Homeخبرونهژړۍ کې د آس ځغلولو سيالي وشوه

ژړۍ کې د آس ځغلولو سيالي وشوه

تاند:( جمعه، د قوس اتلسمه) د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د ۳۵ آس ځغلونکو لوبغاړو ترمنځ د آس ځغلونې لوبه وشوه.

د کندهار لپاره د طالبانو د ولايتي ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي،چې دغه سیالۍ نن د ژړۍ ولسوالۍ په سنځري سیمه کې وشوه.

سرچینه زیاتوی، چې دغه سیالي د ۳۵ آس ځغلونکو لوبغاړو ترمنځ د آس ځغلونې د لوبغالي د پرانيستلو لپاره وشوه.

د طالبانو په اعلامیه کې د یاد شوي لوبغالي په اړه څه نه دي ويل شوي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره له کندهار څخه د رغنیزو او ورزشي فعالیتونو د زیاتیدو خبر خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر “غازي سردار” د صفیې حلیم زیار | غني حسن

لنډه یادونه: (څه وخت مخکي کندهار کي د ( استعمار پر وړاندي د میرویس نیکه د مبارزې او پاڅون ۳۲۰مي کالیزې اړوند علمي او څېړنیز...