پرخپلو شونډو باندې وکري

کال دا مهال به دوه بڼوڼه،

د شاتوتو او انارو شنه وي

یو د هغه پر شونډو

او یو زما پر شونډو

کاشکي زموږ د کور پر لاره باندې،

پلونه را شنه شي، د ژرند ګړی د زوی

خیال یې زموږ په دروازه کې ګل شي

زموږ دروازه به ځینځېرې،

سندرې ووایې

بوی د تودو اوړو به،

زموږ تردرشل، را تېرشي

زه به احساس کړمه د ژرندې شیبې

یوه محاله نامحاله میینه

کاشکي یو څوک، د خپل بام د څوکو

زموږ د بام په لورې، سیل د کوترو

زما خوبونو ته راولیږئ

د وزرونو د ښکالو آهنګ یې

د سرو منګولو د پایزیب  شرنګ، شرنګ یې

زما ترګریوان را تیر شي

زما د ټټر د تنهایې پرمځکه د شور سندرې،

لکه سیند وکرې

کاشکي یو څوک لکه، د نورو په شان

لږ پرما هم میین شي

زما پر زړه او اروا  د سپوږمۍ شپوکې،

د بیلور په شان بربنډې رڼا

د سپینو ګلو، اومیینو پرخو،

د شرپ باران وکړي

زما وجود ټوله رڼا، رڼا شي

او د بې باکې میینې په پښو کې سر کښیږدي

سجدې وکړي

کاشکي یو څوک وی

لکه شپه پر اسمان

په لاجوردی او نقره یې پیاله کې

غوړپ، غوړپ رڼا

زما د عشق  او لیونتوب وچيښې

زه به یې ږغ دخپلې خونې پر چوپتیا وګنډم

زه به یې وږم اوږغ  دواړه لکه دوه سپیڅلي،

میین، میین لاسونه

تر خپل ځوانۍ او خپل وجود را تاو کړم

ماته بدرنګه وایې،

خو زه بدرنګه نه یم

څوک خبر نه د ی، چې زما په زړه کې

د بغاوت او لطافت  د ناویلو پسرلیو د لفظونو،

او سندرو یو جهان اوسیږې

د خدای د ټولو کائیناتو، د موسکا په تول،

د محبت او میینې یوستر ارمان اوسیږې

کاشکي یوڅوک خبر شي،

بدرنګه نه یم لا تراوسه داسي سترګې،

غړیدلې نه دی

چې د ښکلا  بار مې خپلو بڼو کې واخلې

بدرنګه نه یم خو تراوسه،

د چا روح او تن ته

زما د میینې جادوګر وږمونه

لکه د ځوان ماښام، د خولې وتلې،

یوڅو میین، تبجن، تبجن آهونه

د نیستان د لارې، د شپول، شپیلۍ

په سوزیدلي، کړیدلي ژبه

د احساساتو په لمن کې رسیدلې نه دی

لایې لوستلې نه دی

بنده کړکۍ یم

زما دننه ښایست څوک حسولای نه شي

بنده کړکۍ یم زما دننه ښکلا،

هیڅوک لیدلای نه شي

۲۰۲۲ /  ۱۲ / ۵

غزل

دومره ستړي یمه، پښې په غیږ کې وړمه

سیوری نه لرم سایې په غیږکې وړمه

ستا ږغونه مې په سا، تن کې ږغیږي

شاته پاته یو څو شپې په غیږکې وړمه

څه آهونه، پرهرونه مې ملګري

څو یادونه، څو شیبې په غیږکې وړمه

د ګریوان  په ورونو لارې، اوښکې لارې

ستوري پېیمه څپې په غیږکې وړمه

خاموشي مې شپه د ځان کړله (پروین) شوم

د خوب ډکې مې لیمې په غیږکې وړمه

۲۰۲۲ / ۱۲ / ۳

1 COMMENT

  1. بنده کړکۍ یم

    زما دننه ښایست څوک حسولای نه شي

    بنده کړکۍ یم زما دننه ښکلا،

    هیڅوک لیدلای نه شي.

    واه ! پروین ملال،
    ستا ښکلا، ستا د مرغلرو په شان پېیل شویو کلماتو کي، له ورایه ښکاري. ستا هره مرغلره، ستا په دنني ژور احساس او لطافت کي رانغښتې ده. مرغلري دي د ژوند چینه ده چی دډېرو بندو کړکیو دخلاصولو توان لري.

    دشعر آسمان دي هیڅکله هم بې پروین نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب