پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+مېړني دي، چې یادېږي | نعمت الله صدیقي

مېړني دي، چې یادېږي | نعمت الله صدیقي

حاجي صاحب…

زه یوازې په کالم نه؛ بلکې په هرډول مطبوعاتو کې د کوم شخصي تړاو او مسایلو د یادولو پلوی ځکه هم نه یم، چې د چا فردي ازادي او مسایل باید د چا پرشخصي عاوطفو او احساساتو ونه بلوسېږي؛ مګر کله کله دا پلویتوب هم د سړي په اختیار کې نه وي، بویه که رښتیا هم بل ته درد ویل زړه سپکوي. له څو ورځو راهیسې مو د کور یو دروند، حلیم او پاک نفسۍ باروبه او سنګین مشر له کوره وتلی او د ګور میلمه دی.
په چا به یو کورګۍ ورانېږي
په ځېنو ځېنو باندې ړنګ شي وطنونه
د خپګان او یاس یوه بدترینه څپه له دې حادثې سره حتمي وه؛ داسې، چې د کور د لویو او وړو په سترګو او زړه کې د اوښکو او ژړا یوه پرجوشه او بې وسه ننداره یو شان وینې، داسې چې د طبعیت پر دغه عظیم قانون به نور څه او څنګه څه وویل شي. خو هغه څه چې د فکر او عمل لار یې سړی وروسته له تلنې هم اعتراف او منښتې ته قایلوي، دا واقعاً په داسې ویلو ارزي، چې “ژوند دې وشي، همداسې او همدومره دې وشي” چې بل ته د خیر او عافیت یوه نښه، موډل او افتخار پاتې شي. هغه له خپل ویاړلي پلاره پر همداسې یوه مسوولانه ژوند خپلو پاتې شونو نسلونو ته یو ایماندارانه او ویاړلی ژوند امانت پرېښود، چې د جنازې او فاتحې مراسم یې د ستاینو او ښیګړو یو جنج و.
هغه سره مو د کور له ماشومتوبه تر اوسه د ژوند څو پړاوونه تېر کړل، دا بېخي د یوه لوی انسان نښه وي، چې په هیڅ پړاو یې بد او زشت درته یاد نه وي، پرته له ښېګړو او خیر رسونې!! ماشومتوب وي، زموږ شوخي او د ده دروند، سنګین او د خپلې سنجیده غصې هغه خپل احساس مو اوس هم په غوږونو کې ازانګې کوي، چې یو څوک یې د خپل بېخي لنډ زوی، ورور او وراره لپاره لري. ځواني وي، زموږ د هغه ناسنجیده رویو په باب یې ناراضي او بیا نصيحتونه او زړه خوړنه یې هم احساسوم. درېیم پړاو یې زموږ له سړیتوب سره د ده د صمیمانه رویې او چلن هغه لورونې وې، چې هېڅکله به مو د ژوند په اوږدو کې د ده د انتهايي مهربانۍ او مېنې له درس او ترحم بې برخې نه کړي.
حاجي صاحب د همداسې یوې نښې په توګه یوازې زموږ د کورنۍ د خپل و پردي د خبرې او سر سړی نه و؛ بلکې هغه د خپل خلاق او زورور ذهن په اساس د ډېرو خلکو د خبرو د خېر او غږ سړی و. ماته یاد شي، چې هغه د معمول برعکس څومره پېچلې مسلې په خورا څومره عالي منطق اودلیل سپړلې او حل کولې. هغه کله هم د رسمي ملک یا د مشرتوب کوم خواهیش نه و لرلی او نه یې هم په همدې خلیه کې چرته له چا د همداسې یو څه لالچ، تمې او امتیازغوښتونکی و؛ مګر جالبه یې دا وه، چې تر دې روایاتي مشرتوب او ملکتوب یې نقش څو چنده ګټور او خېر رسوونکی و.
موږ چې په ټولیز ډول د عامې پوهې او فکر خلک کم لرو یا یې نه لرو په داسې یوه نیستمن او بحراني حالاتو کې سړي ته یوه وړه خلا یا تشه هم په درانه تمامېږي. زه نه پوهېږم چې ولې یې د خپلې برخې د ژوند تجربې او مشورې د باب تشه په دومره شدت نېمګړې او نېمخوا محسوسوم. حاجي مو د همداسې یوې ځېرکې او بهترینې مشورې او تجربې لارښود او مشر و، زه فکر نه کوم، چې له هغه چا هم مشوره یا لارښوونه غوښتي وي، هغه د خپلې پوهې یا لورونې ایماندارانه لار نه وي ورښودلي او یا یې تاوان ورته رسولی وي، د هغه په همدغه اخلاص او صداقت خلک پوه وو او دا یې د یوه انتهايي مسولانه ژوند طرز مهمه برخه وه، چې د بل یا د نورو په مسایلو به یې هم د هغه په غیاب کې د خېر او ثبات هڅه او لار ورته سموله. د ګڼو داسې مسایلو یې شاهد یم، چې یو څوک به نه و، خو ده ته چا راوړې مساله به یې د هغه په موکلتوب ورسره شاربله، ګویا د مقابل د نشتون باوجود به یې د خبرې د حق او د رښتیاوو د پلټنې یوه هڅه ورته کوله. کله یې هم د چا په منځ کې د خپل یار و دوست په طرف حق تلفي او ملګري نه کوله، هغه حتی د خپلو لږ و ډېرو وړو وړو مخالفتونو اندازه هم لګولی شوه، هیڅکله وړو مخالفتونو نه وو احساساتي کړی؛ بلکې لوی مخالفتونه به یې عادي اخیستل او داسې چلن به یې ورسره کاوه، چې د حوصلې او متانت یوه نمونه به یې اختیار کړه. مګر دا په دې مانا هم نه ده، چې ده بېځای او بې محله مصلحتونه او نرمښت زده و؛ بلکې دی په همدومره کچه قاطع، زړور او جدي سړی هم و، چې له مصلحت پرته د نرمې او جدي خبرې پر پېوند هم پوهېده، هغه په همدې اساس هم ما څو ځله د یوه بېل او منفرد سړي په توګه لېدلی او کتلی و.
حاجي صاحب تجربه او پوه دواړه لرل، زموږ په ټولیزو مشرانو کې دغه کمی زیات محسوسېږي، چې د پوهې او تجربې تعدل او توازن یې کم وي او یا یې نشي ساتلی، ده هم پوه لرله او هم یې د تجربې یوه خارق العاده هنر ورسره و. یوازې د پوهې وچ کلک زور یې نه واهه؛ بلکې د همشنۍ ځانګړنې په اساس به یې د خبرو او مسایلو په ژورو کې داسې د نرمښت او متانت لار خپلوله، چې هر څه به په یو معقول ډول خپل طبعي حل ته رسېدل.
یو ډېر بارز او ټولنیز خوی، چې په ډېر کمو خلکو کې یې وینم، په حاجي کې ډېر ځانګړی و، هغه د خلکو د راټولولو او یو محلي وحدت قایمول و، دی چې په هر ځای کې و، د خپلو خلکو د مسایلو ترڅنګ یې خلک پر مړي او ژوندي هم سره منسجمول او د پالنې یا راشه درشه پر یو مرکز به یې ځان اړوه. د ژوند یوه برخه یې د سعودي عرب مسافرۍ کې هم تېره کړې وه، هلته یې د مسافرو ترمنځ د اتفاق او هڅو له برکته اوس هم کڼ خواخوږي او مسافر له خوږو او یووالي برخمن دي.
د مال او شتو له اړخه خدای ډېر څه ورکړي وو، خو کله یې هم خپل عجز او کمیني د هغه بې ځای تکبر او لویوالي پر تصور نه وه غالبه. نه یې لویانو ته سر ټيټ و او نه یې پر بل د سر د ټېټولو تصور لاره. هغه د ډېر څه د لرلو باوجود هم د فېوډال او لوړې طبقې د ژوند کول خو لا لرې خبره ده، چې حتی خواښاوه یې هم نه.!! زه فکر کوم دا زموږ په څېر د طبقاتي کشمکشونو په ټولنه کې د یوه عظیم او لوی سړي نښه ده.
حاجي صاحب په قد ټيټ، خو پر حوصله، پوهه او ځېرکۍ بېخي ډېر دنګ او لوړ قامتی و. له رنګ سکڼۍ و، له زړه بل ډول سپین او سوچه سړی و. د ږېرې سپین یې ځکه هم نه وو، چې لا یې هم د همت او هڅو یوه ځوانه انرژي لرله، د خلکو د فلاح لپاره یې یوه پښه پر کلي او بله یې پر کور او بله ورځ یې پر نورو وطنونو وه. د پلار مې سکه د ترزوی و، خو د دوی ترمنځ د کورني نږدېکت دا حال و، چې کله مو هم د پلار یا تره له سیوري وراخوا نه دی محسوس کړی. په زړه دومره رالنډ، چې حتی د همدې کالم په خاکه کې یې د عنوان حاجي دلاور له نامې سره مرحوم نشم لېکلای.
خدای دې یې هغه دنیا ښایسته کړي او پر ګور دې يې نور وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب