دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهامريکا کې پخوانيو افغان ژباړونکو ته د siv پروګرام د پای ته...

امريکا کې پخوانيو افغان ژباړونکو ته د siv پروګرام د پای ته رسولو هڅې روانې دي

تاند:( شنبه، د قوس نولسمه) د امریکا په مشرانو جرګه کې د سناتورانو تر منځ په افغانستان کې د امریکا پخوانیو ژباړونکو ته د siv پروګرام د ورکولو او نه ورکولو په سر ناندرۍ روانې دي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند یو شمېر سناتورانو یو پرواګرام تایید کړې، چې له مخې ېې د امریکا له دفاعي بودیجې څخه نور يادو ژباړونکو ته د siv پروګرام نه تمدیدیږي.

 ځینو نورو سناتورانو بيا د دې پریکړې مخالفت کړی او افغان همکارانو پر وړاندې ېې د امریکا د ژمنو په عملي کیدو ټینګار کړی.

د امریکا متحده ایالاتو بیا افغان همکارانو سره په دې اړه د کړو ژمنو په عملي کیدو له وړاندې ټینګار کړی دی.

د طالبانو له واکمنيدو سره، لسګونه زره افغان پناه غوښتونکي چې یوه لویه برخه ېې په افغانستان کې د امریکا نظامي همکاران وو، امریکا متحده ایالاتو ته لېږدول شوي او نورو هېوادونو ېې هم په تخلیه کې برخه اخيستې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب