زما ښه په یاد دي، زموږ د کلي دوکاندار شربت ماما په کور کې زوی شوی وو، د کلي پر لویه تنګاچه کلیوال راټول شوي وو او په مخامخ دېوال کې یې هېنداره ښخه کړې وه او ډزې یې پرې کولې.
زموږ په کلي کې معمول داوو چې د چا کره به زوی وشو، نو د کلي د جومات پر لویه تنګاچه به خلکو په خپلو انګریزي ټوپکو ډزې کولې او نښه به یې ویشته. چا چې به نښه وویشته، نو سور بادام ګلی دستمال به یې له میوې څخه ډک کور ته وړلو.
زموږ څو تنو کلیوالو ټوپکونه درلودل، چې بوړي ټوپکونه به یې ورته ویل، دا هماغه ۳۰۳ بور ټوپک وو، چې په اماني دوره کې افغانستان ته راغلي وو، یو څه یې د خلکو په لاس کې وو او نور یې په دولتي پوځي ډیپوګانو کې ذخیره وو.
په هماغه ورځ چې د شربت ماما د زوی د زوکړې په خوښۍ کې ډزې کېدلې، نو د کلي ملا صاحب او ټولو طالبانو په غوږونو کې ګوتې نیولې وې.
ټولو طالبانو چې د جومات په حجره کې هستوګن وو او درسونه یې ویل د ټوپک له ډزو څخه بد وړل اونټه یې ترې کوله.
ما هېڅلکه هم د کلي د ملا صاحب او یا کوم طالب په لاس کې ټوپک ونه لید، چې د هېندارې پر نښه ډز وکړي، بلکې ټول له ډزو څخه یو څه ور آخوا داسې بوڅ بوڅ ناست وو، چې د دواړو لاسو منځنۍ ګوتې یې په غوږ منډلې وې او دې ته منتظر وو، چې کله به د وچې میوې بادامو، ممیزو، کېشمشو او د غنمو د نینو ګډه میوه راشي او دوی به خپله برخه په لپه کې ترې یوسي.
د کلي ملا صاحب خو ډزې ناروا بللې او په واعظانه خطاب کې به یې ویل، چې د ډزو پر ځای د ماشوم زوکړه د نشرې په ویلو سره ونمانځﺉ!
نشرح یو ډول فارسي نظم وو، چې د ماشوم د زوکړې په مراسمو کې به ملایانو او طالبانو په منظوم ډول لوستلو او په محفل کې ناستو ماشومانو به آمین، آمین ورته ویلو.
وروسته بیا د نشري پښتو نظم هم میدان ته راووت، چې ملا صاحبانو او طالبانو به په منظوم ډول د سندرې په څېر لوستو، چې یو بند یې زما اوس هم په یاد دی.
وه د هلک مورې
ته وڅکي راوړه توري
ملایان یې غواړي خوري
سبحان من یرانی
وه د هلک پلاره
اوزګوړ نیسه ترغاړه
په چاړه یې کړه حلاله
سبحان من یرانی
له هغه وخته تر اوسه پورې زما د خاورې پر فرهنګ د ودونو، روایاتو او عنعناتو ۳۵ کاله تېر شوي دي.
په دې ۳۵ کالو کې اوس ملایان او طالبان د ډزو له اوازونو څخه غوږونه نه ژغوري. د ماشومانو د زوکړې مراسم د پخوا په څېر نه دي.
ژوند د ډزو په ناتار کې را ایسار دی، د بوړي ټوپک پر ځای کلاشینکوف د کلچر په برخه بدل شوی دی.
تر دې ور آخوا د طالب او ملا وجود د بم په ډز بدل شوي دي، د مرګونو لپاره ثوابونه تبلیغېږي. د جومات منبر د سولې، آمن، عزت او کرامت د برکاتو د سرچینې پر ځای د جګړې د قوماندې سرچینه ده.
د پښتون کلچر ټول سوله دوست او آمن خوښونکي روایتونه د افراطیت او نه زغملو د قهرجن توپان بوټو څخه د اور لوخړې پورته کوي.
څنګه کولای شو، چې د خپل ټولنیز ژوند کرونده یو ځل بیا داسې خړوبه کړو، چې د کلتور بوټي او نباتات مو د سولې له چینې څخه اوبه وخوري او د ژوندانه څېره یو ځل بیا لمده او تازه شي؟
دا ۳۵ کاله کېږي، چې د افغانانو دیني او مذهبي اعتقادات د مرګونو د جوازونو په وسله او وسیله باندې بدل شوي دي.
۳۵ کاله پخوا به ملا ویل، چې زغم او تحمل د خدای امر دی، د رسول کریم (ص) اخلاق دي او د اسلام پېغام دی.
په وړکتوب کې مې د کلي له ملا څخه د جمعې مبارکې په ورځ واورېدل، چې فخر کاینات خاتم المرسلین پېغمبر (ص) په خپله کوڅه کې یو یهودي ګاونډی درلود. دغه ګاونډي به هر سهار د خپلې حویلۍ له بام څخه پر محبوب پېشوا باندې ګندګي ور شیندله او د خدای د رسول پر مبارک وجود به یې خځلې، خاشې او امبارونه ور شیندل.
بله ورځ یهودي مریض شو، مریضي یې اوږده شوه، هفتې ته ورسېده، د خدای رسول (ص) پوښتنه وکړه، چې هغه یهودي چېرته دی، چې پر ما یې ګندګي را غورځوله؟
د کوڅې ګاونډیانو د خدای رسول ته وویل، چې هغه خو مریض دی او په کور کې پر بستره پروت دی.
رسول د خدای یې سمدستي پوښتنې ته ورغی او د یهودي عیادت یې وکړ او شفقت یې پرې وکړ.
ما په وړکتوب کې کله چې زما کور او زما کلی د سولې او آمن په غېږ کې پروت وو، د هغه اسلام تبلیغ اورېدلی دی، چې انسان ته یې اشرف المخلوقات ویل او تحمل، زغم او بردباري یې د خدای د نازولي رسول د اخلاقو برخه ګڼله.
خو کله چې سیاسي اسلام د جګړې ماموریت ترلاسه کړ، نو وه مې لیدل چې د شلګر د بریام د کلي ټوکي ولي محمد، چې په ولو مشهور وو، قتلګاه ته راوستل شو.
ولو د ژوند د مُسکا څېره وه، ولو د ژوند د خندا تابلو وه، ولو زما د کلیوال فرهنګ د طنز یو داسې منار وو، چې پر وچو او غم لړلو شونډو باندې به یې د خندا لیونۍ څپې نڅولې، هماغه ولو چې له نورو به یې په ټوکو، ټکالو کې غمونه شړل.
د ملا صاحب لخوا په هېڅ جرم، په هېڅ ګناه، په هېڅ تادا قتلګاه ته راوستل شو او ملا ورته وویل، چې دا سرکوزی حلال کړﺉ!
ولو، چې طنز او ټوکې یې د طبیعت برخې وې، قاتل ملا ته وویل:
هو ملا صاحب قربان دې شم، ژر مې حلال کړه هسې نه چې در څخه مردار شم او څو دقیقې وروسته ولو د سیاسي اسلام په چاړه حلال شو او د اسلام د مقدس دین ژوند پالونکی درځ د سیاسي اسلام په قاتل دریځ باندې بدل شو.
څه کم څلور لسیزې تېرې شوې، چې سیاسي اسلام په افغان وطن کې د مرګونو ټیکه دار دی، څه کم څلور لسیزې تېرې شوې، چې سیاسي اسلام افغان وطن د جنګونو په بازار بدل کړی، څه کم څلور لسیزې تېرې شوې، چې د رسول الله اسلام د پاکستان د جعلي مملکت په ماموریت د قتلونو، وژنو، بې عزتیو او بې آبیو لپاره استعمالېږي او د اصلي اسلام پاکه څېره د نړیوال جاسوس جال په وسیله د افراطیت په نوکارو ګرږل کېږي.
تېر ماښام مې د پاکستان د دنیا تلویزیون یو خبریال په کابل کې ولید، پر ډوډۍ سره کښېناستو، د پاکستان د حالاتو په باره کې مې پوښتنې ترې وکړې، په خبرو خبرو کې دغه ژورنالېست راته وویل، چې د عبدالکریم عابد زوی یم. عبدالکریم عابد د جهاد په وختونو کې د جماعت اسلامي د ګوند یو وتلی تیوري سن وو.
ترې ومې پوښتل، چې پلار دې لا اوس هم د سیاسي اسلام او پاکستاني مفاداتو د تبلیغ په کار بوخت دی؟ په موسکۍ لهجه یې ځواب راکړ:
داسې معلومېږي، چې د سیاسي اسلام مامورین نور د نړیوال جال لخوا د تقاعد مرحلې ته رسېدلی دي او موږ هم غواړو، چې د دغه ماموریت په پای کې د تقاعد حقوق تر لاسه کړو.
آیا په رښتیا هم پاکستان غواړي، چې د سیاسي اسلام د اوږده ماموریت په پای کې د تقاعد حقوق ترلاسه کړي.
زما په ګومان همداسې ده، خو نور دنیا د دغه تقاعد د حقوقو په ورکولو کې هم مشکل لري. که افغانان هوښیار شي او خپل ملګرتوب د نړۍ له نويو مفاداتو سره غوټه کړي، نو د جنګ مرمۍ به د ژوندانه د ګلابونو غوټۍ شي.
د جعلستان تر جوړیدو مخکی یو واحد هیواد د هندوستان په نوم په نقشه او تاریخ کی موجود وو چی په نړۍ کی تر ټولو لوی او نفوس یی هم تر ټولو ډیرو. په 1947 یی دا هیواد په دریو برخو یعنی هند ، لویدیز پاکستان او ختیز پاکستان وویشه او په 1972 کال کی ختیز پاکستان له جعلی پاکستانه آزاد او بنګلدیش ونومول شو. اوس د مسلمانانو نفوس په دی هیوادونو کی په لاندی ډول ده:
1- هند 176.190.000 میلیون کسه
2- پاکستان 167.410.000 میلیون کسه
3- بنګلدیش 133.540.000 میلیون کسه
د پورته دریواړو هیوادونو د ټولو مسلمانانو نفوس 477.140.000 کسانو ته رسیږی که دا هیواد واحد پاته وی نو اوس به هندوستان تر ټولو لوی اسلامی هیواد وو. پاته د نه وی چی اوس اندونیزیا د 209.120.000 میلیون کسانو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو لوی هیواد ګڼل کیږی.
قانع صاحب
صد سلام داوسني او پخواني ژوند ژوندۍ تابلوګاني دي کښلې دي
رښتیا چه سیاسي اسلام دواقعي اسلام څیره ورتوره کړه
د هند نفوس ۱۲۸۲۳۹۴۷۰۰کسه دی،پداسي حال کي چي په هره ثانيه کي ۳۲کسه زيږي او ۱۹کسه مري.
آیا دا خبرې به د شمشتو د مکتبونو او د پېښور او کوېټې د جوماتونو د مدرسو زده کوونکي هم لولي؟ نه یوازې دا چې هغوی نه لولي بلکه په افغانستان کې د ننه هم په هر لوی او کوچني ښار کې د جمعیت اصلاح د مذهبي چتر لاندې چې په ښکاره د قران د ترجمې او تفسیر حلقې وړاندې کوي د پاکستان د جماعت اسلامي د پنډتانو له خوا یوه ډېره لويه پروژه روانه ده چې مالي او اخلاقي مرسته یې بیا هم د آی ایس آی د بدنامې شبکې له خوا کیږي. که چېرې افغان وطن د جمعیت اصلاح د سیاسي ګمراهانو د خپرېدو مخه ونه نیسي د اخواني شرارت دا امتداد یا لکۍ به ډېر ژر بیا د افغانستان له پاره په وبا بدله او د اختر عبدالرحمان (د خدای هومره غضب دې ورباندې وي چې مستحق یې دی) دا ارمان یو ځل بیا پوره کړي چې کابل او افغانستان په لمبو کې وسوزي او دوی یې لوګي له پنجاب نه وګوري. مرګ پر پنجابي استخباراتي اداره او د هغو پر ګوډاګیانو
تاند نه هيله كوم جي يا زما تبصره خفره كري يا دغه نوري هم خرابي كري
د دواړو ورونو تبصری صحت لری . یعنی داچی د هند د نفوس 1259195381
له مجموعی نفوس نه یی 176190000 کسان مسلمانان او نور یی په نورو ادیانو پوری اړه لری.
ډیره په زړه پوری لیکنه ده .
او د هیواد د تیر فرهنګ انځور یی پکی وړاندی کړی دی .
رښتیا هم زما ښه په یاد دی زموږ په سیمه کی هم کوم وخت چی به د چا په کور کی ماشوم پیدا شو نو کلیوالو او لیری دوستانو به کلیو ته راغلل او د ماشوم د زوی کړی په مناسبت به یی په بوړی ټوپک ډزی کولی او دا خوشالۍ به ښه په ډزو سره لمانځله او حتی د سیمی د دود او دستور سره سم به یی کومه یوه شپه د کلی ډومان راوستل او ښه د خوشالۍ ساز به یی پری چوړ کړ او سندری به یی ویلی .
خو کله چی ما د کتاب په لوستلو پیل وکړ او لږ لوستل می وړاندی ولاړل په کتابونو کی می ولوستل چی د هری ټولنی فرهنګ د مادیاتو څخه را جوړیږی خو په هغه وخت زموږ اړیکی له ټوپک سره پر همدی شیانو را څرخیدلی خو کرار کرار زموږ د سولی دور یوی بلی مرحلی ته ور واویښت او د جګړی دور پیل شو او هغه ټوپک بیا د زوی د پیدا کیدو په عوض کی د جګړی په میدان کی وچلیده او لا نن هم هلته ښه چلیږی او زموږ فرهنګ هم ورو ورو بله ( بده) بڼه غوره کړه او اوس په ودونو د بوړی پر عوض د راکټ ډزی روا بولی خو زده کی بیا ناروا دا ددی څلویښت کلنی مادی جګړی محصول دی . او په دی مادی جګړه کی پاکستان خورا ښه ګټه تر لاسه کړه او نن هم داسی را ښکاری چی یوی بلی دسیسی ته یی لاس اچولی او فکر نه کوم چی تقاعد واخلی بلکی غواړی چی د افغانستان غمیزی ته نور هم اوږدوالی ورکړی !