پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد پاکستان شارژدافیر پر افغانستان د خبرو لپاره له رباني کهر سره...

د پاکستان شارژدافیر پر افغانستان د خبرو لپاره له رباني کهر سره ولیدل

تاند (د قوس ۱۸ مه) د پاکستان شارژدافېر عبیدالرحمان نظاماني، چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت له حملې وروسته پاکستان ته تلللی، د خپل هیواد د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې حنا رباني کهر سره ولیدل.

د پاکستاني رسنیود راپور له مخې، کهر او نظاماني د افغانستان پر حالاتو خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې رباني کهر هم پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، په دې ویاړي چې پاکستان داسې دیپلوماتان لري چې په ویاړ خدمت کوي.

دې همداراز لیکلي چې د پاکستان د حکومت لپاره د خپلو دیپلوماتانو د امنیت خوندیتوب لومړیتوب لري.

د روانې دسمبر په دوهمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت له یوې څنګلوري ودانۍ ډزې وشوې چې له کبله یې د شارژدافیر ساتونکی ټپي شو خو شارژدافیر روغ ووت.

وروسته عبیدالرحمان نظاماني د مشورو لپاره اسلام اباد ته وبلل شو چې تراوسه پورې بېرته کابل ته نه دی راګرځېدلی.

داعش د دې برید مسوولیت ومانه او د افغانستان د طالبانو حکومت وايي چې د حملې یو عامل یې نیولی دی.

پاکستان ویلي چې د طالبانو له حکومت سره د دې پېښې په اړه په ګډه څېړنې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...