Home+د پروسټېټ سرطان د معلومولو لپاره الیکترونکي پزه جوړه شوه

د پروسټېټ سرطان د معلومولو لپاره الیکترونکي پزه جوړه شوه

تاند- په بریتانیا کې ساینسپوهانو د پروسټېټ د سرطان د پېژندلو لپاره الیکترونیکي پزه جوړه کړې ده.

لومړني ازمېښتونه ښيي چې دا پزه، چې (Diag-Nose) نومېږي، د انسان د ادارو په بویولو د پروسټېټ سرطان تشخیصولی شي.

په الیکترونیکي پزه شاوخوا ۲۰۰ روغ او د پروسټېټ په سرطان اخته کسان ازمېښت شول. د ازمېښت نتیجه په سلو کې ۸۵ دقیقه وه.

تر دې مخکې څېړونکو معلومه کړې وه چې روزل شوي سپي د انسان د ادار په بویولو د پروسټېټ سرطان پېژندلی شي.

ساینسپوهانو دې ته په پام چې له څو لسیزو راهیسې د روزل شویو سپو په وسیله د پروسټېټ سرطان د تشخیص هڅې کوي، د الیکترونیکي پزې جوړولو ته پام وکړ.

دا پزه په حقیقت کې د بویونو د پېژندلو لپاره سینسورونه دي.

په وروستیو کې د جیان لویجي ټاویرنا (Gianluigi Taverna) تر لارښوونې لاندې په دې اړه څېړنې وشوې چې ایا روزل شوي سپي د ادارو په بویولو د پروسټېټ سرطان پېژندلی شي او که نه؟

دا څېړنه له هغې اساسي څېړنې وروسته وشوه چې په دې برخه کې په ۲۰۱۵ م کال شوې وه او پکې څرګنده شوې وه چې سپي په رښتیا هم په دې طریقه د پروسټېټ سرطان معلومولی شي.

ښاغلی ټاویرنا وايي:«موږ داسې ټکنالوژي (وسیله) جوړه کړه چې د پروسټېټ د سرطان د تشخیص لوړه وړتیا لري او امکان شته چې په راتلونکې کې نوره وده هم ورکړل شي.»

د دې څېړنې پایلې د یورولوژۍ په نړیواله خپرونه کې چاپ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...