پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبد سندرو کتاب/ اسدالله غضنفر

د سندرو کتاب/ اسدالله غضنفر

 (شي) په چیني ژبه کې ( شعر) او (جینګ) یا (چینګ) کتاب ته وایي. شي چینګ (Shijing) په چین کې د شعرونو تر ګردو پخوانۍ ټولګه ده چې د روایاتو له مخې نامتو فیلسوف کنفوسیوس راټوله کړې وه.کنفوسیوس دوه نیم زره کاله پخوا اوسېده. په شي چینګ کې د څو پیړیو درې سوه پنځه عنوانه شعرونه خوندي دي چې تر ګردو پخواني یې ممکن د شاوخوا درې زره کاله پخوا وي.

 د شي چینګ یوه برخه شعرونه د ولسي ادب بېلګې دي چې د عام ولس له ژوند او تخییل سره مو اشنا کوي. په دې شعرونو کې د مینې احساسات بیانېږي، د کلیوال ژوند منظرې ایستل کېږي او په جګړه کې د بوختو عسکرو یادونه کېږي. د کتاب ځینې نور شعرونه اشرافي او مذهبي رنګ لري چې دعاوې او واکدارانو ته ویل شوي اشعار هم پکې شامل دي.

 د چین خلک د  سندرو له کتاب سره خاصه دلچسپي لري او کنفوسیوس د هغه لوستل ډېر ضروري بللي وو. دغه کتاب د تدوین له وخته راهیسې تر اوسه پورې په چین کې لوستل کېږي او په تېرو څوویشت پیړیو کې یې همېشه ګڼ مینه وال لرلي دي.

 دلته د شي چینګ چې په انګریزي کې د(Book of Songs ) یعنې د سندرو کتاب په نوم مشهور دی، د دوو شعرونو پښتو ژباړه لولئ.

بهي

اشنا راکړ یو بهي

او ما ورکړه غوږوالۍ

خو مطلب مې نه و دا چې زه بدل د بهي ورکړم

بلکې غوښتل مې چې ټینګه او پخه مو شي یاري

اشنا راکړ شوتالو

او ما ورکړل زمرد

خو مقصد مې نه و دا چې د سوغات بدل یې ورکړم

بلکې غوښتل مې چې  مینه شي زمونږه ابدي

 

اشنا راکړه الوچه

او ما ورکړ تور غمی

خو مقصد مې نه و دا چې د سوغات بدل یې ورکړم

بلکې غوښتل مې چې نور نو سره بس کړو اشنایي

ــــــــــــــــــــــــ

په دې بل نظم کې په تېرو زمانو کې د چین د جنګ ځپلې ټولنې انځور وینو.

واښه ټول زېړ دي

واښه زېړ دي، ورښو زېړه

هره ورځ دي یرغلونه

زموږ خلک بېول شوي

چې دفاع وکا د پولو

ټول واښه په وینو سره دي

هره ورځ دوی نیول شوي

سل افسوسه په عسکرو

ایا نه یو مونږ پرېوتې او ذلیل؟

دغه موږ خو نه لېوان یو، نه پړانګان

اخر ولې په سپېرو لارو مېرو کې سرګردان یو

ډېر افسوس په حال په کار دی د عسکرو

نه د ورځې په کرار یو، نه د شپې

وي ګیدړې په ځنګلو کې لالهانده

او موږ ځغلوو آسونه

په غونډیو په مېرو کې

په زړو لرغونو لارو مو مزل دی.

ـــــــــــــــــــــــ

د سندرو کتاب (Book of Songs) نه یوازې د چیني شعر تر ګردو پخوانی اثر دی بلکې په چین کې  د شعر تر ګردو اغېزمن کتاب هم ګڼل کېږي. کاشکې د دې کتاب په باره کې په افغانستان کې لا ډېر څه ولیکل شي او ځينې نورې بېلګې یې هم پښتو شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب